وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د هلمند ولايت، نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجير سيمه کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانيستل سو.
چاه انجير هغه سيمه ده چې څو ورځې وړاندې ترې د جګړې خبرونه اوريدل کېدله خو نن يوځل بيا د پرمختګ او ابادۍ خبرونه راځي.
fb img 16019875149845013176123540815605 1 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د ښار جوړوونې وزارت په بودیجه د ۲۶ میلونه او ۴ لکه افغانیو په ارزښت په دوه پوړه کې د نجونو يو باب ښوونځۍ جوړه او نن د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین له لوري پرانیستل سوه.
fb img 16019874606481507649019553108655 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
د هلمند والي ددې ښوونځۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وويله چې ښوونځی په معياري ډول جوړ سوی او د پوهنې رياست ته یې لارښوونه وکړه چې د زده کړو د بهير د پيل لپاره ورته امکانات برابر کړي.
fb img 16019875098857013475500474395282 5 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
ياسين خان د چاه انجير د سيمو د خلکو لپاره دا يو فرصت وباله او غوښتنه يې وکړه چې خپل ماشومان ښوونځۍ ته ولېږي تر څو ددې سيمې نجونې هم د زده کړو څخه برخمنې سي.
fb img 16019875428191605489989719066512 1 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
د هلمند د پوهنې رئيس داود شاه صفاري وويله چې دا ښوونځی ۱۶ ټولګۍ لري،د تشنابونو،شاوخوا ديوال ترڅنګ يې ټولې چارې په معياري او بنسټيز ډول رغول سوي.
fb img 16019875119793346245224373582590 1 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
صفاري زياته کړه چې ډېر ژر به ددې ښوونځۍ لپاره د ښوونکو ترڅنګ د زده کړه ئيز بهير د پيلېدو لپاره ټول اړين مواد بشپړ کړي.
fb img 16019875053244652581868029008487 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
د چاه انجير د لېسې مدير عبدالمنان شهيد زاده او خلکو د هلمند والي او پوهنې رياست څخه مننه وکړه چې تر ۱۸ کلونو وروسته يې په چاه انجير کې د نجونو لپاره معياري ښوونځی جوړ کړ.
fb img 16019875174042064550523786099256 وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو
کليوالو ژمنه وکړه چې د ښوونځۍ د زده کړو په معيار او د ودانۍ په ساتلو کې به تل مرسته کوي او نظارت به ورباندې کوي.