د وطن ابادي: د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

اتم د مې چې د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان چاپیریال اداره وايي، چې د کمال خان بند جوړول په افغانستان کې د کډوالو مارغانو په راستنيدو کې مهم رول لوبوي.

دا لا تردې دمه نه ده معلومه، چې هر کال څومره کډوال مرغان افغانستان ته را الوزي، خو د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې په وینا په افغانستان کې تر پنځو سوو ډوله کډوال مارغان لیدل شوې دي، چې پدې ډولونو کې کاميابه هيلۍ هم شاملي دي.

IMG 20210508 WA0066 د وطن ابادي: د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

په بدخشان کې “واخان کوريدور”، په تخار کې “درقد ټاپو “، په کندز کې د “امام صاحب” ځنګل ، د بلخ پراخي دښتي، په کابل کې حشمت خان کمر ، په غزني کې د نوار دښته او په کندهار کې د ځینې سیمو؛ دا مارغان له دغو خوندي ځایونو څخه دي، چې هر کال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته په لکهاو مارغان راځي.

که څه هم په افغانستان کې د کډوالو مرغیو ښکار غیرقانوني دی، خو د بده بخته چې کډوالي مرغۍ په پراخه کچه زموږ په هېواد کې ښکار کېږي.