ازاده مبارزه؛ هیڅ ماته یې نه وه خوړلې، خو افغان ماتې ورکړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړي نصرت حقپرست وړمه شپه د مکسیکو هیواد نامتو او تکړه لوبغاړي رافا ګارسیا ته ماتې ورکړه.

 

دا درې پړاویزه لوبه چې د نړۍ تر ټولو په لوی سازمان یو ایف سي کې ترسره شوه، پکې حقپرست په لومړي پړاو کې ۳۰ پر ۲۷، په دویم پړاو کې ۲۹ پر ۲۸ او درېیم پړاو کې یوځلې بیا ۲۹ پر ۲۸ له خپل سیال رافا ګارسیا څخه مخکې وو.

 

 

د نصرت حقپرست او رافا ګارسیا لوبې

 

افغان لوبغاړي حقپرست تر دې مخکې ۱۲ لوبې کړې وې، چې له ډلې یې ۹ ګټلې، خو ۳ یې بیا بایللې وې.

 

اوس یې ۱۳ لوبې کړي، ۱۰ یې ګټلې او ۳ یې بیا بایللې دي.

 

له بله پلوه د حقپرست سیال رافا ګارسیا بیا ۱۲ لوبې کړې وې، چې په ۱۲ واړه لوبو کې یې بریاوي خپلې کړې وې.

خو اوس یې ۱۳ لوبې کړې، ۱۲ کې یې بریا خپله کړې او په یوازینۍ لوبه کې افغان حقپرست له ماتې سره مخ کړ.

 

 

ولسمشر محمد اشرف غني ښاغلي حقپرست د یادي بریا په پار مبارکي ویلې.

 

ولسمشرۍ ماڼې لیکلي:

 

د ازادو سياليو د لوبغاړي نصرت حقپرست د بريا په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د ازادو سياليو لوبغاړي نصرت حقپرست ته چې په امريکا کې يې په سيالۍ کې خپل مکسيکويي سيال رافا ګارسيا ته ماته ورکړه، د بریا مبارکي وويله.

جمهور رئیس وويل، د خوښۍ ځای دی چې زموږ ورزشکاران په دې وروستیو کې د ورزش په مختلفو ډګرونو کې د پرلپسې برياوو په ترلاسه کولو سره په وياړ د خپل ملت استازيتوب کوي او د هيواد درې رنګه بيرغ رپوي.

د هيواد جمهور رئیس، نصرت حقپرست ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا زياتو برياليتوبونو هيله‌ وکړه.