ازاده مبارزه؛ عبدالسمیع فیضي او واحد نژند خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه+ویډیو

د افغانستان د ازادي مبارزې دوو نامتو لوبغاړو عبدالسمیع فیضي او واحد نژند په AMC سازمان کې خپلو روسي سیالانو ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې ویاړونه خپل کړل.

 

لومړی واحد نژند د روسي سیال پاول اردیشیو پر وړاندې ولوبېد، چې د دریو پړاونو په لوبولو سره یې زیات امتیازونه ترلاسه کړل او د لوبې ګټونکی اعلان شو.

 

د واحد نژند لوبه

 

 

له هغه وروسته عبدالسمیع فیضي د روسیې سیال سرګي دنیسو پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شو، چې دوی هم درې واړه پړاونه ولوبول او وروسته ښاغلی فیضي د زیاتو امتیازونو په درلودلو سره بریالی شو.

 

د عبدالسمیع فیضي لوبه

 

 

دا دواړې سیالۍ د روسیې په مسکو ښار کې ترسره شوې.

 

وروستي مطالب