غني منتخب ولسمشر اعلان شو، خو عبدالله یې ولې نه مني او بلاخره څه به کیږي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون سه شنبه د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اعلان کړې چې پر اساس یې د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر اعلان شو.
د مخکښو نوماندانو رایې؛

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لورې اشرف غني منتخب ولسمشر اعلان شو

د ټاکنو کمیسیون وویل چې محمد اشرف غني ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې. عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایې ګټلي او ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه (۷۰۲۴۱) رایې ګټلي، نو پر همدې اساس ولسمشر غني تر ټولو مخکښ دی چې ۵۰ جمه ۱ رایې یې پوره کړي او د افغانستان ولسمشر اعلان شو.
بیا د ډیرو رایو په وړلو کې له غني وروسته، عبدالله عبدالله دویم، ګلبدین حکمتیار دریم او رحمت الله نبیل څلورم کسان دي، چې په همدې ترتیب سره نورو نوماندانو هم رایې وړي.
له بریا وروسته د غني وینا؛
محمد اشرف غني چې تیره شپه یې ارګ کې له بریا وروسته خپلو پلویانو ته خبرې کولې، خورا په خوښۍ او احساساتو کې خلکو ته د خپلې بریا مبارکي او مننه وویله.
منتخب ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د سولې خبره یاده کړه او ویې ویل، ژمنه کوي چې هیواد ته به سوله راولي.
هغه وویل:

«د سیالۍ وخت پای ته ورسید او نن د اشتراک ورځ ده.»

غني او د طالبانو جذب
منتخب ولسمشر اشرف غني پرونیو خبرو کې وسله والو طالبانو ته یو ځل بیا د غیږ پرانیستو خبره وکړه چې په وینا یې سینه یې ورته پراخه ده.
هغه وویل سوله غواړي او داسې سوله چې تلپاتې وي.
غني زیاته کړه چې د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. هغه د طالب او هرې ډلې ته د سولې د لار خلاصیدو خبره وکړه.
د عبدالله غبرګون او ولې یې نه مني؟
ډاکټر عبدالله عبدالله چې د دولت جوړوونکي د سیال ټیم ثبات او همپالنې ډلې مشر دی، تیره شپه تر ولسمشریزو ټاکنو پایلو له اعلان او منتخب ولسمشر اشرف غني تر خبرو وروسته خپلو یو شمیر پلویانو ته وینا وکړه.
هغه په دې وینا کې ځان ګټونکی اعلان کړ او د ځینو پلویانو له لورې ورته د بریا لونګۍ ور په سر کړای شوه.
عبدالله وویل چې په تقلبي رایو حکومت نه مني او په وینا یې د کمیسیون غړو د تمو او پيسو په مقابل کې اشرف غني ګټونکی اعلان کړی دی.
هغه د ‌ژر همه شموله حکومت جوړولو خبره وکړه چې په وینا یې اعلان به یې کړي.
له دې وړاندې ددې ټیم غړي جنرال دوستم یوه ناسته کې ویلي ول چې که کمیسیون په تقلبي رایو څوک ګټونکی اعلان کړي، نو موازي حکومت به اعلان کړي، چې دا غږ ورسره د عبدالله په شمول د وحدت او جمعت ګوندونو هم بدرګه کړی و.

عبدالله او ډلې یې تیر ماښام د ټاکنیزو پایلو له اعلان وروسته دې غونډه کې ځان ګټونکی اعلان کړ

بلاخره څه کیدای شي؟
بې شکه چې بیا یو داسې سیاسي ګډوډي شروع شوه چې له زیانونو خالي نه ده. ځکه افغانستان یوه مهمه پروسه په مخ کې لري چې هغه د سولې پروسه ده، نو که خبره په منم او منم کې ایساره وي، واقعاً افغانستان تاوان کوي.
له دې امله چې شاید د روانې فیبرورۍ میاشتې تر وروستیو د طالبانو او امریکایانو تړون لاسلیک شي، چې له دې تړون وروسته باید بین الافغاني خبرې پيل شي او دا خبرې به د افغانستان حکومت، سیاستوال او نورې خواوې له طالبانو سره پرمخ وړي.
له طالبانو سره د خبرو لپاره دا چمتوالی په داسې یوه وضعیت کې چې سیاسي وضعیت ناسم دی او سیاستوال او حکومت یو بل ته سنګرونو کې ناست دي، سخت کار دی، ځکه بین الافغاني خبرو ته باید یو همه شموله پلاوی وټاکل شي چې په دې کې به حکومت، سیاستوال، مدني ټولنه، ګوندونه، میرمنې او نورې خواوې شاملې وي چې دا ټوله چاره تنظیمول جنجالي کار دی.
اما یو څه چې وشول او کمیسیون زړورتیا وکړه دا ول چې د ټاکنو پایله یې اعلان کړه، هغه څه چې پرته له سیالې ډلې نور هر چاته به د منلو وړ وي.
نو پر همداسې دا یو ښه کار وشو چې یو حکومت معلوم شو څو له تیر هغه چې ولسمشر به په یوه روان و او د حکومت بل شریکوال اجرایه رییس به پر بله روان و، حالته خلاص شول، بلکې یو حکومت معلوم شو، نور به سیاسي ډلې او نور قشرونه ورته تنظیموي.
جنرال دوستم د عبدالله د ټیم پلوی دی

خو دا هم په دې پورې مشروط دی چې د ثبات او همپالنې ډله ماته ومني، له خپل اعلان کړي دریځ راستانه شي او په بله هره لاره چې وي له هر ډول هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د هیواد سیاسي ثبات او اوسني مهم فرصتونه ګډوډولی شي.
اوس وخت کې ولس ته په کار ده چې د وضعیت د کنټرول او بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د هر هغه چا خلاف ودریږي او د کیښنولو کوښښ یې وکړي چې د افغانستان راتلونکی او چانسونه ننګولی شي. ځکه په داسې وضعیت کې که اشخاص په خپلو ګټو او واک پیسې وګرځي، نو هیواد بربادۍ ته وړلی شي، نو پر همداسې باید ماته شوې ډله د هر ډول ګواښ او ستونزو جوړولو پرځای سیاسي اپوزیسیون په توګه ځان څرګند کړي او د سولې پروسه کې د سیاستوالو د یوې ډلې په توګه راووځي چې له حکومت په دې پروسه کې خپله ونډه واخلي او په راتلونکي کې چې که بیا انتخابات کیږي یا بل هر ډول حکومت تصمیمونه نیول کیږي، هماغې لپاره دې اماده شي، دا به د وطن او د سیاستوالو په ګټه هم وي.