د ازادې مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له ازادې مبارزې سره تر مخې ښې ورورسته په رسمي توګه د فوټبال لوبې ته مخه کړه او اوس به د روسیې هیواد په درېیمه درجه فوټبال لیګ کې ولوبیږي.
حبیب تازه د روسیې هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کې د ‹‹لژیون دینامو ماخاچ قلعه›› لوبډلې سره د لوبېدو په موخه تړون وکړ او ډېر ژر به ددې لوبډلې سره د لوبېدو په موخه لوبغالي ته کښته شي.
لژیون دینامو ماخاچ قلعې لوبډلې د حبیب نورمحمدوف انځور او ورسره د تړون کولو په پار اعلامیه خپره کړې، چې پکې ویل شوي: د نړۍ نامتو څهره په لژیون لوبډله کې د لوبېدو په موخه انتظار کوي، موږ دویمه درجه لیګ ته د لاري پیداکېدو په موخه د حبیب سره چمتوالی نیسو.
Khabib signs for Russian third-tier team FC Legion Dynamo after UFC retirement https://t.co/pbF1EEsjIk
— Sun Sport (@SunSport) August 13, 2021
هغه چې تر ازادې مبارزې وروسته یې د فوټبال لوبه زیاته خوښه ده او د نړۍ د نامتو فوټبالر رونالډو له نژدې ملګرو دی، تل یې د رونالډو تمرینونه او د فوټبال سیالۍ کتلې.
له ازادې مبارزې سره د حبیب نورمحمدوف مخه ښه
په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې د ازادي مبارزې نړیوال اتل حبیب نورمحمدوف د تېر ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه امریکايي سیال جاستین ګیجي ته تر ماتې ورکولو وروسته د ازادي مبارزې سره مخه ښه وکړه.
یاده لوبه چې په ابوظبۍ کې ترسره شوه، تر بریا وروسته مسلمان روسي لوبغاړي حبیب په چیغو ـ چیغو وژړل او ویې ویل، چې په خپل ژوند کې یې له پلاره پرته لومړۍ بریا همدا وه.
ددې ترڅنګ یې د مخي ښې په اړه وویل:
«تر لوبې درې ورځې مخکې مي مور راته وویل، له پلاره پرته لوبه مه کوه، خو ما ورته ژمنه ورکړه، چې دا لوبه به مي وروستۍ لوبه وي.»
د حبیب پلار تر یادي لوبې څو موده وړاندې د کورونا ویروس له امله له دې فانۍ نړۍ ولاړ، چي پلار یې دده تر ټولو غوره روزونکی و.
۳۲ کلن حبیب نورمحمدوف ټول ټال ۲۹ نړیوالې لوبې وکړې، چې پکې په ټولو کې یې بریا خپله کړه او له ماتې خوړلو پرته یې د ازادي مبارزې سره مخه ښه وکړه.
حبیب وروسته له هغه زیات مشهور شو، چې په خپله ۲۸مه لوبه کې یې ایرلینډي مک ګرګور ته سخته ماتې ورکړه.