د یاران ویب پاڼې مخکیني همکار او په هند کې له ماسټرۍ دورې فارغ محمد شریف شاهین طلايي مډال خپل کړ.
ښاغلي شاهین د هند د هیماچل پردیش پوهنتون، د عامه ادارې په برخه کې تیرکال ماسټري بشپړه کړه. اوس ورته پوهنتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې طلايي مډال ورکړ.
طلايي مډال د هندوستان په ښوونیز ډګر کې تر ټولو لوړ مډال دی، چې د پوهنتون ممتازه محصلینو ته ورکول کیږي.
د هندوستان د پوهنې وزیر دا طلايي مډال د نوموړي په غاړه کړ.
په مراسمو کې، ایالتي اعلی وزیر، والي، ځايي چارواکو او د پوهنتون مسوولینو او استادانو شتون درلود.
ښاغلي شاهین له ځايي رسنیو سره په خبرو کې وویل:
«زما طلايي مډال به د هغو زده کوونکو لپاره یوه هڅوونه وي چې په هند او نورو هیوادونو کې پر زده کړو بوخت دي.»
دی عامه اداره د افغانستان لپاره یو مهم او اړین مسلک یادوي او وايي غواړي چې یو ښه پالیسي میکر یا پالیسي جوړوونکی جوړ شي.
نوموړی وايي:
«عامه اداره زما د خوښې مسلک دی، ځکه چې موږ ته زموږ د ډیموکراسۍ او ښې حکومتولۍ لپاره اړینه لارښوونه او پوهاوی راکوي.»
نوموړی یوازینی بهرنی وګړی دی چې په تیرو څو کلونو کې یې د هند له دې پوهنتونه دا مډال خپل کړ.
شریف شاهین د افغانستان د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د ننګرهار پوهنتون له انګلیسي ادبیاتو فارغ او د هند له هیماچل پردیش پوهنتونه یې په عامه اداره کې ماسټري ترلاسه کړې ده.
باید یاده شي چې هغه له څو کلونو راهیسې یاران ویب پاڼې ته په سیاسي، ټولنیزو او هنري مسایلو اړوند لیکلو او ژباړو کې راپورونه او مقالې چمتو کړي دي.