د حافظې پیاوړتیا؛ له دغو په شمار څو تګلارو کار واخلئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه او راټولونه:

تاسو به تل په خپله شاوخوا کې داسې خلک لیدلي وي چې وایي، يوه موضوع یې سمه نه یادېږي، یوه ځانګړې موضوع یې بېخي هېره شوې وي، د يوه تن څېره ورته اشنا ښکاري، خو نوم یې ترې هېر وي. هو! داسې انسانان بېخي ډېر دي او ډېر انسانان د حافظې د کمزورتیا له ستونزې سره مخ کېږي، د بېلګې په ډول د وګړو نومونه هېروي، کله کله خپله ترې خبره هېرېږي، ځینې وختونه دا هېروي چې خپل توکي یې چېرته ايښي او همدارنکه هغه څه چې لولي او يا مطالعه کوي، یادولی یې نه شي او یا یې هم تر یادولو وروسته ژر بېرته هېرېږې.

په نړۍ کې ډېر خلک له دا ډول ستونزو سره مخ دي خو په دې نه پوهېږي چې ولې؟ بلخوا داسې خلک هم شته چې دا ستونزې ورته ارزښت لري او د حللارو په لټه کې دي او پوهېږې چې حافظه ورته څومره اړينه ده. دغه خلک چې کېدای شي تاسو هم د هغوی له ډلې څخه واوسئ له خپل ځان سره لاندې پوښتنې کوي.

څنګه کولای شم خپله حافظه پیاوړې کړم؟

څنګه کولای شم په خپل ذهن کې ډېر معلومات خوندي کړم؟

څه وکړم تر څو هغه معلومات مې چې په حافظه کې خوندي کړي دي، بېرته یې هېر نه کړم؟

هغه شیان مې چې زده کړي دي، څه ډول یې بېرته د اړتیا پر مهال بیا را ياد کړم؟

د حافظې د پیاوړې کولو لپاره ډېرې لارې شتون لري خو په دې لیکنه کې تاسو ځینې هغه لارې در ښيو چې په ترسره کولو یې کولای شئ په سمه توګه معلومات خپلې حافظې ته وسپارئ او دغه معلومات مو ژر هېر نه شي.

لومړی: انګېزه

له هغو شیانو سره چې مينه او علاقه لرئ کولای شئ په ډېرې اسانۍ یې خپلې حافظې ته وسپارئ او ژر به یې هېر نه کړئ. د بېلګې په توګه کله چې يو څوک تاسو ته ووايي چې غواړم د خپل کسب او کار تر ټولو اړين ټکی تاسو ته ووایم، تاسو به د هغه د خبرو اورېدو ته لېوال یاست او پیاوړې انګېزه به ولرئ او د هغه خبرې به مو ژر هېرې نه شي. يا که څوک تاسو ته ووايي چې که زما نوم هېر نه کړې زه به تا ته زر افغانۍ درکړم نو تاسو به هغه نوم ياد کړئ او ژر به مو هېر نه شي. تاسو باید ځان ته انگیزه پیدا کړئ او باید ځان پوه کړئ چې د دغې موضوع يادونه ډېره اړينه ده. د دې لپاره چې پياوړې حافظه ولرئ باید پیاوړې انګېزه هم ولرئ.

دویم: کتنه او مشاهده

دغه ټکی ډېر اړین دی. د دې لپاره چې معلومات په سمه توګه را ياد شي نو اړينه ده چې لومړی په سمه توګه خوندي شي. موږ اړتیا لرو چې په سمه توګه کتنه وکړو تر څو معلومات په سمه توګه خپلې حافظې ته وسپارئ. ګټورې کتنې لپاره اړینه ده چې معلوماتو ته ښه دقت او پاملرنه وکړئ. د دې لپاره چې معلومات په سمه توګه ثبت کړئ اړينه ده چې غوره کتنه وکړئ، ښه غوږ ونیسئ او په سمه توګه یې حس کړئ.

درېیم: ذهني پېښې

هره موضوع چې زده کوو نو کېدای شي د هغې موضوع په اړه مخکې له مخې په خپل ذهن کې يو څه ولرو او زموږ په ذهن کې د هرې موضوع لپاره له وړاندې يو ذهني انځور وي. د بېلګې په توګه غواړو یو فلم وګورو، موږ پوهېږو چې فلم څه دی، موږ پوهېږو چې دا فلم به د يوه داستان په بڼه موږ ته ښکارېږي او په دغه داستان کې به بېلابېلو شخصیتونو رول لوبولی وي. په همدې توګه تاسې باید د معلوماتو لپاره هم په خپل ذهن کې یوه پېښه جوړه کړئ تر څو وکولای شئ په خپل ذهن کې ډېر معلومات خوندي کړئ او ژر یې هېر نه کړئ.

درېیم: تګلاره

ځینې لارې شته چې له هغو څخه په ګټې اخيستنې یې کولای شو په ډېرې اسانۍ سره معلومات خپلې حافظې ته وسپارو. د بېلګې په توګه تاسو کولای شئ د پيچکش په واسطه ډېر ژر يو پېچ خلاص کړئ خو که وغواړئ پېچ په تش لاس خلاص کړئ دا کار به ناشونی وي. ځینې کړنې هم د پيچکش په شان کولای شئ زموږ ستونزه په ډېرې اسانۍ سره حل کړي او له موږ سره مرسته وکړي چې معلومات په سمه توګه خپلې حافظې ته وسپارو او ژر یې هېر نه کړو. چې له دغو اړينو لارو څخه يوه هم د حافظې ژبه ده. موږ کولای شو د حافظې ژبه په دوو کلمو کې خلاصه کړو. لومړۍ یې انځور جوړونه او دویمه یې اړیکه ورکول دي. دا په دې معنا چې د مطالعې پر مهال باید خپلو معلوماتو ته په خپل ذهن کې انځور جوړ کړو او دغو معلوماتو ته له خپلو نورو معلوماتو سره تړاو ورکړو.