په روژه کې د سردرد بيلا بيل ډولونه او د مخنيوي لارې چارې يې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 

په روژه کې د سر دغه ډول دردونه د لوږې یا تندې له امله رامنځته کېږي نو باید په وړاندې يي مقاومت وشي. د دې ډول سر درد څخه مخنیوی لپاره باید خپل خواړه او د خوړو په طریقه کې ځینې بدلونونه راوستل شي. لږ خو ډیر کالوري او انرژي لروونکي خواړه وخورئ.

دلته مو د روژې په میاشت د سر درد له مختلفو ډولونو او د مخنیوی له لارو چارو سره اشنا کوو:

۱- د سحر لخوا د روژتیانو د سر درد په پیشلمي کې د خوږو موادو استعمالولو له امله رامنځته کیږي ځکه چې زیاته اندازه قندي مواد لروونکي خواړه په وینه کې د شته قندي موادو اندازه زیاتوي او د وینې قند بیرته کمولو لپاره بدن انسولین تولیدوي چې دغه انسولین په وینه کې قندي موادو کمولو سره د سر درد لامل ګرځي. د دې ډول سردرد څخه مخنیوی لپاره په وینه کې چټک جذبیدوونکي قندي مواد لکه بوره، چاکلیټ او ځینو نور د پیشلمي پر مهال مه استعمالوئ.

۲- د روژې پر مهال د سردرد یو له لاملونو څخه د چایو لږ څښل دی. د همدې لپاره کوښښ وکړئ د چای ټینګوالی او اندازه د وخت له تېریدو سره لږ کړی تر څو بدن له لږ چای سره عادت شي.

۳- پیشلمی نه کول هم د سردرد یو له عواملو څخه ګڼل کېږي. پیشلمی کول مه هیروئ. هغه کسان چې وايي: « موږ د شپې ۱۱ یا ۱۲ بجې ډوډۍ خورو ترڅو د پیشلمي اړتیا نه وي.» باید پوه شي پیشلمی نه کول او د ډوډۍ خوړلو دغه مهم وخت له لاسه ورکول د ورځې لخوا د کالوري له لاسه ورکولو لامل ګرځي. دغه کسان حتی د ورځې په پیل کې هم د پاملرنې او تمرکز وړتیا له لاسه ورکوي او درس نه شي ویلی. د پیشملي نه کول مو د سر په شدید درد اخته کولی شي.

۴- د بدن د اوبو کموالی د سردرد تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي. ۸۰ سلنه د سر درد په انسان کې د اوبو د کموالی له امله رامنځته کېږي. د مایعاتو نه مصرفول او د اوبو کم استعمالول په ځانګړی ډول د ګرمۍ په موسم کې انسان د سر په درد اخته کوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي. ځینې میوې لکه هندواڼه، خټکی، انګور، مڼه او ځینې نور د روژه ماتی او پیشلمی ترمنځ موده کې مو د بدن اوبه پوره کولای شي.

۵- د سردرد یو له لاملونو څخه لږ خوب کول هم ګڼل کیږي نو له همدې امله روژتیان باید خپل د ویده کیدو ساعتونه داسې منظم کړي چې په کم خوبۍ اخته نه شي. په دغه برخه کې د غرمې له مونځ څخه یو ساعت وړاندې یو ساعت او یا نیم ساعت خوب کول روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی. په مړه ګیډه له پیشلمي وروسته له کوم ځنډ پرته ویده کیدل مو په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي، په خولې کې د خراب خوند لامل ګرځي او انسان د سر په درد اخته کوي.

د سردرد لپاره ځینې کورني درمل:

۱- که مو د سر درد د پیشلمي نه کولو له امله دی نو روژه مو له تړمو اوبو او خرما سره ماته کړئ او له روژه ماتی وروسته ډوډۍ خوړلو لپاره عجله مه کوئ.

۲- د سردرد ځینې ډولونو لپاره په یو ګیلاس تړمو اوبو کې یوه کاچوغه ګبین او لږه اندازه لیمو زیاته کړئ او دغه مخلوط شوی مشروب شپې له ویده کیدو وړاندې او له پیشلمي وروسته وڅښئ.

۳- که مو سر د وینې کموالي له امله درد کوي نو ګبین له جوشو اوبو سره یو ځای کړئ او د لیمو له زیاتولو پرته يي استعمال کړئ. د دغو ناروغانو لپاره د پیشلمي او روژه ماتی پر مهال یو ګیلاس د انګورو خالص اوبه ډیره زیاته ګټه کوي.