د دغو ټکو په پام کې نیول به مو یو فوق‌العاده رهبر کړي

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطا محمد میاخېل

یو بریالی مسلک یا یوه بریالۍ دنده، یوازې یوې ښې آیډیا او کاري اخلاقو ته اړتیا نه لري، بلکې مناسب افراد هم له نورو تشکیل کوونکو عناصرو څخه دي. د دې لپاره، چې وکولای شئ په ښه توګه د نورو ترڅنګ کار وکړئ، باید په رهبرۍ او مدیریت کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ او په یوه مسلکي فرد باندې بدل شئ.
د ډېرو کلونو په اوږدو کې، چې د تجربې د ترلاسه کولو په لټه کې وئ، احتمالاً د ماتې په څېر د ستونزمنو تګلارو ځینې موارد مو زده کړي دي. تاسو د یوه کار رامنځته کوونکي په توګه، هره ورځ د زده کړې په حال کې یاست، د کارونو د ترسره کولو پرمهال زده‌کړه ډېره ښه ده، خو کاري لړۍ ته له ننوتو مخکې نه شو کولای، چې د زده‌کړې له ارزښت څخه سترګې پټې کړو. په دې حالت کې کولای شو، د نورو کسانو له تجربو څخه ګټه واخلو، چې د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې بریا ته ورسېږو.
د دې لیکنې په دوام په شلو مدیریتي سپارښتنو باندې رڼا اچول کېږي، چې د کار رامنځته کوونکو د تجربو ټولګه ده او په دې برخه کې به له تاسو سره خورا ډېره مرسته وکړي.

۱ ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ

لږ کلیشه‌یي ده، خو تر ټولو ښه سپارښتنه او نصیحت دی، چې کولای شو وړاندې یې کړو. کار رامنځته کوونه په دې مانا نه ده، چې ټولې هڅې په یوه اونۍ کې خلاصه کړئ او د اوږدمهالو پایلو شاهد یې واوسئ. کار رامنځته‌کونه په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې په هغو وړتیاوو، آیډیاوو او د ټیم په غړو، چې په لرلو یې ویاړي، باور لري. د یوې لویې او کوچنۍ پروژې خوشې کول، یوازې تاسو ته نه، بلکې هغو کسانو ته هم زیان رسوي، چې تاسو ورته لارښوونه کوئ.

۲ ـــ هغه کسان مو ټوله شتمني ده چې ستاسو په شاوخوا کې دي

که مناسب افراد مو نه وي ټاکلي، نو د یوې ښې آیډیا ترسره کول، په سلګونو ځله ستونزمنېږي. د خپلو پروژو لپاره، تر ټولو غوره او وړ کسان وټاکئ، له هغې وروسته خپله ټوله هڅه وکړئ، چې دا کسان وساتئ.

۳ ـــ هم روزونکی واوسئ او هم زده‌کوونکی

تر ټولو غوره مسلکي اړیکې هغه دي، چې له متقابل درنښت او ښوونې څخه تشکیل شوې وي. تاسو د یوه رهبر په توګه دنده لرئ، چې د خپل ټیم د غړو، د پوهې او وړتیا کچه لوړه کړئ؛ په دې حالت کې تاسو هم کولای شئ، په هماغه اندازه، له هغوی څخه بېلابېل څیزونه زده کړئ.

۴ ـــ ځواکمن واوسئ او مثبته روحیه ولرئ

افراد پر هغو رهبرانو اعتماد نشي کولای چې پر خپل ځان باور نه لري، حتا په بې ثباته شرایطو کې هم باید خپله مثبته روحیه او په خپل ځان باندې باور وساتئ. هغه تصمیمونه، چې د ګمان له مخې نیول کېږي، نه یوازې ستاسو روحیه تر اغېزې لاندې راولي، بلکې شاوخوا خلکو ته مو هم زیان رسوي.

۵ ـــ د ودې په حال کې یو کاروبار، د ودې په حال کسانو ته اړتیا لري

کابو ټول افراد، په یوه پروسه کې یو کار په غاړه لري. په یوه مثبته مسلکي تجربه کې نه یوازې پراختیا شاملېږي. بلکې د یوې مخ پر ودې مثبتې لېوالتیا او روزنې سبب ګرځي. کوچنۍ تېروتنې وبښئ او د خپل ټیم د غړو له روزلو څخه لاس مه اخلئ، هغوی د تېروتنو په خاطر یې مه رټئ، د خپلو څارونکو په واک کې فرصتونه ورکړئ چې زده‌کړې وکړي او غوره افراد واوسي. باید پوه شئ، حتا که یو ښه رهبر یاست، تل کولای شئ، چې په یوه فوق‌العاده رهبر بدل شئ.

۶ ـــ ماتې یو واقعیت دی، له هغو سره هوسا واوسئ

هېڅ داسې کاوربار نشته چې له ماتې سره نه وي مخ شوی، د دې پرځای چې ناهیلي شئ، ماتې مو د زده‌کړې او د یوې نوې تجربې د ودې لپاره یو فرصت وګڼئ. هېڅکله خپل ځان ته دا اجازه مه ورکوئ، چې یوه پروژه یا کاروبار په بشپړه توګه خوشې کړئ، هغه هم په دې دلیل، چې له څو کوچنیو ماتو سره مخامخ شوي یاست.

۷ ـــ د بدلون په شرایطو کې د افرادو مدیریت تر ټولو سخت کار دی

توپیر نه کوي چې بدلونونه په شخصي ژوند کې رامنځته کېږي یا په چاپېریالي شرایطو کې، په هر صورت، په دې شرایطو کې به د افرادو مدیریت کول ستونزمن کار وي، زغم ولرئ او هغوی درک کړئ، خو د کاروبار د اړتیاوو په اړه رښتیني اوسېدل مه هېروئ، انعطاف‌منونکی او نرم اوسئ، نه بې تفاوته؛ باید وکولای شئ د دې دواړو ترمنځ توازن رامنځته کړئ، چې البته یو له ستونزمنو کارونو څخه شمېرل کېږي.

۸ ـــ په یوه کوچني حوض کې یو ستر کب اوسېدل، د بریا لپاره تر ټولو ښه چانس دی

که یو کوچنی کب واوسئ، نه شئ کولای چې د یوه ستر حوض ټولنه مدیریت کړئ؛ په بدل کې یې کولای شئ شرایطو ته بدلون ورکړئ. د هغو ټیمونو کنټرول، چې د مدیریت کولو وړتیا یې نه لرئ، په غاړه مه اخلئ او خپل بشبړ اقتدار په درنښت سره وساتئ.

۹ ـــ په یوه برخه کې د غوره اوسېدو لپاره تمرکز وکړئ او وروسته د پراختیا په اړه فکر وکړئ

غوره ګڼئ، چې په یوه برخه کې ښه واوسئ او یا دا چې په څو بېلابېلو برخو کې منځنۍ وړتیاوې ولرئ؟ په احتمالي توګه لومړی مورد ټاکئ. کله مو چې خپل کاروبار پیل کړ. د خپل  فعالیت په یوې برخه کې د ښه کېدلو لپاره تمرکز وکړئ؛ دا چې کافي واک مو ترلاسه کړ، نو کولای شئ د سترې او غوره برخې په لور وخوځېږئ.

۱۰ ـــ د دې لپاره، چې د یوه هېواد په کچه سیالي وکړئ، نو باید یو ستر لیګ تشکیل کړئ

هېواد له ډېرو سیالانو او استعدادونو څخه ډک دی، دې کچې ته د ننوتو او پکې د پایښت لپاره، باید له بېلابېلو استعدادونو، شخصیتونو او مهارتونو څخه یو ټیم جوړ کړئ او د هغه لپاره یوه مشخصه موخه وټاکئ.

۱۱ ـــ له هغو افراد او کړنو څخه، چې تاسو یې درولي یاست او یا مو شاته تګ ته اړ کوي، لریوالی اختیار کړئ

هېڅ دلیل نشته چې هغه افراد یا پروژې، چې تاسو ټیټو کچو ته راکاږي، ویې ساتئ. که چېرې د کوم کس چلند، لېوالتیاوې او مهارتونه یې ستاسو د شرکت له سلیقو او فرهنګ سره سمون نه لري، نو د تللو اجازه یې صادره کړئ.

۱۲ متواضع پاتې شئ

ضمیر مو له رهبرۍ سره مه غلطوئ. پایښت، پیاوړی او رښتینی هوډ یو له کلیدي عناصرو څخه دی، خو ځواک دا ډول نه دی. هماغه رهبر واوسئ، که خپله هم وئ، نو په پرانیستې ټنډه او غېږ مو له هغه څخه پیروي کوله.

۱۳ ـــ هوښیار رهبران هغه کسان دي، چې اعتماد کول هغوی ته آسانه دی

رهبر اوسېدل په دې مانا نه دي، چې په خپل ځای کې ناست او تل فرمان صادر کړئ، بلکې په دې مانا، چې خپله هم په کارونو کې ګډون وکړئ او هوښیار پاتې شئ. په حقیقت کې تاسو د یوه رهبر په توګه، د خپل شرکت تر ټولو هڅاند فرد واوسئ، دا کار ستاسو لپاره په شرکت کې د کار کولو ذهنیت رامنځته را کوي، همدا مسئله د دې سبب ګرځي، چې اغېزمنه رهبري ولرئ او د خپل ټیم د غړو ترمنځ ځواکمنې اړیکې رامنځته کړئ.

۱۴ ـــ د یوه پروګرام له پیل مخکې، په اړه یې ښه فکر وکړئ

کله چې له پروګرام پرته او په مبهم ډول یوې لړۍ ته داخلېږئ، نو د ټیم غړي هم له ځانه سره را ټیټوئ. د لومړي ګام له پورته کولو مخکې، باید پر دې ځان ډاډه کړئ، چې خپل او د ټیم غړي مو له نوې ستونزې سره نه مخامخ کوئ. احتیاط د عقل شرط دی.

۱۵ ـــ حریص مه اوسئ

دا مورد په بشپړه توګه بدیهي دی، خو له بده مرغه ډېر رهبران شته چې حرص یې ټول وجود نیولی دی. کله چې خبره له پیسو، ځواک او سرچینو څخه رامنځته کېږي، تمه مه کوئ. همدا مسئله د هغو ټیمونو په اړه صدق کوي، چې ستاسو له مدیریتي وړتیا څخه بهر دي. په مسلکي شرایطو کې دا تګلاره، هېڅ ښه پایله نه لري او په اوږد مهال کې کولای شي تاسو او کاروبار ته مو زیان ورسوي. په بدل کې یې باید ټول هغه څیزونه، چې کار و بار مو ترلاسه کړي دي، له نورو سره شریک کړئ او له خپلو شتو څخه د وضعیت د ښه کولو لپاره ګټه واخلئ.

۱۶ ـــ اجازه مه ورکوئ چې ستاسو پرځای نور ماتې وخوري

د خپلو ماتو او بریاوو مسؤولیت ومنئ، کله چې کومه تېروتنه کوئ، اجازه ورکړئ، چې د یوه ګرم شخص په توګه وپېژندل شئ، نیمګړتیا د نورو په غاړه مه ور اچوئ؛ په بدل کې یې باید خپل ځان د مسؤول په توګه معرفي کړئ.

۱۷ ـــ که فکر کوئ، چې نور له تاسو نه بده ګټه اخلي، نو احتمالاً سم فکر مو کړی دی

د دې مورد موندنه ساده کار دی، که کوم څوک له تاسو وغواړي، چې د هغه لپاره کوم کار ترسره کړئ، پرته له دې، چې په بدل کې یې کوم څه ترلاسه کړئ، یا دا چې متقابل درنښت ترلاسه کړئ، نو احتمالاً تاسو د هغه فرد په توګه پېژني، چې کولای شي له هغه څخه بده ګټه واخلي. دا لړۍ ودروئ، چې تاسو د ټیم غړو او شرکت ته مو زیان ونه ورسېږي.

۱۸ ـــ ښه عامل مدیر اوسېدل، یو دنننی مفهوم دی

بېلابېل شرکتونه، په بېلابېل ډول عامل مدیرانو ته اړتیا لري. هغه تګلارې، چې د شرکت د مدیریت لپاره یې ټاکئ، د شرکت اندازې، د ټیم غړو، او ستاسو د صنعت په ډول پورې تړاو لري، له دې امله که له یوه فوق العاده عامل مدیر سره مخامخ شوي یاست، چې توپیري مدیریتي تګلارې لري، نو خپل ځان له هغه سره مه پرتله کوئ؛ سره بېره پر دې باید په دې باندې پوه شئ، چې تاسو په بشپړه توګه توپیري شرایطو کې فعالیت کوئ.

۱۹ ـــ د لید لورو جوړول، پراختیا ورکول او شریکول، له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي

د شرکت له ودې سره باید ستاسو لیدلوری هم وده وکړي، خپل ځان او د ټیم غړو ته مو اجازه مه ورکوئ، چې په اوسنیو شرایطو او هغو موخو باندې، چې ورته رسېدلي یاست، خوښ او راضي شي. خپل لیدلوري ته پراختیا ورکړئ او هغه له نورو سره شریک کړئ.

۲۰ ـــ خپله مثبته روحیه وساتئ

ستاسو په مخکې تګلوری له بې شمېره لوړو او ژورو سره مل دی، هېڅوک نه غواړي، چې په دې تګلوري کې له یوه منفي فکر لرونکي او بدخویه رهبر سره مل شي، نو خپله مُسکا او مثبته روحیه وساتئ او په مخکې پرتو خنډونو ته هېڅ پام مه کوئ.