ژباړه
د امريکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن، مېشل اوباما وايي چې د ټولنيزو عمومي کارونو څخه د لاس اخېستلو په فکر کې ده.
د امريکا د پخواني ولسمشر، باراک اوباما مېرمن د “People” مجلې سره په مرکه کې وويل، چې د کووېډ-١٩ ناروغۍ له امله د کوربندۍ په دوران کې یې، اوبدلو ته مخ کړې. مېشل اوباما چې د ٢٠٠٩م او د ٢٠١٧م کلونو ترمنځ په سپينه مانۍ کې ژوند کاوه، په دغه مرکه کې د اوبدلو د ګټو په اړه وويل.
نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د کورونا وبا له پيل او په مينياپوليس ښار کې د پوليسو په واسطه د جورج فلويد مړينې له امله د “خفيف ژورخفګان” څخه ځورېږي. پخوانۍ لومړۍ مېرمن زياته کړه، چې خپلو دوو غټو لورګانو ته یې ويلي چې د عمومي او ټولنيزو چارو څخه د لرې کېدلو په لټه کې ده.
د امريکا د ٤٤م ولسمشر مېرمن د سپينۍ ماڼۍ څخه د بهر کېدلو وروسته د خپل خاوند د مصروفيتونو په اړه وويل، چې له ګلف لوبې پرته يې بل کار بار نه درلود.
مېشل اوباما د تېرو کلونو په اکثره نظر پوښتنو کې د امريکا له محبوبو څېرو څخه ګڼل. که څه هم دغه پخوانۍ لومړۍ مېرمن شخصا هېڅکله د ټاکنو پروسې ته وړاندې نشوه، خو تل دموکراټانو په ټاکنيزو کمپاينونو کې يوه اغېزناکه کړۍ وه.
نوموړې همدارنګه په سپينه مانۍ او وروسته له هغې دوران کې د ورزش او خوړنيز رژيم سره د “سالم ژوند” ملاتړې وه.