
لیکنه: بهار سمسور
د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي رویي شستري او وروسره د لاندې کچې کورني ملي کرکټ روزونکي اکثریت يې په انلاین ډول، یا د ویډیو له لارې زرګونه کرکټ لوبغاړي بوخت ساتلي او په بېلابېلو اړخونو کې لوبغاړو ته روزونه ورکوي.
د هند مشر روزونکي شستري ای ان ټي ته ویلي، چې اوس دوی په نوي پلان کار کوي، چې تر کرونا وروسته د روزونې په په برخه کې د ضایع شوي وخت بچت وکړي، چې د ده په مشرۍ په دې برخه باندې هم کار روان دی.
هند د کرکټ په دنیا کې هغه هېواد دی، چې د هېواد اقتصاد يې لکه څومره چې له سنما څخه تمولېږي، همدومره يې له ورزش، خصوصاً له کرکټ لوبې هم سرچینه اخلي.