راپور: عصمت الله صالح
د ځوان لیکوال او ژباړن نقیب احمد عزیزي د تازه ژباړلي کتاب «انسان او خدای» د مخکتنې غونډه ترسره شوه.
نن (جمعه) یوې ډلې فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالو، ژباړنو او د ټولنیزو علوموپوهانو د ایراني لیکوال «دوکتور مصطفی چمران» د اثر پر پښتو بڼه «انسان او خدای» خبرې اترې وکړي.
په غونډه کې د هېواد نوموتو لیکوالو، ژباړنو پر «انسان او خدای» نادر، جالب او نوي نظریات تبادله کړل.
لیکوال او ژباړن آقامحمد قریشي د دغه کتاب پر شکل وغږېد؛ د کتاب د پښتۍ پر بڼه یې اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د پښتۍ ډیزاین باید څه ناڅه جذابیت لرلی، یانې کوښښ باید شوی وای چې کاور د کتاب محتوا ته په کتو ډیزاین شوی وای.
ښاغلي قریشي د کتاب د نامه پر رنګ هم خبرې وکړې؛ سور او تور رنګ یې یو ډول مبهم وګڼل او د دغه مفهوم د وضاحت غوښتونکی شو.
لیکوال قریشي د کتابونو د چاپ نړیوالو اصولو ته په کتو په «انسان او خدای» کې د ژباړن پر لیکنه/ سریزه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې باید د کتاب په پیل کې د ژباړن پرځای یا پر ژباړن سربېره د بل لیکوال خبرو ته هم ځای ورکړل شوی وای. قریشي همداراز په کتاب کې د لیکوال د سریزې نشتون هم د دې کتاب شکلي نیمګړتیا وګڼله.
ښاغلي قریشي د «انسان او خدای» د ژباړې ځینو مفهومي ستونزو او املایي تېروتنو ته هم اشاره وکړه او له ژباړنه یې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو کې ورته پام وکړي.
همداراز ډاکټر غلام سرور ظهیر بیا تر ډېره د «انسان او خدای» کتاب پر محتوا وغږېد؛ په دې کتاب کې را اخیستل شوي مسایل یې ژور وګڼل، خو یادونه یې وکړه چې یاد موضوعات یو ډول سطحي څېړل شوي، کټ مټ لکه د یوه کتاب د لړلیک غوندې په لوستونکو لورول شوي دي.
ښاغلي ظهیر په ټوله کې دا کتاب ګټور وباله، خو په تکرار سره یې زیاته کړه چې لیکوال باید په کتاب کې له ځینو موضوعاتو سره سرسري چلند نه وای کړای؛ د هرې موضوع عُمق ته ښکته شوی وای او څه ناڅه یې یو کامل فکر راباندې لوستلی وای.
د غونډې په جریان کې ښاغلی عماد الدین دوران هم دریځ ته وغوښتل شو، خو د دوران ډېرې خبرې د ژباړن «نقیب احمد عزیزي» پر وړتیا او هنر وڅرخېدې؛ ښاغلی عزیزي یې یو تکړه ادیب او د ادبیاتو غښتلی لیکوال وګاڼه، خو هیله یې ترې وکړه چې د داسې ژباړو پرځای غوره ده چې ډېر تمرکز په ادبي ژباړو وکړي او د ادب د محصلینو لپاره درسي مواد برابر کړي.
ښاغلي دوران تر ډېره د دا ډول موضوعاتو لیکل یا ژباړل د دغه ژباړن (عزیزي) مسوولیت ونه ګاڼه او پر داسې مسایلو یې د تحقیق یا ژباړې لپاره په دې برخه کې د ژباړن ژوره مطالعه ضروري وبلله.
بلخوا لیکوال او شاعر سعید زابلي هم د غونډې ګډونوالو ته خپل نظر وړاندې کړ او د «انسان او خدای» ژباړن یې وهڅاوه چې نور هم خپل دې هنر ته وده ورکړي.
ښاغلي زابلي د دې کتاب ژباړه د پښتو د پرمختګ او د ژباړې د اوسني بهیر د چټکتیا لپاره ګټوره وګڼله او په ټینګار یې وویل چې ځوان پښتانه ژباړن باید د خپلې ژبې د بقا او تلپاتېوالي لپاره لا کار وکړي؛ نوښت وکړي او د خپلې ژبې د غني کولو لپاره په هره برخه کې ژباړې وکړي.
شاعر او لیکوال سعید زابلي د غونډو ویناوالو ته په خطاب دا هم وویل چې هېڅ ژباړن باید محدود نشي؛ بېځایه تیورۍ او اصول ورته ونه ټاکل شي او داسې لارښوونې ورته ونشي چې په پایله کې ژباړن د کمترۍ احساس وکړي، او بالاخره د پښتو ژبې پر ګونډو د دغه ګټور فرهنګ لږ غوړېدلې لمنه هم ور ټوله شي.
همداراز د غونډو په جریان کې ځینو نورو کسانو هم خبرې وکړې او د دغه ګټور اثر ژباړه یې د ژبې، هنر او په ټوله کې د ژوند لپاره پرځای او مهمه وګڼله.
په وروستیو شېبو کې د یاد کتاب «انسان او خدای» ژباړونکي، ځوان او نوښتګر لیکوال نقیب احمد عزیزي د غونډې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې ویې هڅاوه او د ده پر ژباړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي عزیزي د خپلې وینا په وروستیو کې په «انسان او خدای» کې ځینې راغلو مسایلو ته اشاره وکړه؛ په لنډو ټکو یې په ټولنه کې د دې کتاب ارزښت او ضرورت بیان کړ او مطالعه یې د اوسني لار ورکي انسان لپاره تر ډېره ګټوره وبلله.
دغه فرهنګي ناسته نن (جمعه، د تلې ۱۱مه) په کابل کې د «تغییر او امید» ټولنې د دفتر په انګړ کې، د ماسپښین په دریو بجو پیل شوه، چې د مازدیګر تر پنځو بجو یې دوام وکړ.