د بریالي کېدلو لپاره باید دا پنځه عادتونه پرېږدئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا بریالي کېدو ته چمتو یاست، خو هغه ته د رسېدو لپاره، له ستونزو سره مخامخ کېږئ؟ کابو د ځمکې د مخ د ټولو انسانانو خوښېږي، چې بریالي شي، خو هغې ته د رسېدو په لارو چارو باندې نه پوهېږي.
د هغو کارونو په اړه ډېرې زیاتې مقالې شته چې باید د بریا لپاره یې ترسره کړئ، خو هغې ته د رسېدو لپاره، باید له کومو کارونو څخه لرې شئ؟
د دې لیکنې په دوام په هغو کارونو باندې رڼا اچول کېږي، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې باید له ترسره کولو څخه یې ډډه وکړئ.
۱ ـــ ځان غوښتونکی اوسېدل
کله چې د خپل کارو بار لپاره شریک ټاکئ، آیا خوښېږي مو چې هغه شخص یوازې د خپل ځان په فکر کې وي او یا د هغه چا په لټه کې یاست، چې ستاسو اړتیاوو ته ارزښت ورکوي.
کله چې په خپل کارو بار کې ځان غوښتونکی واوسئ، داسې ښکاري، چې خپلو پېرېدونکو (مشتریانو) ته ارزښت نه ورکوئ. له ځان غوښتونکي نه اوسېدو څخه موخه دا نه ده، چې اصلاً د خپل ځان په فکر کې ونه اوسئ، ځکه که د خپل ځان په فکر کې نه وئ، نو څنګه مو کولای شول، چې خپل کارو بار ته وده ورکړئ؟
ځان غوښتونکی نه اوسېدل کولای شي لږ څه ستونزمن کار وي، ځکه ټول لومړی د خپل ځان په اړه فکر کوي او د نورو د احساساتو درک کول هم ډېر ستونزمن دي. په دې ټولو سره بېره، په ورځني ډول له نورو سره د مرستې لپاره هڅې که هر څومره کوچنۍ هم وي کولای شي، ستاسو د کارو بار د پياوړتیا، د اړیکو رامنځته کېدو او د ځان په اړه د ښه احساس د لرلو په تړاو له تاسو سره مرسته وکړي.
کله چې خپل وخت، خپلې پیسې او خپل ټیلیفون د بل چا په واک کې ورکوئ، نه یوازې د نورو د ورځې له ښه والي سره مو مرسته کوئ، بلکې د خپلې ورځې له ښه والي سره مو هم مرسته کړې ده.
۲ ـــ د وېرو منل
له څه وېرېږئ؟ له غڼې؟ لوړ ځای؟ تیارې؟ ماتې؟ دا ټولې دودیزې وېرې دي، خو کله چې خپل ځان ته اجازه ورکړو، چې د دې وېرو قرباني شو، نو له خپل ځان څخه مو په بشپړه توګه ژوند محروم کړی دی.
کله چې خپله وېره په خپل حال پرېږدئ، هغې ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو په لاره کې په یوه خنډ باندې بدل شي او دا چاره کولای شي، ځواک مو درنه واخلي، له دې امله څنګه له خپلو وېرو سره مقابله وکړو؟
په هغو کوچنیو څیزونو سره، چې ترې وېرېږئ، پیل کړئ، دا کوچنۍ وېرې کولای شي، له یوه نوي کس سره خبرې کول او یا په یوه نوي ځای کې د خوړو خوړل وي، په دې صورت کې لږ لږ کولای شئ، چې له سترو وېرو سره هم مخامخ شئ. په دې لاره کې، که له کوم چا څخه د روزونکي په توګه لارښوونه واخلئ، نو کار مو آسانه کېږي.
له وېرې څخه د خلاصون کیلي دا ده، چې په یاد مو وي، دا وېرې د ټولو په ژوند کې شتون لري او حتا که په وړاندې یې ماتې مو وخوړه، تل کولای شئ یو ځل بیا یې وازمایئ.
«وېرېدل عیب نه دی، وېرېدل په دې مانه دي، چې ټاکل شوې ده، زړور کار ترسره کړئ.» ـــ منډي هیل
۳ ـــ لټ (ټنبل) اوسېدل
آیا تر اوسه مو داسې د جمعې ورځ لرلې، چې ټوله ورځ مو په خوب تېره کړې وي؟ د داسې ورځو لرل کله نا کله بده نه وي، خو په عادت باندې بدلېدل آسانه کار دی. په ژوند کې په ورځنۍ توګه فعال اوسېدل، د بریالي کېدو یوه ډېره مهمه برخه ده.
هره ورځ باید هڅه وکړئ، ترڅو د ژوند هره برخه مو پیاوړې کړئ. دا برخې کولای شي، اړیکې مو، ورزشونه مو او یا کارو بار مو وي. کله چې د ژوند د ښه والي په لاره کې هڅې کوئ، نه یوازې د ډېرې بریا احساس به وکړئ، بلکې په عادت باندې بدلېږي او تل به د دې عمل ډېرولو په لټه کې وئ.
له ژمنې سره سم د موخې ټاکل له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل ژوند له ښه والي څخه ډاډه شئ.
۴ ـــ د ډېرې وړتیا احساس
د خپل ځان په ارزښت باندې پوهېدل ډېر زیات اهمیت لري، خو په دې اړه فکر کول، چې هرڅه ستاسو وړ دي، په بشپړه توګه توپیري چاره ده.
د وړتیا احساس کولای شي کارو بار مو په بشپړه توګه له منځه یوسئ. که فکر کوئ، چې ارزښت مو له هغوی څخه لوړ دی، نو ولې د هغوی لپاره کار کوئ؟ که نه شئ کولای، چې پېرېدونکی (مشتري) جذب کړئ، نو هرومرو یوه ستونزه شتون لري، باید دا ستونزه پیدا او د حل کېدو لپاره یې هڅې وکړئ.
که یوازې په یوه ګوښه کې کېنئ او فکر وکړئ، چې کارو بار مو ټول امکانات لري او تاسو د ټولو پېرېدونکو وړ یاست، نو په دې صورت کې به هېڅ ستونزه حل نه شي او سوداګري به مو له ماتې سره مخ شي. دا چاره یوازې ستاسو د کارو بار او ژوند په برخو پورې تړاو نه لري، بلکې ټول اړخونه په بر کې نیسي. په دې باندې پوهېدل، چې بریا یوازې په شتمني او ځواک کې نه خلاصه کېږي، ډېر ارزښت لري، بریا په دې مانا نه ده، چې شخصي ژوند مو څومره متوازن دی.
۵ ـــ له زهرجنو کسانو سره ملګرتیا
هغه کسان، چې له هغوی سره ملګرتیا کوئ، په تاسو او ژوند باندې مو اغېزه کوي. که په دوامداره توګه له هغو کسانو سره په اړیکه کې واوسئ، چې له سهاره تر ماښامه د ساتېرۍ یا خوش ګذرانۍ په فکر کې دي او هېڅ ګټور کار نه ترسره کوي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې تاسو به هم دا چلند تکرار کړئ. که غواړئ چې بریالی شئ، نو عقل حکم کوي، چې له هغو کسانو سره ملګرتیا وکړئ، چې تاسو ته د بریا په لور لارښوونه کوي.
ځینې ښایي ووایي، چې یوازې د دې په خاطر چې دوستان مو بریالي نه دي، نباید پرېیږدئ، خو تل کولای شئ، چې نوي دوستان پیدا کړئ. د پورته معیار لرل د شاوخوا کسانو لپاره مو ډېر مهم دی، ځکه هغوی له هغه څه څخه ډېر چې فکر کوئ، په تاسو باندې اغېزه کوي.
بریا هېڅکله آسانه نه ده، باید تل هغې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ. د بریا لپاره، د لید لوري ټاکل، ښایي د یوه ناشوني سفر په څېر تر سترګو شي، خو له پنځو معرفي شویو کارونو څخه ډډه کول، کولای شي تاسو په سمه لاره باندې سیخ کړي. موخه دا نه ده، چې د دې کارونو له ترسره کولو څخه لرېوالی، له ځانه سره به چټکه بریا ولري، خو ښه پیل بلل کېږي. تل په یاد ولرئ، چې بریا یوه موخه نه، بلکې د ژوند یوه طرحه ده.