ژباړه: حماد هلال
کلینکي ارواپوهې سمیرا درویشي د یو خبریال سره په مرکه کې د احساساتي ناکامۍ وروسته د بریالۍ اړیکې پيل په اړه داسې وویل: عاطفي ناکامي هغه وخت منځ ته راځي، چې کله موږ په یوې اړیکې عاطفي پانګونه کړې وي او د یو څه وخت تېریدو وروسته د ناکامۍ احساس سره مخ شو، دا پروسه بیا خفګان، نا امیدي، ذلت او احساسات د رکود طرف ته وړي. درویشي وویل: مختلف عوامل په احساساتي ناکامۍ اغېز لري: په اړیکو کې د اهدافو نه ټاکل د ناکامۍ لامل ګرځي، داسې خلک د اړیکې لپاره کوم هدف نلري، نه پوهېږي چې د اړیکو جوړولو موخه څه ده او د اړیکو دوام لپاره پلان څنګه وي.
شخصیت په اړیکه کې ترټولو مهم اصل دی!
د اړیکې په جوړولو کې د یو کس د شخصیت ځانګړتیاوې خورا مهمې دي. هغه څوک چې مات شوي اوسي، دوی فکر کوي چې بې ارزښته او بې مانا دي، په اړیکه کې د پاتې کېدو لپاره هرڅه کوي. په عاطفي اړیکو کې انجونې ډېرې زیاتې احساساتي دي، دا خلک د ځان پېژندنې او ژوند مهارتونو کې ډېر کمزوري دي، خپل احساسات او فکر نه اداره کوي، دا لامل ګرځي چې د مقابل لوري د غوښتنې سطحه پورته لاړې شي.
ګوښه والی په انسان کې د بې وسۍ فکر زیاتوي!
هغې د دې په تاکید چې خلک وروسته له اړیکې د ناتوانۍ احساس کوي، وویل: د پیدایښت فلسفې په اساس خلک یوازې دې نړۍ ته راځي، د یوبل سره ګډ ژوند تېروي او یوازې له نړۍ ځي چې دا د انسان ځانګړنه ده. شخص باید وتوانیږي چې خپل یوازېتوب مدیریت او له یوازېتوب هم خوند واخلي.
دې کلینکي ارواپوهې د زړه تنګون سبکونو تفاوت ته په اشاره وویل د زړه تنګون د عاطفي ناکامۍ یو له مهمو لاملونو څخه دی، هغې زیاته کړه: د زړه تنګون له سبکونو یو مهم سبک د ایمن سبک دی، دا خلک د ځان او نورو په اړه مثبت لیدلوری لري، د مسایلو د حل لپاره د خبرو په لټه کې وي، ستونزو ته د حل لارو پيداکولو ته خوښ وي او خپله تېروتنه مني. درویشي د زړه تنګون سبکونو څخه د بل سبک نا ایمن په اړه زیاته کړه: دا خلک اصولاً شکمن او اندیښمن دي، د اړیکو غځولو لپاره ډېر ټینګار کوي، د ځان په اړه منفي خو د خلکو په اړه مثبت فکر لري.
هغې په ځانګړې توګه د زړه تړلو د نا ایمن سبک په اړه وویل: دا خلک د ځان په اړه مثبت د نورو په اړه منفي لید لوری لري، د نږدې والي څخه وېره لري. د نا ایمن د سبکونو لاسته راوړنې د لاندې ستونزو لامل ګرځي، احساساتي بلوع ته نه رسیدل، په ځان بې باوري، د مزاج (تبیت) بدلون او لوړو (ارتفاعاتو) سره زیات حساسیت لري، کله په نورو باور او کله بې باوري، دا ډله خلک احساسات نه تحلیلوي.
د ژوند جال څه شی؟
دې کلینکي ارواپوهې د دې سوال په ځواب، چې ژوند څه شی دی وویل: د باورونو هغه سیستم چې یو شخص یې د ځان او نور په اړه د خاطرو، احساساتو، ذهني انځورنو، فزیکي احساس، وړتیاوې، امنیت، مینه، درناوی، باور او د مینې څخه یو ارماني یاد یا رټل دي.
درویشي دې ته په اشاره چې خلک په درې دلیلونو په یو بل مینیږي وویل: هغه خلک مینیږي چې غواړي خپل احساسات کنټرول کړي، د ځان په څېر یو کس پیداکوي چې باورونه یې یوشان وي، په ارواپوهنه کې ( هر هغه احساس چې د انګېزې په اساس منځته راځي، د اړتیا یو ډول احساسیږي) چې په موږ کې اړتیاوې پيداکوو.
د مینې له ماتې وروسته د ژوند لار!
ژوند لوړې ژورې لري، کلینکي ارواپوهې دې ته په اشاره وویل هغه هلکان او انجونې چې په مینه کې ماتې خوري، ژوند ورو ورو پریږدي، دا شخص تل له پریښودو یا رد کېدو وېره لري، د اړیکې نه منلو یا پریښودلو دواړو حالاتو کې د اړیکې په دوام ټینګار لري، بې باورې او بد سلوک د دې خلکو د ژوند یو بل اړخ دی، دوی فکر کوي چې خلک ترې ناوړه ګټه اخلي.
درویشي دوام ورکړو: د ژوند بله لاره احساساتي محرومیت دی، دا خلک د مینې، ملاتړ او پاملرنې تږې دي، کله چې دوی تږي وي په اړیکه کې د هر څه سوال کوي، ډېری مسایل قرباني کوي، ډنډ ورته بهر ښکاري او له یوازېتوب وېره لري.
هغې دې ته په اشاره یو بل جال چې په احساساتي ماتې کې اغېز لري: د شرم او تاوان ډول دی، هغې وویل: شخص ځانته د بې ارزښته فکر کوي، ځان چا پورې تړلی ګڼي او د ناکامۍ زغم نلري، د ژوند بل جال: د توجه جلبولو غوښتنه او ټينګار دی، چې دا ډول توجه په نورو پورو د تړل کېدو لامل ګرځي.
د عاطفي (مینې) ماتې خوړونکي اشخاص ښه وپېژنئ
هغه څوک چې په مینه کې یې ماتې خوړلې وي، نښانې لري، درویشي په دې عنوان وویل: دا خلک انتقام اخیستونکي، پرتله کوونکي وي، دوی د محرومیت او نامنل شوي یا شړل شوي احساس لري، کله چې دا خلک نوې اړیکې ته داخلیږي، هرې کوچنۍ مسلې ته هم پّ جیديت ګوري او مقابل لوری په بیلتون ګواښي، دا خلک د احساس، مالي او جنسي پلوه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅه کوي.
دې کلینکې ارواپوهې د دې په ویلو چې په مینه کې مات شوي کسان په نورو لږ اعتماد لري، زیاته کړه: دا خلک بې ثباته شخصیت لري، په تللو راتللو، کار او زده کړو کې ستونزې لري، دوی اړتیا لري، چې خپل داخلي عاطفي زخم ورغوي. ډېری وخت فکر کوي، چې په نورو باید باور ونکړي ترڅو بیا دوکه ونخوري.
درویشي دې ته په اشاره چې د په مینه کې د ماتې په غم کوم غوامل اغېز لري، وویل: هغه کس چې د مینې ماتې سره لاس او ګریوان کېږي ډېری وخت هیله لري، چې خپلې پخوانۍ اړیکې ته وګرځي، تل د هغه شخص په اړه فکر کوي، چې تللی او په ذهني رنځ اخته کېږي، هېرولو ته یې میلان لري، چې په همدې دلیل بله اړیکه پیل کوي، د مبارزې متواضع چلندونه لري، بهر نه وځي، انزوا، د نشه یي توکو استعمال، ډېر خوب د مینې ماتې خوړنکي شخص نښانې دي. دا خلک د ژوند دوام لپاره بله اړیکه کې بندیږي.
هغې زیاته کړه: هغه کس چې په مینه کې ماتې خوړلې وي، د هغه شخص په اړه د مالوماتو راټولو په څار وي، چې مینه یې ورسره لرله او فکر کوي چې د نورو له طریقه باید د هغه له حال احوال څخه خبر شي. د هغه شخص ښېګڼې په یاد راوړي، چې دې سره متضادو هیجاناتو ته ځي، په دې پړاو کې خفګان، بې وسي، غم، ستړیا، نا امیدي او کرکه تجربه کوي.
څنګه نوې اړیکه پيل کړو؟
دې کلینکې ارواپواهې د دې په ویلو چې په څو ساده لارو کولی شو خپله عاطفي ماتې ومنو او نوې اړیکه پیل کړو، وویل: د دې منل چې شخص دې یوازې شوی اوسي درد ناکه ده، خو کولی شو خپل غم کنترول او مدیریت کړو، په مینه کې له ماتې وروسته دا خلک تل ژاړي، نو د دې حالت ښه کولو لپاره کولی شو مقابل لوري ته خط ولیکو او ټولې هغه خبرې پکې وکړو، چې په زړه کې مو وي، دې کار سره به مو احساس ښه شي او کولی شئ وروسته له لیکلو هغه لیک وشکوئ.
درویشي د دې په ویلو هغه کس چې باید د خپل یوازېتوب منلو لپاره صبور اوسي او ځان کنترول کړي، وویل: د وخت تېریده باید وزغمي، د ملګرو او کورنۍ ملاتړ سیستم نه مرسته وغواړي، خپل ورځني ورزشي فعالیتونه باید ډېر کړي، د خپلو وړتیاوو یو لیست برابر کړي او خپل داخلي ارزښتونه وپېژني، د کورنۍ ارزښت، عاطفي ارزښت، کار او زده کړې کولی شي له دې ارزښتونو یو ارزښت په نښه او کار ورته وکړي. ترهغې چې پخوانۍ اړیکه یې په ذهن کې پاې ته نه وي رسیدلې، باید بلې اړیکې ته داخل نشي.
هغې زیاته کړه: ماته شوی کس باید د زړه تړلو سبک، د ژوند جالونه او خپله نا منظمه مبارزه وپېژني او نوې اړیکې ته د داخلیدو لپاره هدف وټاکي، دا کس باید وپوهېږې چې ولې اړیکه جوړه او ولې باید دوام پیداکړي، ځیني لاملونه ومني او باید وتوانېږي هغه عوامل چې اصلاح ته اړتیا لري اصلاح یې کړي.
هغې کورنۍ ته په اشاره چې په مینه کې مات شوي کس سره د احساس په ښه والي او بدلون کې مرسته کولی شي، وویل: کورنۍ باید ناکام شخص څخه هر ډول ملاتړ وکړي، د خبرو لپاره یې ښه اورېدونکی او راز ساتوونکي اوسي، قضاوت ونکړي که ممکن وي، د یوښه ارواپوه څخه مرسته وغواړي، چې شخص وشي کولی دا وختونه په اسانۍ تېر کړي.