د ژوند مثبت بدلون؛ له منفي افکارو سره د مقابلې اووه لارې…

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: عطامحمد میاخېل

له منفي افکارو سره د مقابلې لپاره باید له ذهني پلوه پیاوړي شو. غوره ده، دا واقعیت ومنو، چې په بشپړه توګه له امنفي افکارو څخه ډډه نه شي کېدای. منفي افکار په ژوند کې زموږ د نا امنیو پایله ده او موږ نه شو کولای، چې منفي افکار په بشپړه توګه لرې کړو، خو کولای شو زده کړو، چې پر وړاندې یې په اغېزمنه توګه مبارزه وکړو.
په بېلابېلو افرادو کې منفي افکار توپیري دلایل  لري، د ځینو کسانو لپاره په تېر کې د ماتو په خاطر یې دي او د ځینو نورو لپاره په دې دلیل دي، چې هغوی په تېر کې هغه کار، چې دمګړۍ یې د ترسره کولو لپاره تصمیم لري، نه دی ازمویلی. دا په دې دلیل دی، چې ځینې کسان نه شي کولای، چې د ماتې مسوولیت ومني، ځکه چې ډېر زیات مسوولیتونه پر غاړه لري.
منفي افکار د ناروغۍ په څېر ستاسو بدن ته زیان اړوي او دا موضوع کولای شي، تاسو ناروغه او خواشینی کړي، خو په پرله‌پسې هڅو سره کولای شئ، په وړاندې یې وجنګېږئ او د خپل ژوند خوشالي یو ځل بیا پیدا کړئ. دلته د اغېزمنو تګلارو یو لیست شتون لري، چې کولای شي له منفي افکارو سره په مقابله کې له تاسو سره مرسته وکړي.

۱ ـــ لامل یې پیدا کړئ

د یوې ناروغۍ د درملنې لپاره لومړی باید لامل یې پیدا کړئ او دا مسئله د دې لیکنې په اړه هم صدق کوي. له منفي افکارو سره د مقابلې لپاره باید اصلي لامل یې وپېژنئ، هر کله مو چې په کوم کار کې د ناکامۍ احساس وکړ، یوازې هغه احساس په هماغه ځای کې له منځه یوسئ، چې ستاسو د ماتې چانس لږ تر لږه له ۵۰ سلنه څخه را کم شي، دې کار ته دوام ورکړئ، کله چې د یوه کار په ترسره کولو کې په کافي اندازه ډاډه شوئ، نو ذهن مو له منفي افکارو څخه مخنیوی کوي.
کله وخت موږ په تېر کې د بدو تجربو په دلیل منفي افکار جذبوو، له دې امله هر هغه فرصت چې ترلاسه کوئ یې، تازه پیل ولرئ او د تېر په خپل ځان پسې مه را کاږئ. په اوس کې ژوند وکړئ او په راتلونکې باندې تمرکز وکړئ، تاسو نور له تېر څخه واټن اخیستی دی او د وخت په تېرېدو سره بشپړتیا (تکامل) ته رسېدلي یاست. دا ځل ډېر ښه او غوره فرد یاست، چې نور نو هماغه تېروتنه نه تکراروئ، له خپلو تېرو تجربو څخه خلاص شئ، نوی او تازه پیل تجربه کړئ.

۲ ـــ له منفي کسانو څخه واټن واخلئ

منفي کسان هغه کسان دي، چې کولای شي د هرې مسئلې لپاره یو خنډ او ستونزه پیدا کړي، له دې ډول کسانو څخه لرې پاتې شئ یا لږ تر لږه د امکان تر بریده ترې واټن واخلئ. دا کسان ستاسو له خبرون پرته کولای شي، ستاسو په مغز کې د منفي افکارو تخم وکري او ډېری وخت غواړي، ستاسو له ناخبره ذهن سره لوبې وکړي.
دا ډول کسان به تاسو ته ووایي، چې تاسو نه شئ کولای، چې یو کار ترسره کړئ، ځکه خپله نه شي کولای چې دا کار ترسره کړي. هغوی کولای شي ستاسو پر ځان باور ته زیان واړوي او ستاسو د نه تکیې وړ ټکو ته اشاره وکړي، له دې ذهنیت څخه لرېوالی اختیار کړئ، هر فرد له بل سره توپیر لري، که هغه په یوه کار کې ماتې وخوري، دا په دې مانا نه ده، چې تاسو به هم په هغه کار کې ماتې وخورئ.
دا هغه کسان دي، چې هېڅکله خپل ژوند کې نه بریالي کېږي او ډاډ ترلاسه کوي، چې نور به هم ونه شي کولای. که ستاسو په وسیله د دې کار د نه ترسره کېدو پنځو دلیلونو ته یې اشاره ونه کړه، نو دې منفي فکر لرونکو افراد ته پام مه کوئ او د دې کار د ترسره کېدو ۱۰ دلیلونه ورته ووایئ. تل له دې ذهنیت سره مقابله وکړئ او په منفي افکارو کې د خپل ذهن له غورځېدلو څخه مخنیوی وکړئ.

۳ ـــ له نورو سره ځان مه پرتله کوئ 

دا یو واقعیت دی چې موږ له نورو سره خپل ځان پرتله کوو، چې فکر کوو له موږ څخه غوره دي، کله چې د دې کسانو بریا ته فکر کوو، نو خواشیني کېږو او فکر کوو، چې ډېر شا ته پاتې یو، هېڅکله هغه ځای ته نه شو رسېدای، چې دمګړۍ هغوی پکې مېشت دي او دا چې بریا زموږ لپاره نه ده.
باید درک کړو، موږ د خپل ځان لپاره توپیري وختیز پروګرامونه لرو. له نورو کسانو سره د خپل ځان له پرتله کولو څخه لاس واخلئ. بارک اوباما په ۴۷ کلنۍ کې پاچا کېږي او په ۵۵ کلنۍ کې په کور کېني، په داسې حال کې، چې ډونالډ ټرمپ په ۷۰ کلنۍ کې پاچاهي پیلوي.
د دې پرځای چې د نورو په بریا باندې تمرکز وکړئ، په خپل کار او موخو باندې متمرکز شئ. هېڅکله له نورو څخه کاپي مه اخلئ، له نورو څخه زده‌کړه وکړئ او خپل کار ته دوام ورکړئ، ستاسو د بریا وخت به هم را ورسېږي. له خپلو سیالانو سره د سیالۍ له امله د حسادت احساس مه کوئ، له هغوی څخه زده‌کړه وکړئ. سالم رقابت وکړئ، چې له تاسو سره مرسته وکړي، چې وده وکړئ او غوره‌والی تجربه کړئ.

۴ ـــ هېڅکله له هڅې څخه مه وېرېږئ

موږ ټول د نویو څیزونو له ازمویلو څخه وېرېږو، ځکه له ماتې خوړلو څخه وېره لرو. ډېری خلک په ډېرې آسانۍ خپل برخلیک مني، چې د هغوی لپاره بریا نه ده او هېڅکله نه شي کولای په خپل ژوند کې ښه پېښه رامنځته کړي، دا موضوع د دې سبب ګرځي، چې فکر وکړي، چې په ژوند کې اغېزمن رول نه لري او شتون به یې خپل ځان او خپلو شاوخوا خلکو ته کومه ګټه ونه لري.
خلک دا نه درک کوي، هغه کسان چې دمګړۍ بریالي دي، په دې مقام کې یې حضور نه درلود، له دې ځای څخه یې پیل نه دی کړی. هغوی ستاسو په څېر افراد دي، خو توپیر یې له تاسو سره دا ده، چې هغوی مقام غوښتونکي دي، هغوی هېڅکله له خپلو خوبونو څخه لاس نه اخلي او ډېره زیاته هڅه کوي، چې ور ورسېږي.
د منفي افکارو اصلي اغېزه دا ده، چې تاسو ښې آیډیاوې لرئ، خو هېڅکله یې د پلي کولو لپاره اقدام نه کوئ، ځکه دا منفي افکار تاسو ته د پرمختګ اجازه نه درکوي. هېڅکله له هڅې څخه مه وېرېږئ، ځکه کله چې کوم کار پیلوئ، نباید له خپل ځانه ډېره زیاته تمه ولرئ او له بلې خوا د لارې په پیل کې د له لاسه ورکولو لپاره ډېر څه نه لرئ. په داسې یوه وضعیت کې هڅه باید ستاسو لپاره یوازې یوه ټاکنه وي. د هغو څیزونو په اړه فکر وکړئ چې پرې ویاړئ.

۵ ـــ د هغو ویاړونو په اړه فکر وکړئ، چې رامنځته کړي مو دي

هر کله مو چې داسې احساس وکړ، چې منفي افکارو را چاپېر کړي یاست، د خپل ژوند د ټولو ښو وختونو په اړه فکر وکړئ، خصوصاً د هغو وختونو په اړه، چې پر خپل ځان مو ویاړ کاوه، ځکه د خپل ځان د ستایلو پرمهال په خواشینۍ باندې اخته کېدل کابو ناشونی کار دی، د هغه وخت په اړه فکر وکړئ، چې واقعاً خوشاله وئ، په هغه وخت کې مو کوم کار ترسره کړی و. تاسو نه شئ کولای، چې په یوه وخت کې هم خوشاله او هم خواشیني و اوسئ. دا فعالیت له تاسو سره مرسته کوي، چې ذهن مو له منفي افکارو څخه تش کړئ او پر خپل ځان باور مو پیاوړی کړئ.

۶ ـــ له خپلو دوستانو سره اړیکه ونیسئ

کله چې له منفي افکارو سره سروکار لرو، تر ټولو دودیز غبرګون دا دی، چې خپل ځان له بهرنۍ نړۍ څخه جلا کړو، خو که واقعاً غواړئ له منفي افکارو سره مقابله وکړئ؛ نو برغکس یې ترسره کړئ.
له خپلو دوستانو او آشنایانو سره اړیکه ونیسئ یا د امکان په صورت کې له خپلو ښو دوستانو سره لیده کاته وکړئ، د دې پرځای چې د خپل بد وضعیت په اړه خبرې وکړئ، له هغوی څخه د خپل ځان په اړه یې پوښتنې وکړئ، خپل وخت له هغوی سره تېر کړئ او ترې خوند واخلئ، له یو بل سره خپل د خوښې وړ ځای څخه لیدنه وکړئ، په ګډه یو فلم ننداره کړئ او دغه راز خپل وخت د خپلو تېرو خاطرو په یادونه باندې تېر کړئ.
دا د دې سبب ګرځي، چې ذهن مو تازه پاتې شي او منفي افکار مو له منځه لاړ شي. دمګړۍ نوی پیل ولرئ، چې خپلې ستونزې له بلې زاویې څخه تحلیل او تجزیه کړئ او دا ځل د هغو لپاره د حل یوه لاره پیدا کړئ.

۷ ـــ خپل ته آرام او استراحت ورکړئ

ډېری وخت د یوې سناریو یا یوه موقعیت په اړه د منفي افکارو سرچینه د له منځه تګ په حال کې وي، ډېری وخت وضعیت په هغه اندازه هم بد نه دی، چې موږ یې په اړه فکر کاوه، خو ځان ته د یادولو او په اړه یې په فکر کولو سره یې لا پسې بدوو. که غواړئ له منفي افکارو سره مقابله وکړئ، له دې لانجې څخه ځان لرې کړئ. په رخصتۍ لاړ شئ، یوازې د یوې یا دوو ورځو لپاره په اړه یې فکر مه کوئ. په بدل کې یې د ژوند په نورو څیزونو باندې تمرکز وکړئ.
کله چې خپل ځان ته وخت ورکوئ، دې پایلې ته به ورسېږئ، چې په پیل کې ستونزه دومره ستره نه وه، دا تاسو وئ، چې په خپل ذهن کې د منفي فکر په رامنځته کولو سره مو ستره کړه. دا د دې سبب ګرځي، که بل ځل په منفي افکارو کې ډوب شوئ، نو پوه شئ، چې دا پېښه له تاسو سره هېڅ مرسته نه شي کولای. کله چې ذهن مو آرام دی، هره ستونزه د حل کېدو وړ ده.