د آزادي مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ یې زیات افغان مینوال لرل، څو ورځې مخکې یې د افغانستان په اړه جالیبې څرګندونې وکړې، چې د افغانانو غبرګونونه یې راوپارول.
د حبیب نورمحمدوف څخه په یوې ناسته کې د افغانستان په اړه پوښتنه وشوه، چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ستاسو نظر څه دی، خو حبیب یې په ځواب کې ورته وویل، زه نه غواړم د هغه هیواد په اړه څه ووایم، چې راڅخه زرګونه کیلو متره لرې دی.
حبیب چې زیات په غوسه هم و، د یادې پوښتنې په ځواب کې یې ویلې وه:
‹‹زه د افغانستان هیڅ مربوط نه یم او نه هم افغانستان په ما پورې مربوط دی او ولې زه د هغه هیواد په اړه وږغېږم، چې راڅخه زرګونه کیلومتره لرې دی. زه نه غواړم ورزش له سیاست سره ګډ کړم.››
پر یادو څرګندونو د حبیب پښېمانې او له افغانانو بخښنه غوښتل
وروسته له هغه چې د افغانانو د حبیب یادو څرګندونو ته غبرګونونه وښودل، حبیب پر خپلو خبرو پښېمانې وښودله او د ټولو افغانانو څخه یې په دې تړاو بخښنه وغوښته.
حبیب چې پرون یې د RT سره خبرې کولې وویل، د یادو خبرو څخه یې افغانانو ته توهین نه وو؛ بلکې نه یې غوښتل، چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه وکړې.
حبیب زیاته کړه:
‹‹زما څرګندونې یوازې په دې موخه وې، چې په سیاست کې لاسوهنه ونه کړم. که څه هم د افغانانو غبرګونونه طوفاني وه. ما بیرته خپل ځواب ته غور وکړ. زه د افغانستان سره نژدې اړیکه لرم. په ۲۰۱۲م کال کې ما په یوې داسي سیمه کې زده کړه کوله، چې هلته د نړۍ ترټولو ډېر مهاجر افغانان وه او ورسره اشنا وم.››
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل:
‹‹زما ډېری دوستان د افغانستان دي او زه فکر کوم زما ځواب غلط دی، خو زما هدف له سیاست څخه لرې والی و. که چیري ما افغانان ناراحته کړې وي، نو ورڅخه هیله لرم ما دي وبخښي. د افغانانو لپاره د ښو هیلو غوښتونکی یم.››