اپریل 20, 2021

کابل کې نوي بسونه؛ له کارته نو تر احمد شاه بابا مېنې ازمايښتي سفر

د کابل ښاروالۍ په وینا چې پرون پنجشنبه د کابل ښاروالۍ پینځه ملي بسونه فعال شول. دا ملي بسونه د کارته نو له سیمې تر احمد شاه بابا مېنې په ازمایښتي ډول وګرځول شول او فعالیت یې پیل کړ.

کابل ښاروالي وایي چې د دې بسونو شمېر ۲۰۰ دی. د ۵ ترمینلونو او ۲۶۴ تمځایونو له لارې به د کابل په بېلابېلو برخو کې د خلکو په چوپړ کې وي.

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی په وینا, دا بسونه د امریکایي( آی سي بس) کمپنۍ دي. چې په معیاري سیسټم به کرایه کېږي او د ۳۰ مساپرو وړلو وړتیا به ولري.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا ویلي چې د کابل په دولسو مسیرونو کې به ۵۰۰ یا تر هغې ډېر بسونه فعالیت کوي.

کابل ښاروالۍ له ټولو کابل مېشتو غوښتي چې د دغو نویو بسونو ساتنه وکړي.

په داسې حال کې چې د نړیوال بانک غړې نړیوالې مالي اداري د یوې څېړنې په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې د ټرانسپورټي چوپړتیاوو پالیسي د مېرمنو د اړتیاوو پوره کوونکې نه ده.

وروستي مطالب