حنیف اتمر: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی پر اوربند خبري کوو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبریال: فضل الله فضلي
د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو سره سم د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر قطر ته پر لاري رسنیو ته ویلي، چي په بین الافغاني مذاکراتو کي قطعاً د موقت حکومت موضوع نه مطرح کیږي.
نوموړي ویلي:

د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی موضوع د مذاکراتو داده، چي پر اصولو، وخت او ځای خبري کیږي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، چي ددې ترڅنګ به پر اوربند کولو هرو مرو خبري کیږي.
یاران له نورو رسنیو 310 حنیف اتمر: د موقت حکومت موضوع قطعاً نسته او لومړی پر اوربند خبري کوو
ښاغلی اتمر:

د مذاکراتو د ختم نېټه لا معلومه نه ده او موږ ډېر وخت لرو چي خبري وکړو، دا مسئله یوڅو ورځي وروسته معلومیږي.

همداراز اتمر وویل چي ددې مذاکراتو د کوربتوب لپاره ۱۳ هیوادونو د چین، روسيې، ایران، ترکیه، اندونیزیا او هند ترڅنګ له اروپا څخه جرمني او ناروې حکومتونو غوښتنه کړې وه.
Image
ښاغلي اتمر وویل:

انتخابات او اساسي قانون تر پښو لاندي کول او نه منل، اصلاً زموږ د ولس اراده تر پښو لاندي کول دي.

اتمر زیاته کړه، چي زموږ ملت سوله غواړي او مطلق اکثریت د ملت سوله او د نظام ساتل غواړي.

اُمید لرو، چي دداسي یو لويي اجماع څخه لویه ګټه واخلو او په سوله یې واړوو.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو نن لومړۍ ورځ وه، چي د قطر هیواد په مرکز دوحه کي پیل سوه.
Image
پدې مذاکراتو کي د هیواد د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغان حکومت د مذاکراتي ډلي مشر معصوم ستانګزی، د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا برادر، د طالبانو د مذاکراتي ډلي مشر عبدالحکیم، د ملګرو ملتونو استازو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وزیر ترڅنګ د دې هیواد استازو او همدارنګه د افغان پلاوي او طالب پلاوي غړو ګډون کړی وو.