مک‌ګرګور یوه کال کې تر ټولو ورزشکارانو زیاتې پیسې لاس ته راوړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ایرلینډ هیواد د ازادي مبارزې «MMA» تکړه او نامتو لوبغاړی کانور مک‌ګرګور د ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتې پیسې لاسته راوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو.

امریکايي ورځپاڼې فوربس د تېر کال تر ټولو زیاتې پيسې لاسته راوړونکي لوبغاړي اعلان کړل، چې مک‌ګرګور د ۱۸۰ میلیونه ډالره په ترلاسه کولو سره حتا د نړۍ تر نامتو ورزشکارانو لیونل میسي او رونالډو هم مخکي شو او په لومړي نمبر کې راغی او د فوربس ورځپاڼې لخوا د لومړي ځل لپاره دا مقام خپلوي.

د یادي ورځپاڼې د راپور په بنسټ ۳۲ کلن مک‌ګرګور د تېر کال په ۱۲ میاشتو او د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ۱۸۰ میلیونه ډالره د ملاتړ، اعلاناتو او لوبو له امله ترلاسه کړې دي.

 

 

د فوربس په ورځپاڼه کې دویم ځای د بارسلونا کلب نامتو فوټبالر لیونل میسي خپل کړی، هغه په تېر کال کې ۱۳۰ میلیونه ډالره لاسته راوړې، چې دا یې بیا خپله د یوه فوټبالر په توګه نړیوال ریکارډ خپل کړ.

تر میسي وروسته په درېیمه درجه کې د یوونټوس کلب بل نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو راغلی، رونالډو ۱۲۰ میلیونه ډالره لاسته راوړې دي.

 

د فوربس ورځپاڼې لخوا د کال زیاتې پیسې لاسته راوړونکي لس لوبغاړي

 

۱ـ کانکر مک‌ګرګور؛ د ازادي مبارزې لوبغای، ۱۸۰ میلیونه ډالره.

۲ـ لیونل میسي؛ د نامتو لوبې فوټبال لوبغاړی، ۱۳۰ میلیونه ډالره.

۳ـ کریسټیانو رونالډو؛ دا هم د فوټبال لوبغاړی دی، ۱۲۰ میلیونه ډالره.

۴ـ ډاک پریکوټ؛ امریکايي فوټبالر دی، ۱۰۷،۵ میلیونه ډالره.

۵ـ لیبرون جېمز؛ د باسکیټبال لوبغاړی دی، ۹۶،۵ میلیونه ډالره.

۶ـ نیمار؛ د پاریسن جرمېن فوټبال لوبډلې لوبغاړی دی، ۹۵ میلیونه ډالره.

۷ـ روګیر پیدریر؛ د ټېنس لوبې لوبغاړی دی، ۹۰ میلیونه ډالره.

۸ـ لیویز همیلټون؛ د موټر ځغلونې لوبغاړی دی، ۸۲ میلیونه ډالره.

۹ـ ټام برېډي؛ امریکايي فوټبالر دی، ۷۶ میلیونه ډالره.

۱۰ـ کیون ډورانټ؛ د باسکټبال لوبغاړی دی، ۷۵ میلیونه ډالره.