«د هیلو درشل» چې رواج دود او دستور کولی نشي

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: ملیحه ناصري

کونجي مې تاو کړه، ور خلاص شو، څنګ ته شوم، ګڼ زده‌کوونکي خونې ته دننه شول. پر دېوالونو غبرګې المارۍ کلکې وې، زده‌کوونکي د اوږده مېز تر شا ناست وو، هر یوه مخته کتاب اېښی و.
المارۍ ته ودرېدم، پر سپین روغني رنګ د خودکار شنې او سرې لیکې رسم وې. ښيښه مې کش کړه، خړ رنګی کتاب ایښی و، پرې لیکلي و: «فرانکلن د. روزولت.» ترې تېره شوم، ښي لاس ته مې، پنډ کتاب تر سترګو شو، لاس مې وراوږد کړ، دروند و، پښتۍ مې ولوسته: «د هیلو درشل.»
مخامخ زده‌کوونکو ته کېناستم، چا ژېړې پاڼې اړولې، چا په سپينو کې سترګې خښې کړې وې.
د خپل کتاب لومړنۍ پاڼه مې پرانیستله، پخوانی راته واېسېد، تور غټ پرې لیکلي و: «چاپکال: ۱۳۹۰ل ل، لیکوال: څېړنوال الحاج مولوي زین الله منلی.»
هو! دا کتاب د هغو شعرونو ټولګه وه چې ښاغلي زین الله منلي پنځولي وو. ښاغلي نجیب منلي او ابراهیم ګران د خپلې هېوادنۍ او ادب سره د مینې پر بنسټ چاپ کړی و.
پیل یې پر داسې یوه کیسه‌ډوله داستان ګوټي کړی چې یو ځل مو کلیوالي ژوند بیايي، بیا د ښار ننداره درباندې کوي. د ملا نوې کانې او د خلکو غبرګونونه، د کلي د څېرې بدلېدل او عصري ژوند ته پکې انځور شوي. دا کیسه‌ډوله «رام باغي» نومېږي.
پاتې نور کتاب ټول شعرونه دي چې د ټولنې دردونه، ناخوالې، اخلاقي، ټولنیز، مېړانه، مینه‌ییز، د استقامت، رښتینولي او اخروي ښېګڼو اړوند موضوعات پکې ځای شوي دي. د پښتنو پېغلو له خولې یې پلار ته شعر ویلی، د پلار په ژبه يې د ولور کیسه کړې:
پلاره ورمې کړه ځواني زما تېرېږي
مشتهي یم، وړکي ماته هوسېږي
لورې ستا د ورکولو په تکل یم
دنیا دار نو په ما کله راپېښېږي
چې رواج دود او دستور کولی نشي
له هغو سره زما کله جوړېږي
ستا ولور ته مې ګنډلې امیانۍ ده
که دې خوشې ورکوم هغه پاتېږي
ورپسې د کتاب پای برخه کې ټول هغه شعرونه راټول شوي چې په ټولیز ډول یې بیتونه تر څلورو نه اوړي.
چې د بل عیبونه شمېرې او خپل هېر کړې
په دې راز د خپل ځان عیبونه ډېر کړې
لومړی هڅه د خپل عیب د ورکاوۍ کړه
چې ته سم شې نور به سم په لاره تېر کړې
د ښاغلي زین الله منلي دا کتاب تر نورو موضوعاتو سربېره ډېره نصیحتي بڼه لري. د پښتو ژبې خواږه او سوچه وییونه هم پکې خوندي شوي. پنډ کتاب دی؛ خو دومره خوږلني پکې شته چې ژر ژر یې لوستلی شئ. یوازې یو ځای په یوه شعر کې تېروتنه ترې شوې وه چې لفظي بدرنګي یې لرله؛ خو کاله چې استاد یې هغه وکوته، ورته یې وویل چې سم دې شي؛ نو ده هم اصلاح کړ.