
د ډیموکرات ولسمشرۍ نوماند “جوبایډن” ویلي دي؛ پایلې ښیې چې موږ ګټونکي یو. د ګټلو په هیله، خو اوس د خپلې بریا اعلان نه کوم.
بایډن، “ډلاوئیر” کې په یوه وینا کې ویلي:
“دا واضیح ده، چې موږ به د اړتیا وړ انتخاباتي رایې ترلاسه کوو، کله چې د رایو شمېرنه بشپړه شي، نو موږ به ګټونکي شو.“
نوموړي زیاته کړې، چې د عامه/ مشهورو رایو تر منځ توپیر به هم پراخه/ لوړ شي، چې بریا به زما نه بلکې د امریکا د ټولو خلکو وي.
د یادونې وړ ده، چې په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ په ۵۹ مه ټاکنو کې د دیموکراتانو کاندید “جو بایډن” او د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ تر منځ قوي مبارزه روانه ده. د بایډن ټولې انتخاباتي رایې ۲۶۴ دي، چې د ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ دي.
“بایډن” ګټلو لپاره یوازې شپږ نورو رایو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې د پنځو ریاستونو پایلې لاهم روښانه نه دي، چې دا ایالتونه ۶۰ انتخاباتي رایې لري.