د «مدیریت هنر» په نامه کتاب چاپ شو

لیکنه: عطا محمد میاخېل

دا یو منل شوی حقیقت دی چې د ژوند ټولې چارې مدیریت ته اړتیا لري او له مدیریت پرته د ژوند ټولې چارې نیمګړې وي، ښه ده چې مدیریت وپيژنو او په عمل کې یې هم ثابت کړو،  نو د دې لپاره ما هم دا غوره و ګڼله، چې «د مدیریت هنر» تر عنوان لاندې د نړۍ د بېلابېلو پوهانو لیکنې او مقالې را وژباړم او ستاسو درنو حضور ته یې د یوې ټولګې په بڼه وړاندې کړم.
د دې ټولګې د ژباړلو او چمتو کولو لپاره مې د ګڼو کتابونو پاڼې واړولې او راواړولې او په زیات شمېر ګټورو لړلیکونو مې سترګې خوږې شوې، ځکه خو اړ شوم چې د مدیریت اړوند له ډېرو وېبپاڼو څخه هم کتنه وکړم، چې «د مدیریت هنر» د یو ښه کتاب په توګه تر تاسو ورسوم.
په «د مدیریت هنر» کتاب کې د مدیریت په برخه کې ۴۷ اړینې، ګټورې او اغېزناکې مقالې راټولې شوې دي، چې هره یوه کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، چې په خپلو چارو کې مثبت بدلون رامنځته کړئ او د یوه ښکلي اغېزناک ژوند په لوري ګړندي ګامونه پورته کړئ.
«د مدیریت هنر» کتاب زما د درې کالو د هڅو او هاند پایله ده، په دې هیله، چې دا کتاب ستاسو په ژوند کې تر یوه بریده مثبت بدلون رامنځته کړي او د یوه لارښود په توګه له تاسو سره مرسته وکړای شي. ددې کتاب د لوست په بنسټ د خپل ژوند چارې په ښه ډول پرمخ یوسئ. د دې کتاب لوستل د ټولو لپاره اړین بولم.
د مدیریت هنر کتاب په ۱۸۰ مخونو کې د زر ټوکونو په شمېر د جهان اسلام خپرندویې ټولنې له خوا په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.
دا کتاب له لاندې پتې څخه ترلاسه کولای شئ:
د کوټه سنګي چوک هوایي پله ته مخامخ، آریانا مارکېټ، دویم پوړ. کابل ـــ افغانستان
له تاسو درنو لوستونکو څخه نړۍ مننه کوم، چې زما لیکنې او کتابونه په خورا مینه لولئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ