د ابوبکر صدیق رض لنډه پېژندنه

  • ژباړه: ملیحه ناصري

۱- د اسلام مبارک دین لومړنی خلیفه او د حضرت محمد ص ملګری و.
۲- تر حضرت محمد ص دوه کاله او څو میاشتې کوچنی و.
۳ – د حضرت بي بي عایشې رض پلار و
۴- د حضرت محمد ص لومړنی ځایناستی و.
۵ – د هجرت پر لسم کال خلیفه شو، دوه کاله او څو میاشتې یې خلافت وکړ.
۶- په درې شپیته کلنۍ له فاني نړۍ څخه وکوچېد.
۷ – د حضرت بي بي عایشې رض یانې د حضرت محمد ص د مېرمنې په حجره کې د حضرت محمد ص د مبارک قبر تر څنګ خښ دی.
۸ – د اسلام مبارک دین ته یې ستر خدمت دا و چې د قران کریم خورې پاڼې یې سره راټولې او کتاب یې ترې جوړ کړ.
۹ – د جاهلیت پر وخت یې دوې ښځې درلودې. یوه مېرمن یې قَتَلَه او بله یې اُم رومان نومېده. اُم رومان د حضرت بي بي عایشې رض مور وه. کله چې مسلمان شو، له حضرت اسماء رض او حبیبې سره هم واده وکړ. کله چې حضرت ابوبکر صدیق رض وفات کېده، حبیبه مېرمن یې بارداره وه.
۱۰ – د ابوبکر صدیق رض شپږ اولادونه وو. درې یې زامن و او درې لوڼې. عبدالله، عبدالرحمن او محمد یې د زامنو نومونه و او عایشه، اسماء، ام کلثوم یې د لوڼو نومونه وو.
ابوبکر صدیق د جاهلیت وخت کې
ابوبکر صدیق رض د جاهلیت پر وخت ځانګړی خوی لاره. فطرتاً یې زړه پاک، له ایمانه ډک او عاقل و. په اخلاق، کړنو او اندونو کې یې له خپل پلار عثمان – ابوقحافه او خپلې مور سلما بنت صخر سره توپیر درلود.
ابوبکر رض د خپل ځان په اړه داسې ویل: “هېڅکله مې کوم بت ته سجده نه ده کړې. یوه ورځ مې پلار زه بتخونې ته بوتلم، هغه وخت لا ماشوم وم، زه یې بتانو ته پرېښودم او ویې ویل چې دا ستا خدایان دي. زه یې هملته خوشې کړم دی لاړ. یوه بت ته ورنږدې شوم، ورته ومې ویل وږی یم، ډوډۍ راکړه، ځواب یې رانه کړ. ومې ویل، چې جامې مې نشته، کالي راکړه. بیا هم ځواب مې وانه ورېد، نو په تیګه پر مخ او سر ښه وواهه.
یوه ورځ ابوقحافه له ابوبکر صدیق رض سره د کعبې څېرمه بتانو ته ورغی، هلته یې ولیدل چې خلک بتانو ته سجدې کوي، دی هم ورټیټ شو په رکوع او سجده یې پیل وکړ. ابوبکر صدیق رض له پلاره وپوښتل، د دې بت نوم څه دی؟
پلار یې ورته وویل، نوم یې هبل او زموږ ستر خدای دی، راشه او د نورو قریشیانو غوندې ته هم سر ورته ټیټ کړه.
ابوبکر وویل: پلاره! دا خدای دی؟

  • هو! لوی خدای دی، سجده وکړه زویه.

ابوبکر وخندل ورته ویې وویل: دا تیګه چې روح او ساه نه لري، تاسو څنګه دې عبادت کوئ؟
پلار یې ابوقحافه غوسه شو، ورته ویې ویل،  ای نادانه زویه، غلی شه، ګڼې ستر خدای به درته غوسه شي او له منځه به دې یوسي!
ابوبکر دې خبرې ته په ملنډو وخندل، پلار یې غوسه شو، ابوبکر یې په څپېړه وواهه او له ځانه سره یې کش کاوه.
په لاره کې د ابوبکر صدیق رض د تره له کور سره تېرېدل، هغه دوی کور ته وبلل، دوی هم ورغلل، ابوقحافه شراب راوغوښتل، کله چې مزدور شراب راوړل، ابوقحافه جام په سر واړوه، ابوبکر پر بېخ وواهه، جام ړنګ شو. پلار یې غوښتل دی ورټي. ابن جدعان د ابوبکر تره یې مخنیوی وکړ، خو د ابوبکر جراات ته حیران شو، ویې پوښتل: ای ابوقحافه، ستا او زوی ترمنځ دې څه خبره شوې؟
ابوقحافه د بتانو په اړه د ابوبکر رض د غبرګون کیسه ورته وکړه.
ابو جدعان هوښیار او زیرک و. دا خبرې یې چې واورېدې، موسک شو، ابو بکر ته یې په درنښت وویل: ای ابوبکره! د قریشو خدای ته دې ولې سپکاوی وکړ، ته نه پوهېږې چې هغه د خدایانو مشر دی؟
ابوبکر وویل: هېڅکله پر دې باوري نه یم چې بې ساه بتان دې خدایان وي.
ابن جدعان قانع شو، سر یې ځوړند شو، پوښتنه یې وکړه: ولې د څښاکو جام ړنګ کړ؟
ابوبکر وویل، ځکه چې هر وخت پلار مې شراب وڅښي، عقل یې له سره لاړ شي، بېځایه او ناسمې کړنې کوي، پر لاره ګډېږي او د لېونیو غوندې خاندي.
ابن جدعان وویل: هو! رښتیا وایې. ما هم چې کله شراب څښلي، عقل مې بایللی، داسې ګومان به مې کاوه چې لکه مارغه داسې په هوا یم، د ماشومانو غوندې کړنې کوم او ګډېږم، داسې حال کې چې ماشومانو منډې راپسې او ملنډې راپسې وهي، نو زه له شرابو بېزاره شوم. ابو جدعان، ابو قحافه ته وکتل او داسې یې ورته وویل، ارمان چې ستا غوندې دروېش وی او ابوبکر غوندې زوی مې درلودی، باوري یم چې د ده راتلونکی ډېر روښانه دی.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.