څېړونکي؛ ژره ده چې د شمالي قطب کنګلونه ویلې شي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: نسیمه محمدي

پوهان وايي د شمالي قطب اقیانوس به د ۲۰۵۰م وړاندې له کنګل پرته اوړی ولري.
د نړۍ د تودوخې د زیاتېدو په جریان کې د صنعتي کېدو وړاندې وختونو په نسبت د شمالي قطب د سانتي ګرېډ ۲ درجې زیاتېدل، د سمندر د سطحې کنګل د کمېدو په حال کې دی.
د اقلیمي ناورین د شدت سره پوهانو وايي، اوس یوازې له چاپېریال ساتنه کولای شي، وټاکي چې څو کلونه وخت نیسي تر څو شمالي قطب د کال په اوږدو کې کنګل او یخچالي وي.
یوه ځانګړې  او نوې څېړنه، چې د ۲۱ مؤسسو په ګډون او د ۴۰ اقلیمي مُډلونو څخه په ګټنه تر سره شوه، دا پایله ترلاسه کړې ، هر اقدام چې تر سره کړو بیا به هم په راتلونکو لسیزو کې د کنګل او یخ پرته شمالي قطب سره مخ یو.
دا څېړنه د«جیو ګرافیکال ریسرچ لټرز» په نشریه کې خپره شوې.
download (1).jpg
څېړونکو د شمالي قطب د سمندر د مخ د کنګل د کچې د معلومولو لپاره په لوړې کچې د کاربن دای اکساید ګاز او چاپېریال ته د لږې پاملرنې سناریو څخه، د څېړنې د تر سره کولو لپاره کار واخیست. څرنګه چې وړاندوینه کېده، د شمالي قطب سمندري کنګلونه په اوړي کې په دې سناریوکې په چټکۍ سره له منځه لاړل. خو دې څېړنې وموندله که په چټکۍ د کاربن ګاز تولید کم شي، په اوړي کې به د شمالي قطب د کنګل ورکېدل، کله کله پېښېږي.
د هامبورګ پوهنتون څخه د شمالي کنګل څېړونکي ډلې مشر وویل: «که چېرې په ډېرې چټکۍ سره د کاربن ګازونو تولید کم کړو او په دې وتوانېږو د نړۍ د تودوخې کچه د صنعتي کېدو وړاندې په ډول د دوه سانتي ګرېډ څخه ښکته وساتو، بیا به هم د ۲۰۵۰م پورې کله نا کله سمندري کنګل اوبه کېږي. دې چارې رښتیا هم موږ حېران کړو.»
اوس مهال، شمالي قطب د کال په اوږدو کې په کنګل پوښ دی. هر اوړی کنګلي سیمه کمېږي او په ژمي کې زیاتېږي.
د قطبي اقیانوس کنګلي سیمه په بشپړه توګه د نړۍ د اقلیم په ګرمېدو، په چټکۍ د څو لسیزو په اوږدو کې کمه شوې ده.
دا چاره په ایکو سیسټم او د شمالي قطب پر چاپېریالي ژوند اغېز کوي. کنګل شوي سمندرونه، د قطبي خرسونو او د اوبو خوکانو لپاره استوګنځی او ښکار ځای دی او د لمر وړانګو د انعکاس په خاطر، د قطب د سوړ پاتې کېدو لامل ګرځي.
download.jpg
د څېړنې لیکوالان وايي، دا چې شمالي قطب به په راتلونکی کې وخت پر وخت د کنګل کچه له لاسه ورکړي، د کاربن ګاز د تولید د اندازې پورې تړاو لري.
که په تېزۍ سره د کاربني ګازاتو د تولید مخه ونیول شي، نو د کنګل ویلې کېدل به کله کله پېښ شي. خو د کاربن ګاز په لوړې کچې د تولید په صورت کې به، شمالي اقیانوس د کال په ډېری وختونو کې به له یخ او کنګل خالي وي.
سرچینه: Independent