«که زموږ کلتور او دود ونه منئ، نو له موږ څخه نه ياست»

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ

دا هغه څه دي چې موږ ټولو اوريدلي او ليدلي دي.
موږ ډير وخت زړه نا زړه يو چې څه وکړو او په څه پسې لاړ شو؟ آيا په دين پسې لاړ شو او كه په كلتور پسې؟
اسلام زموږ د ورځني ژوند د هر ډول ستونزو د هوارۍ لپاره لارې لري او له بلې خوا، دودونه هغه روايات او ارزښتونه دي چې په ټولنه کې خپاره شوي دي.

كلتور څه دى؟

کلتور د منلو وړ لارو چارو او عقايدو ټولګه ده.

کلتور د ارزښتونو، نورمونو او دودونو په شکل منعکس شوی دی.

کلتور يو پيچلى او غير حقيقي ادراک دی چې د بيلابيلو زاويو نه کتل کيدای شي.

دا هغه تعريفونه دي چې له كلتور څخه شوي دي. په دې سربيره، هافسټيډ کلتور په دې ډول تعريف کړی دی: (کلتور يو ذهني اشتراکي پروګرام دی چې يو ټولی يا ډله خلک له نورو نه بيلوي.)

په ټوليزه توګه کلتور يوه شريکه لار ده چې يو ډله خلک يې د نړۍ پيژندنې او تعبير لپاره کاروي. کلتور د نورمونو او ارزښتونو يو پيچلی سيستم دی چې د وخت په تيريدو سره شريک شوي دي او ټولنيز کړو وړه او بدلونونه اغيزمنوي.

که کلتوري ارزښتونه له دين سره، چې د انسان په پرمختګ او پوهه کې ډير اغيزمن دی، ټکر ونه لري نو کلتور او اسلام يو ځای يون کولای شي. مګر اوسمهال د اکثره ټولنو وګړو لپاره ګرانه ده چې د ديني لارښوونو د پلي کولو سره، سره دود او دوستور ته هم ځای ورکړي. کله چې کلتور د دين سره ټکر وخوري نو بيا اسلامي قوانين او قواعد ماتيږي.

د واده په هكله ناسم دودونه

کله چې دا خبره واده ته راشي، ډيری مسلمانان ځينې رسمونه او رواجونه ترسره کوي چې د اسلامي لارښوونو سره سمون نه خوري. دا چې واده يو عمري پريکړه او غوښتنه ده، نو اسلام د هغې د پوره كولو لپاره غوره لارې راښيي. راځۍ چې د مسلمانانو په ودونو کې ځينو دودونو ته يو ځغلنده نظر واچوو او وګورو چې زموږ له دين سره سمون لري او که نه.

• د ژوند د ملګري يا ملګرې د انتخاب لپاره چې كوم معيارونه د اسلام له خوا توصيه شوي هغو ته هيڅوك هم پام نه كوي.
• (زه يو تعليم يافته، ښکلی او پرهيزګاره مسلمانه يم مګر هيڅوک له ما سره واده ته زړه نه ښه کوي ځکه چې زما مور او پلار ولور نه شي پوره كولاى.)
• د ناوې د کور له خوا د ميړه لپاره د سامان اخيستل يوه بله غټه ستونزه ده چې ډيری اسلامي ټولنې ورسره مخ دي.
• د واده د پيشنهاد کاميابيدل په دې پورې اړه لري چې د هلك څومره پيسې لري.
مګر اسلامي لارښوونې د دې بر عکس دي. اسلام له ميړه نه غواړي چې د توان په اندازه مهر ورکړي. او غوره ښځه هغه ده چې مهر يې كم وي.
• (زه د رخصتۍ لپاره راغلم. اوس را ته مور او پلار وايې چې له هغه چا سره واده وکړم چې زما نه خوښيږي او راته وايې که له هغه سره واده ونه کړم نو دوى به رانه پاسپورټ واخلي تر څو بيرته لاړه نه شم.)
د اسلامي واده يو مهمه برخه د دواړو خواوو خوښه او رضامندي ده، خو له بده مرغه چې زموږ اکثره دودونه دې خبرې ته دومره پاملرنه نه کوي په ځانګړې توګه په واده کې د ښځې خوښې ته نه کتل کيږي. ځينې وخت دوى فکر کوي چې ښځه د خپل واده په اړه هيڅ شی نه شي ويلای. کورنۍ او خپلوان يې له داسې چا سره په واده کولو مجبوروي چې د هغې خوښ نه وي چې د داسې وداه پايله اکثراٌ طلاق وي او يا هم د مرګ تر ورځې د غم او رنځ ژوند. مګر اسلام ښځې او نر دواړو ته د ژوند د ملګري په انتخاب کې برابر حق ورکړي دی او دا د هغوي مسلم حق ګڼي.
ډيری قربانيان د تړلو دروازو شاته غلي ژاړي.
د مهربانۍ له مخې د دې مسالو په اړه له سره غور وکړﺉ او پوه شئ چې زموږ ټولنه به هغه وخت کاميابه شي چې په قرآن او سنتو عمل وكړي او دودونه او كلتور مو د قران تابع كړو.