افغانستان انتخابات سرسکالو سوله سیاست

 نړۍ د ولسمشر غني او عبدالله د سیاسې هوکړې په اړه څه وايي؟

یاران May 18, 2020

راپور: ولمه ځلا

زلمی خلیل زاد وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دې اوس د تولشموله حکومت په رامنځته کولو سره دې یو ځل بیا پخوانۍ اشتباه نه تکراروي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پر خپل ټوېټر پانه لیکلي چې له یوې اوږدې مودې وروسته د اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ کرکېچونه حل او پر یو ټولشموله حکومت توافق شوی دی.

ډاکټر عبدالله او زلمی خلیلزاد

ده لیکلي د امریکا متحده ایالتونه چمتو دي چې د نوي حکومت سره د سولې خبرې پیل او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

خلیلزاد دا هم لیکي چې اوس دې ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانۍ اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دې د تېرو پنځو کلونو تېروتنې نه تکراروي او جکړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې ډاکتر عبدالله باید په بشپړه چټکتیا او بیړه خوځښت وکړي، او د اوسني افغان حکومت لخوا یې باید رښتونی ملاتړ وشي.

د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو د چارو وزیر مایک پامپیو هم تر هوکړې وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر ټیلفون خبرې کړي او مبارکي یې ورکړې ده.

نوموړي په خپل ټوېټر لیکلي خوشحاله دی چې د ولسمشر اشرف غني او داکتر عبدالله تر منځ ستونزې حل شوي او خوښي یې ښودلې چې دواړو افغان سولې ته ژمنتیا ښودلې ده.

تر دې وړاندې هم خپله مایک پامپیو د دوی تر منځ د ستونزې د حل کولو په موخه کابل ته راغلی و خو بریالی نه شو چې په ترڅ کې پر افغانستان د امریکا له خوا ځينې مرستې هم بندې شوې.

همدا زار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یوناما هم د سیاسي کرکېچ د پای ته رسېدو هر کلی کړی دی.

یوناما هیله ښودلې چې له دې سره به افغانستان کې د کرونا پر وړاندې مبارزه، امنیتي ستونزې ختمې او سولې لپاره زمینه برابره شي.

د دې ټولو تر څنګ ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم په یوې اعلامیه کې سیاسې کرکېچ پای ته رسېدو هر کلۍ کړی او ویلي یې دي چې د کورنا سره مبارزه او د طالبانو د تاوتریخوالي کمېدل تر هر څه اړین دي.

ناټو پر طالبانو هم غږ کړی چې تاوتریخوالی دې کم او د سولې لپاره دې زمینه برابره کړي.

د ګاوندي هېواد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې په خپرېدو د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ د ستونزو د حل کېدو هر کلی کړی دی.

دغه اعلامیه کې راغلي چې پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې خبرو د پیلېدو او یو ټولشموله حکومت غوښتنونکی دی او هیله لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې د پرون د له دوه میاشتو وروستو د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ شته ستونزې حل چې په پای کې ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې د سولې مصالحې د عالي شورا مشر وټاګل شو.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ولمه ځلا، کابل

تبصره مو ولیکئ