څنګه په مطالعې باندې مئین شو؟ (لومړۍ برخه)

رنګین تجريدي ډیزاین

(لومړۍ برخه)

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

په دې زمانه کې ډېری خلک د مینې او لېوالتیا له مخې مطالعه نه کوي، د دې چارې لپاره بې شمېره دلیلونه هم شته. ځینې پر دې باور دي چې مطالعه ډېر وخت او زحمت غواړي. ځینې نورو بیا د زده کړو په دوران کې له درس لوستلو څخه خوند نه دی اخیستی، داسې تصور نه کوي، چې وکولای شي، له مطالعې څخه خوند واخلي او ځینې نور چې د مطالعې په چاپېریال کې نه وو، نو له همدې امله په هغوی کې د مطالعې خوند نه دی روزل شوی.
سره له دې مطالعه کولای شي، تر ډېره بریده ستاسو د ژوند کیفیت لوړ کړي، داسې لارې چارې هم شته دي، چې په مرسته یې، مطالعه په یوې خوندورې چارې باندې بدله کړو. (څه تل او په پرله‌پسې توګه مطالعه کوئ یا د ښوونځي له وخته مو نوره هېڅ مطالعه نه ده کړې، یا ښایي مطالعه ستاسو د کاري دندې یوه برخه ده.)
د تاج و تخت لوبې نومي کتاب لیکوال جورج آرآر مارټین وایي: “څوک چې له مطالعې سره سرو کار لري، نو له خپلې مړینې څخه زرګونه کاله مخکې ژوند کوي، خو څوک چې مطالعه نه کوي، له خپل مرګ څخه یوازې یو ځل وړاندې ژوند کوي.
۱ ـــ ولې غواړئ مطالعه وکړئ
خلک د ډېرو دلیلونو له مخې مطالعه کوي. مخکې تر دې چې کتاب په لاس کې واخلئ، نو دا مشخص کړئ چې د څه لپاره مطالعه کوئ؟ ځینې کسان د نویو مهارتونو د زده‌کړې لپاره مطالعه کوي، مثلاً د کمپیوټر له پروګرام لیکنې څخه نیولې، تر کب نیولو یا له ماشومانو سره د سمې عاطفي اړیکې ټینګښت پورې.
ځینې کسان د لاندې کتابونو له مطالعه کولو څخه خوند اخلي لکه:
ناول، افسانې او ژوند لیکونه، چې هغوی بېلابېلو زمانو ته بیایي او له نوې نړۍ او دغه راز له بېلابېلو چاپېریالونو سره یې آشنا کوي، نو له دې امله، لومړی د هغه څه په اړه، چې غواړئ له مطالعې څخه یې ترلاسه کړئ، فکر وکړئ.
یادونه:
په دې شرط تاسو په مطالعه باندې مئین کېږئ، له هغه څه سره، چې درته مهم دی او تاسو خپلې موخې ته نږدې کوي، مناسبه اړیکه ټینګه کړئ.
۲ ـــ د هغه څه پېژندنه چې غواړئ مطالعه یې کړئ
تاسو باید په دقیقه توګه په دې باندې پوه شئ، چې غواړئ څه څیز مطالعه کړئ او د خپلو سرچینو په ټاکنه کې هوښیارانه کړنې ترسره کړئ. د دې کار لپاره وړاندیز کوو، چې لاندې مواردو ته ښه ځیر شئ:
له خپلې موضوع سره سم په انټرنېټ کې هغه کتابونه ولټوئ، چې ډېر مشهور وي، دا تګلاره له تاسو سره مرسته کوي، چې له هغو وړاندیزونو سره آشنا شئ، چې په دقیقه توګه تاسو خپلې موخې ته رسوي.
د خپلې سیمې او ځای له کتاب دار سره مشوره وکړئ، معمولاً کتابداران د مطالعې له وړاندیز څخه خوشالېږي. په پیل کې دا مشخصه کړئ، چې غواړئ په کومه موضوع کې مطالعه وکړئ او هغه موضوع له کتاب دار سره شریکه کړئ، چې تاسو ته لارښوونه وکړي.
د کتاب پلورنځیو له کارمندانو سره خبرې وکړئ. ډېری هغه کسان، چې په کتاب پلورنځیو کې کار کوي، په کتابونو او مطالعې باندې میین دي، هغوی کولای شي د کتاب د وړاندیز لپاره تر ټولو غوره سرچینه وي. له مطالعه کوونکو افرادو سره خبرې اترې، کولای شي، د مطالعې په اړه ستاسو د دننني اور لمبې لاپسې زیاتې کړي.
۳ ـــ د هغې لیکنې ډول، چې ډېر ترې خوند اخلئ، په پام کې ونیسئ
د هغې لیکنې د ډول په ټاکنه کې، چې غواړئ مطالعه یې کړئ، دقت وکړئ. مثلاً فرض کړئ، غواړئ چې د فلسفې په اړه مطالعه وکړئ، نو طبیعي ده چې د بېلابېلو لیکوالانو لیکنې د مطلب د سختۍ له پلوه توپیر لري او دغه راز د لیکنو د خپراوي وخت هم کولای شي، د لیکنو په ډول باندې اغېز ولري. مثلاً د فلسفې په برخه کې د شوپنهاور او هیګل کتابونه، چې معاصر فیلسوفان دي، د ارسطو او افلاطون له لیکنو سره د ډول او وخت له پلوه توپیر لري.
۴ ـــ خپل د خوښې وړ لیکوالان پیدا کړئ
حتا که د خپلې خوښې لیکنې مو مشخصې کړې، ښایي ځینې لیکنې، په دې دلیل، چې د لیکنې لیکوال، د وخت، تفکر او یا نورو دلیلونو له مخې، ستاسو له سلیقې سره مناسب نه دی، خوند ترې وانخلئ، له دې امله که له هغه کتاب څخه، چې ستاسو د خوښې وړ موضوع اړوند لیکل شوی دی، خوند وانخیست، نو هرومرو یې دلیل پیدا کړئ.
د بېلګې په توګه: ښایي تاسو د بریالیتوب ارواپوهنې له موضوع سره مینه ولرئ، خو د انتوني رابینز له کتابونو څخه مو خوند وانخیست، د ډارن هارډي په کتابونو باندې مئین واوسئ.
۵ ـــ د مطالعې او خپلو نورو لېوالتیاوو ترمنځ اړیکه رامنځته کړئ
ښایي تاسو له ټولنیزو اړیکو یا نورو څیزونو سره مینه او لېوالتیا ولرئ، هڅه وکړئ چې د هغو مطالبو په لټه کې واوسئ، چې ستاسو د بهرنیو لېوالتیاوو او مطالعې ترمنځ اړیکه ټینګه کړي او د هغو د مطالعې پرمهال ستاسو احساسات را وپارېږي.
یادونه:
په یاد ولرئ، چې تاسو له کتاب پرته نورې سرچینې هم لرئ، کولای شئ، له چاپي یا آنلاین  مجلو او سایټونو څخه د خپلې مطالعې د سرچینې په توګه ګټه واخلئ.
۶ ـــ هغه کتابونه، چې ورسره مینه نه لرئ، لرې کړئ
کله وخت خلک سره له دې، چې د یوه کتاب له مطالعې څخه خوند نه اخلي، خو ځان اړ ګڼي، چې باید پای ته یې ورسوي. که هڅه وکړئ، چې یو ۳۰۰ مخیز کتاب پیل او پای ته یې ورسوئ، په داسې حال کې، چې ورسره مینه نه لرئ، نو یوازې په خپل ځان کې مو د مینې پرځای له مطالعې څخه کرکه را منځه کړې ده.
که  کوم کتاب مو ۵۰ تر ۷۰ مخونو پورې مطالعه کړ او د یاد کتاب له مطالعې سره مو مینه پیدا نه کړه او د ځان په لور یې را کش نه کړئ، نو له دوام ورکولو پرته یې لرې کړئ او د بل کتاب په لور لاړ شئ.
۷ ـــ په یاد ولرئ، چې مطالعه په بشپړه توګه یوه شخصي چاره ده
مطالعه د سیالۍ او رقابت صحنه نه ده، په بشپړه توګه شخصي ده او یوه دنننۍ پېښه ده. هېڅ دلیل نشته، کله چې کوم څوک د هغه کتاب په اړه خبرې کوي، چې جایزه یې ګټلې او ستاسو نه خوښېږي، له دې امله د ګناه احساس وکړئ. همداسې نباید کله چې یو ساده کتاب یا مینه‌ناک ناول لولئ، له دې چې تاسو بېسواده او ټیټ کچی وښیي، خجالت وباسئ.
نور بیا…..