ولسمشر اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ورسېد.
ارګ په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، د نیمروز په هوایي ډګر کې سیمه ییزو مسوولینو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو او متنفذینو جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او ماشومانو د ګلونو ګېډیو په ډالۍ کولو د هغوی هرکلی وکړ.
په پیل کې ښاغلي غني د کمال خان بند د پرانېستو په مناسبت د جوړ شوي کرنیز نندارتون او بلوڅانو فرهنګي مراسمو لیدنه وکړه او ټولو ته یې د اوبو مدیریت ملي ورځې مبارکي وویله.
ورپسې ولسمشرغني د کمال خان بند د جوړېدو پر مهال د شهیدو شویو انجینرانو او کارکوونکو په یاد په جوړ شوي څلي د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.
هغه د اباد او سوکاله افغانستان په هیله د کمال خان بند په لمنه کې نیالګې کېناوه او د ښېرازه افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
اشرف غني د پردې په لرې کولو سره په رسمي ډول د کمال خان بند پرانېست او د بټنې په کېکاږلو سره په کانالونو کې ذخیره شوې اوبه جاري شوې.
جمهوررئیس همداراز د کمال خان بند په مناسبت د خاطرو په کتاب کې خپله خاطره ولیکله او بیا یې د شهید محمد موسی شفیق په نوم د دولتي مډال او نښان حکم لاسلیک کړ.
غني وویل:
« کمال خان بند د خاطرو په کتاب کې مې داسې ولیکل، که د قیامت په ورځ الله پاک له ما حساب غواړي، د کمال خان بند اوبه به مې شفاعت کوي.»
جمهوررئیس غني د دې مراسمو په پای کې، د شهید محمد موسی شفیق په نوم پوسټي ټکټ پرانېست او د اوبو مهار په برخه کې د نوموړي خدمتونه یې وستایل.
دې مراسمو مې د نیمروز والي وویل چې د دې بند جوړېدو سره کډوالې مرغۍ بېرته دې سیمې ته ستنې شوې.
ولسمشر غني د والي یادې خبرې په یادولو سره وویل چې غواړو نه یوازې مهاجرې مرغۍ بلکې مهاجر انسانان هم بیرته راغواړو.
د کمال خان بند په اړه
- د دې بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي.
-
د اوبو د ملي چارو ادارې ویلي چې دا بند یو لک ۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.
-
دا بند د ایران پولې ته نیږدې یو لویه پروژه او بند دی.
-
یاد بند په هرات کې د سلما بند، فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي.
د خلکو هرکلی
د کمال خان په پرانیستې سره افغانانو سختې خوشحالۍ ښودلي دي او دا یې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو لوی ویاړ بللی دی.
د ټولنیزو شبکو کاروونکو لیکلي چې له دې وروسته به د نیمرزو دښتې شنې او زرغونې شي او د خلکو لپاره به کار پیدا شي.
په افغانستان کې په بیلابیلو پروګرامونو، ناستو او علمي راټولیدونو کې د کمال خان بند د اقتصادي اهمیت، وطن ته په ګټې او د افغانستان لپاره د ستر ویاړ په پار ناستې، او پروګرامونه ترتیب او ترسره کړي دي.