څرنګه کولای شو چې مطالعه راباندې ونه غمېږي!؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ناول بايد کوم وخت کې ولوستل شي!؟
لېکواله: مهرتاج 
کوچنیانو ته انځوریز کتابونه د کیسو په شکل ځکه وړاندې کوو ترڅو له کتاب سره یې مینه پیدا او ورسره آشنا شي.
کله چې ستر شي او املاء و انشاء زده کړي (تنکۍ ځوانۍ مرحله کې) بیا هم د ناول لوستلو مشوره ورکوو. د ناول لوستل له مطالعې سره د مینې پیدا کېدو یا پرې روږدي کېدو یو منل شوی اصل او میتود دی.
یوازې د دوی لپاره نه، دا توصیه هر هغه چا ته کېدلای شي چې کتاب لوستو سره د ستومانۍ او زړه تنګۍ احساس کوي.
له یادې چارې (ناول لوستلو) رول یا پر مطالعې اغېز، کوم وخت یې لوستلای شو؟!
اول، د درسي کتابونو د زده کولو په جریان کې؛ عموماً درس ته د زده کوونکي یا محصل ډډه نه لګي خو مجبور دی چې زده یې کړي ځکه جبري دی. نو د درسي کتاب د لوستلو و یادولو لپاره باید له ناول لوستلو استفاده وشي.
زه به خپل مثال وړاندې کړم؛ زه هم چې کله به درسي کتاب خسته کړم یا به له مضمون سره جوړه نه وم، په منځ منځ کې به مې وقفه اخیسته او په وقفه کې به مې ازاده مطالعه کوله (خپل د خوښې کتاب به مې لوستو.) کله به چې زما د کتاب ختمولو او لا پرې پوهېدلو تلوسه زیاته شوه نو له همدې تلوسې نه په استفادې سره به مې درسي کتاب راواخیست، خپل د خوښې کتاب ته د بيړې یا وزګارتیا په پار به مې ژر ختم یا زده کړو. کټ مټ لکه مور چې د غېږې بچی دوا خوړلو ته اړ باسي، لومړی سینه ورکوي او کله چې هغه په شدت سره په شیدو رودلو پیل وکړي، مور زر د هغه له خولې سینه لیرې او ترخه دوا پرې تېره کړي.
دویم: کله چې د اوږدې مودې لپاره له کتاب (مطالعي) لېرې پاتې شو، طبیعي ده چې کتاب د زړه تنګون سبب ګرځي. بیا چې کله هم کوم کتاب راواخلو راباندې غمېږي. د دې لپاره چې بېرته مطالعې ته ورستانه شو، نو شروع باید له یو دلچسپ ناول څخه وکړو.
درېیم: ځینې کتابونه که د خوښې وړ موضوع مو هم نه لري بیا هم د معلوماتو لپاره باید مطالعه شي. نو د داسې کتابونو د مطالعي لپاره هم کولای شو وقفه واخلو او د وقفې په منځ کې خپل د خوښې ناول ولولو.
څلورم: ځینې کتابونه د زیات حجم (لوی والي) یا د لیکوال د ناکماله لیکلو له وجې په انسان غمېږي او ژر یې نه شو خلاصولی، نه یې په نیمه کې پرېښودلای شو او نه هم دوام ورکولای، ګرد یې له ځانه سره هر ځای ګرځوو او دوه مخه پکې نه شو لوستلای. دا هم هغه حالت دی چې انسان غواړي کتاب حتمي و ضروري مطالعه کړي اما د خپلې اندازې زیات وخت درڅخه ضایع کوي، نو د داسې کتابونو ترڅنګ هم مونږ کولای شو بل ناول یا د خوښې کتاب مطالعه کړو.
پنځم: ځینې وخت مونږ سره په زړه و ذهن کې داسې مجهولې پوښتنې راولاړېږي چې د مطرح کولو لپاره یې حتی یوه جمله هم جوړولای نه شو، نه له چا پوښتلای شو او نه یې هم هېرولای. تر دې چې ناګهانه د کومې پېښې يا تجربې سره مخ شو او هر څه مو لکه د یو فلم په څېر له سترګو تېریږي او پوښتنې مو حل کيږي چې له دې جملې تر ټولو مؤثر او قانع کوونکی ځواب یو کتاب راکولای شي، په ځانګړې توګه هغه کتاب چې پر ژوند او ژوندیو تجاربو لیکل شوی وي. لکه ناول وغیره…
هو، کله کله برعکس مونږ سره زړه و ذهن کې ځینې پوښتنې ګرځي راګرځي، خو ځان پوهول پرې اړین نه بولو. عین وخت کې یا ډېر کله زیات وخت وروسته مونږ یو کتاب مطالعه کوو او په هغه کتاب کې لکه لاټري، زمونږ د سوال ځواب ډېر فصیح او پوره توضیح سره حل شوی وي، پوښتنه مو حل کيږي او د خوښۍ احساس رابخښي.
په یاده موضوع لیکل مې د یو ناول (جاسوسه) تر مطالعې وروسته وکړل، کوم مې چې د علاقي له مخې نه و راخیستي، بلکې مطالعې ته بېرته د ورګرځېدو او له کتابه سره د هغه واټن کمولو له امله مې راواخیسته چې امتحانونو او د درسي کتابونو زده کړې ترې څه موده لیرې کړې وم او زمونږ ترمنځ د فاصلې سبب شوی و.
د یاد ناول لوستلو په مرسته مې دوه ګټې وکړې؛ یوه دا چې زما او د مطالعې ترمنځ فاصله یې ورټوله کړه او دویم دا چې زما په ذهن کې چې د څه وخت راهیسې یوه پوښتنه ګرځېدله هغه یې راحل کړه.
پوښتنه دا وه: مېړونه ولې پر خپلو هغو پتمنو او سپېڅلو مېرمنو شک کوي یا یې په بد اخلاقۍ تورنوي چې ګواکي له بل چا سره به اړیکه لري، پداسې حال کې چې مېرمن به یې ورسره کور کې/نظر لاندې وي او بل چا سره به بېخي راشه درشه او اړیکه هم نه لري؟
د یادې پوښتنې ځواب (یو علت) مې په “جاسوسه ” ناول کې پیدا کړو؛
د کتاب کریکټر، جاسوسه چې دویم نوم یې “ماتاهاري” دی، مېړه یې له دې امله شکنجه کوي او شک پرې کوي چې ماتاهاري ښکلې و جذابه وي. دا پرې ویریږي چې هسې نه کومه ورځ يې بل څوک خوښ نه شي، ما پرینږدي او له بل چا سره ولاړه نه شي، یا بل څوک پرې میئن نشي…