د ولسمشرۍ کمپاینونو ستړیا او که د ټاکنو د پایلو فشار دی، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن تېروتنې پسې تېروتنې کوي.
کله چې ‘جوبایډن ‘ په “فلاډلفیا” کې د خپل زوی “بیو بایډن” تر قبر لیدلو وروسته پلویانو ته ورسید، نو نوموړي د خپلې لمسۍ په معرفي کولو کې تېروتنه وکړه،لمسۍ یې غلطه معرفي کړه.
“جو بایډن” خپله لمسۍ خپل مرحوم زوی ته منسوب کړه، او کله چې د خپلې دې تېروتنې سمولو هڅه وکړه، نو یوه بله تېروتنه یې وکړه.
د ولسمشرۍ نوماند “جو بایډن” چې کله د خپل مرحوم زوی لور نټالي معرفي کوله ، نو خپل لاس یې د دوهمې لمسۍ په اوږې (ولي) کېښوده او بیا په خپلې تیروتنې پوهیدو وروسته یې وویل:
“اوه، دا نټالي نه، اصل کې دا بله نټالي ده.“
د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، د اوسني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکي کاندید ټرمپ او دیموکراتانو کاندید جو بایډن ترمنځ سخته سیالي روانه ده، دا په داسې حال کې چې په بېلابېلو ټولپوښتنو کې “جو بایډن” د ټرمپ په وړاندې رڼه بریا لري.