پنځه کارونه، چې په ترسره کولو سره یې د خپلې ډلې روحیه له منځه وړئ

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: عطا محمد میاخېل

مدیر اوسېدل د موخو ټاکلو او بریا ته د رسېدلو لپاره د یوې لارې د پیدا کولو په مانا دی، په دې لاره کې یو له خنډونو څخه، د یوه مدیر په توګه ستاسو د کار او ځواک په تړاو د مسایلو په اړه د خبرو د بیانولو لپاره د کارکوونکو د آزادۍ د کچې ترمنځ توازن دی.
دلته غواړو هغو پنځو چلندونو ته اشاره وکړو، چې هره ورځ په ډېرې آرامۍ د خپلو کارکوونکو انګېزه له منځه وړئ، په دې هیله، چې لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ له فکر کولو پرته کارکوونکي تر فشار لاندې راوستل

ډېری مدیران په خپل دې ناسم فکر کې ډوب دي، چې دوی په خپل کار ځای کې تر ټولو هوښیار او تجربه لرونکي افراد دي، سره له دې چې د اوږد مهال لپاره په یوه شرکت کې کار کول، د شرکت په ټولیزه بریا او پرمختګ باندې اغېزه لري، تر ډېره دا کار کوونکي دي، چې په شرکت باندې ډېر زیات اغېز لري.
د مدیرانو ځینې مهمې تېروتنې کولای شي، نه یوازې د کارکوونکو د خوښۍ او رضایت د کچې د را ټیټېدو سبب شي، بلکې کله وخت د پروژو د ماتې او د ګټې د له لاسه ورکولو سبب هم ګرځي.
لاندې غواړو په هغو ټکو باندې رڼا واچوو، چې کارکوونکي انګېزه لرونکي ساتي.
ـــ د مناسب فیډبک له لارې د کارکوونکو نظر ته غوږ نیول، د نورو د رښتینو او واقعي نظریاتو د ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم دي.
ـــ د هر هغه فرهنګ یا قانون معرفي کول، چې د پرمختګ لامل نه شي، د لټۍ له امله مو، ستاسو د کارکوونکو ټوله انګېزه له منځه وړي.
ـــ له کارکوونکو سره د تهاجمي چلند لرل، چې ستاسو د خوښې په اندازه یې کار نه دی کړی، کولای شي له شرکت څخه د هغوی د استعفا سبب شي.
ـــ د ځینو مکافاتو ژمنه کول او د رخصتۍ د ورځو اضافه کول، چې پرې عمل ونه شي، کولای شي له ځانه سره د شرکت د یووالي د له منځه وړلو لپاره سترې او ورانوونکې پایلې ولري.
ـــ د خپلې خوښې وړ کارکوونکو ته د مکافاتو ورکړه او د ګټورو کارکوونکو نا لیدلي نیول، کولای شي د کارکوونکو پر وفادارۍ او کړنو باندې بده اغېزه وکړي.
ـــ که چېرې د بېلګه ایز مدیر له چلند څخه پرته، چې له کارکوونکو سره یې لري، له ځانه بل ډول چلند ښکاره کړئ، نو د شرکت په فرهنګ او د نورو د درک کولو په ډول باندې به له ځانه بدې اغېزې ولرئ.
هغه څه چې ډېری خلک یې درک کولای نه شي، دا واقعیت دی، چې د یوه شرکت فرهنګ او آداب له پورته نه په ښکته لور جوړ شوي. که تاسو له چپلکو او نا اتو شویو جامو سره کار ځای ته لاړ شئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې کار کوونکي به هم ستاسو د جامو د اغوستلو له ډول څخه پیروي وکړي او هغوی به هم ستاسو په څېر جامې واغوندي.
تاسو نه شئ کولای په دې دلیل، چې د خپلو کارکوونکو معاش ورکوئ، هر ډول مو چې زړه وغواړي، چلند وکړئ. کار کوونکي مو د خپل ځواک او قدرت له امله، په غیر عادي چلندونو سره، تر فشار لاندې مه راولئ، که چېرې له خپل ځواک څخه بده ګټه پورته نه کړئ او غیر عادي چلند ونه کړئ، ستاسو په دې کار سره، هغوی ستاسو تواضع په ښه توګه جبرانوي.

۲ ـــ استراحت نه ورکول

په پروژو باندې کار کول، کله وخت کولای شي اروایي فشار زېږونکی وي او ټول غوسه کړي. په مشخصو وختونو کې خپلو کارکوونکو او ډلې ته استراحت ورکول، پروژه مو له خطر سره نه مخامخ کوي، بلکې دا کار کولای شي د هغوی په ګټورتوب او ټولیزې انګېزې باندې ښه اغېزه ولري او په دې کار سره کولای شئ ډاډ ترلاسه کړئ، چې کار په خپله ټاکل شوې نېټه باندې ترسره شي.
د اضافي معاش یا مکافاتو له ورکړې پرته خپلو همکارانو او لاس لاندې کسانو ته د اضافي کار کولو دستور ورکول، له ځانه سره به بدې او ورانونکې پایلې ولري. ښایي تاسو فکر وکړئ، چې د دې کارکوونکو له استعفا وروسته، نوي کارکوونکي په کار باندې وګمارئ، خو په یاد ولرئ، چې هر بریالی کاروبار یوې پیاوړې او ځواکمنې ډلې ته اړتیا لري، چې ترې ملاتړ وکړي.
د ګمارنې سوابق او له کار څخه د کارکوونکو ګوښه کول یوه عمومي پوهه ده او که چېرې خلک وویني، چې تاسو په دوامداره توګه کارکوونکي له کار څخه ګوښه کوئ او یا ډېر شمېر کارکوونکي استعفا ورکوي، نو ستاسو په شرکت کې د کار په اړه به شکمن شي.
ډاډ ترلاسه کړئ، چې د خپلې ډلې غړي، هغوی ته په استراحت ورکولو سره، تر هغه وخته چې د خپل کار یوه برخه په ټاکل شوي وخت کې ترسره کوي، خوشاله او راضي وساتئ.
۳ ـــ د یوه اجرایي مدیر یا د یوه ډلې د یوه رهبر په توګه، دنده لرئ، ترڅو ډاډه شئ، چې ټول کارکوونکي په کار باندې متمرکز او ګټور دي، دا په دې مانا ده، چې ډېری وخت تاسو تر فشار لاندې یاست، ټول بارونه په خپله اوږه اخلئ او نه پرېږدئ، ترڅو دا فشارونه د ډلې په غړو باندې مو اغېزه وکړي، دا موضوع دغه راز ستاسو په ګټور توب او ستاسو په اړه د نورو په لید باندې له ځانه سره یو شمېر ستونزې لري.
ښایي تاسو ترې خبر ونه اوسئ، خو کله چې په دروازه را ننوځئ او د بلې پروژې په اړه خبرې کوئ، د کارکوونکو سترګې ستاسو په لور دي، دا په دې مانا ده، چې نه یوازې تاسو د یوه رهبر په توګه ستر مسؤولیت پر غاړه لرئ، بلکې باید د دې کار پرمهال خپله آرامتیا هم وساتئ. د کنټرول له لاسه ورکول او د فشارونو پر وړاندې تسلیمېدل کولای شي په ډلې او شرکت باندې مو پایښت لرونکې اغېزې ولري.
که تاسو له کوم دلیل پرته په خپلو کارکوونکو باندې چیغې ووهئ او یا په کار ځای کې مو بد چلند وکړئ، کېدای شي د عامل مدیر دفتر ته ور وغوښتل شئ. د یوه مسلکي فرد په څېر چلند وکړئ او مُسکا وکړئ، دقیقاً هغه ډول چلند وکړئ، لکه څنګه چې په خپله سي وي کې یې لیکئ. که دا ډول چلند وکړئ، تاسو خپلو کارکوونکو او د ډلې غړو ته د کار د ترسره کولو لپاره په غوره شونې بڼه (د کار پایلې ته په نه پام سره)، انګېزه ورکوئ.

۴ ـــ له خپلو مسوولیتونو څخه اوږې مه تشوئ

د ډېری مدیرانو خوښېږي، ترڅو خپله ډله د یوې ناکامې پروژې لپاره ګرمه وګڼي، دا په یاد لرئ، چې تاسو د خپلې ډلې رهبر یاست او ستاسو اوامر او دستورونه په پرېکنده ډول ترسره کېږي، دا په دې مانا ده، چې د بریا او ماتې ځواک ستاسو دی او د ډلې غړي مو په هېڅ وجه ستاسو له دستورونو څخه سر غړاوی نه کوي.
که مو ماتې وخوړه، نو په دې مانا ده، چې ټولې ډلې مو ماتې خوړلې ده او تاسو هم د ډلې یو غړی یاست. د یو ښې ډلې رهبر، له خپل مدیریت څخه د را ولاړو شویو ډېری تېروتنو مسؤولیت پر خپله غاړه اخلي او له پایلو سره یې مخامخ کېږي.
عامل مدیران له مدیرانو سره، چې د خپلې ډلې تېروتنې پر غاړه اخلي، د هغو کسانو په نسبت، چې د ټولو تېروتنو پړه د خپلې ډلې پر غاړه ور اچوي، ډېر نرمښت کوي، د خپلې ډلې له غړو سره د هغوی تر ګرم ګڼلو وروسته، مخامخ کېدل، کولای شي، ستاسو په راتلونکې همکارۍ باندې ورانونکې اغېزې ولري. تاسو هر کار چې کولای شئ، باید د خپلو پروژو د مسؤولیت منلو لپاره یې ترسره کړئ.

۵ ـــ ضدي او سرتمبه مه اوسئ

د نویوآیډیاوو (نظریو) منونکی اوسېدل، هماغه څه دی، چې تاسو په یوه رهبر باندې بدلوي. حتا که تجربه مو د ډلې له ټولو غړو څخه زیاته هم وي، لا هم کولای شئ له ځوانو او روڼ اندو ذهنونو څخه ډېر څه زده کړئ، دا په دې مانا ده، چې تاسو باید اورېدونکي غوږونه ولرئ، حتا که په پیل کې د یوه کس خبرې پوچې او بې ارزښته ښکاره شي.
د شرکتونو په نړۍ کې نوې آیډیاوې په ډېرې سختۍ سره ترلاسه کېږي او که چېرې د خپلې ډلې غړو ته د خبرو کولو فرصت ورکړئ، نو د هغو د خوښې وړ رهبر باندې به بدل شئ.
که د خپلې ډلې له غړو سره، له مشورې پرته، له خپلو آیډیاوو څخه کار واخلئ، ښایي تګلاره مو پروژه پای ته ورسوي او یا ښایي ستاسو په تګلارې سره هغه پروژه له ماتې سره مخ شي، په دې شرایطو کې، که پروژه مو ماتې وخوري، له خپل ځان او غرور څخه مو پرته  کولای شئ څوک ورټئ؟ ارزښت مو لوړ کړئ او له خپلو شاوخوا کسانو سره مشوره وکړئ.
په یوه ډله کې د انګېزې او د ډلې د غړو د کړنو همغږي کول، حتا د پیاوړو رهبرانو لپاره هم یو ستونزمن کار دی. په هغه بڼه چې د ډلې غړي او کارکوونکي تاسو ویني او درک کوي، د هغوی د کار د کیفیت له لارې د تشخیص وړ دی.