ژباړه او زیاتونه
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې افغانستان کې د غونډو جوړلو او تبلیغ حق نه لري.
نوموړي د کابل د امنیتي وضعیت په تړاو د خپلو ورځنیو ناستو په لړ کې پرون یکشنبه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان حکومت حزب التحریر “په رسمیت نه پېژني” او تر هغې چې یې حقوقي ستونزه حل شوې نه وي، د دې “شبکې” په نوم به هر ډول فعالیت “مجهول او غیرقانوني” وي.
ښاغلي صالح دا راز زیاته کړې چې د دغه ګوند ځیني فعالان له ترهګریزو ډولو سره فکري نږدېوالی لري او پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د دغه جریان له فعالانو سره د حقوقي او قانوني چلن د څرنګوالي پر پالیسۍ بحث وشي.
هغه ټینګار کړی چې،” تر هغه وخته یو ځل بیا هغو کسانو ته چې ځان د حزب التحریر اړوند ګڼي، ويل کېږي چې د نظام خلاف له تبلیغ او فعالیت لاس واخلي.”
په ورته وخت کې افغانستان کې د حزب التحریر په ویبپاڼه لیکل شوي، چې که غیر اسلامي او د دوی د لوړو اهدافو مخالف شرطونه مطرح نه وي – دا ګوند افغانستان کې له ثبتېدو سره ستونزه نه لري.
د حزب التحریر ویبپاڼه کاږي، چې د افغانستان دولت د ګوندونو د ثبت لپاره د دغه هېواد د اساسي او نورو قوانینو منل شرط ګرځولی او ګواکې دغه قوانین “له اسلامي احکامو سره له څرګندو تناقضاتو ډک دي” نو ځکه په اوسنیو شرایطو کې د ګوند ثبت امکان نه لري.
د ولسمشر لومړي مرستیال په داسې مهال د حزب التحریر پر غونډو او تبلیغ بندیز اعلان کړی، چې ویل کېږي په دې وروستیو افغانستان کې د دغه ګوند فعالیتونه ډېر شوي دي.
د خواله رسنیو یو شمېر کارونکو چې ښکاري له حزب التحریر سره تړاو لري، په دې وروستیو کې پر فېسبوک خپلو پروفایلونو د “خلافت رامنځته کړئ” شعار یا عکس لګولی دی.
د حزب التحریر فعالانو د دې کمپاین په لړ کې په ځانګړې ډول هرات کې ځینې غونډې جوړې او له دولتي چارواکو سره لیدنې هم ترسره کړي دي.
“صالح” تر دې وړاندې پر کابل پوهنتون د عقرب میاشتې له وسله وال برید وروسته هم ویلي و چې “داعش یوازې یو نوم دی او هغو کسانو چې دا کار کړی، څو هویته دي. حزب التحریر، طالب، داعش او نور؛ یعنی هر وخت چې اړتیا پېښه شي له یو ځانګړی نوم او عنوان ګټه اخلي.”
پر کابل پوهنتون برید کې چې مسوولیت یې طالبانو رد او اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې منلی و، لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپي شوي وو.
حزب التحریر هم دې پېښه کې د خپلې ښکېلتیا په ردولو سره یوې اعلامیه کې ویلي و: “حزب التحریر نه یوازې افغانستان بلکې د مسلمه امت پر ټوله جغرافیه د استخباراتي بنسټونو، کرايي قاتلینو او د کفارو د اجیرانو لخوا له هر ډول ترهې او وحشت څخه تل خپل برائت اعلان کړی دی.”
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د ۱۳۹۴ کال د قوس وروستیو کې چې هغه مهال یې د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست پر غاړه درلود، ویلي و چې حزب التحریر افغانستان کې د ترهګرو ډلو د غیر نظامي څانګې په توګه پراخ فعالیت روان کړی دی.
هغه زیاته کړې وه، چې دغه ګوند خلک او ځوان نسل د ترهګریزو فعالیتونو لور ته هڅوي او افغانستان کې له دیموکراسۍ او ازادۍ د ناامنۍ او ترهګریزو موخو لپاره ګټه اخلي.
ښاغلي عبدالله هغه مهال ویلي وو چې امنیتي ځواکونه د دغه ګوند پر فعالیتونو خبر دي.
خو له دې سره سره د افغانستان امنیتي ځواکونو تر اوسه د حزب التحریر د فعالیتونو خلاف کوم پاموړ ګام نه دی اخیستی.
سرچینه: بي بي سي