د بګرام اډه به په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي

امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان پوځ ته سپاري.

د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان پوځ ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي.

ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي.

په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو چارې روانې دي.

ویل کېږي چې امریکا به په دغه اډه کې میلیونونه قطعې نظامي تجهیزات چې میلیاردونه ډالر ارزښت لري افغان پوځ ته وسپاري.

همدا راز ددغې اډې د راکیټو ضد دفاعي سیستم چې تر ټولو ګرانبیه بلل کېږي هم افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

بګرام په سیمه کې تر ټولو ستره او مجهزه نظامي اډه بلل کېږي چې په افغانستان کې د امریکا په تېر شل کلن ماموریت کې هم دغه ځواکونو ته له ځانګړي ارزښت برخمنه وه.

بلخوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.

سټولټنبرګ بروکسل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له افغانستانه د پوځیانو ایستل خطرونه لري، خو د پوځیانو پرېښودل هم د ستونزې حل نه دی.

نوموړي وویل،‌ افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل هلته د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا دي.

خو نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پوځیانو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره درېیو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.‌

سټولټنبرګ دې لړ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ارزونې او وړتیاو ډېرولو، افغان پوځ سره د مالي مرستې او همدا راز له افغانستانه بهر د افغان پوځ د روزنې یادونه وکړه.‌

نوموړي وویل، دی د افغان امنیتي‌ ځواکونو پر وړتیاو. باور لري او دا ځواکونه کولی شي چې د خپل هېواد دفاع وکړي.

وروستي مطالب