Advertisements
پوهنه ځوانان او زده کړې سرسکالو سیاست له نړۍ

یو ماهره سیاسي رهبر باید دا ۵ ځانګړنې ولري

لیکنه: غازي عابد
  • لیکنه: فېلیپ براډي
  • ژباړه: غازي عابد

شاید تاسې ځینې دا صفات اوریدلي وي چې د خلکو له لورې نورو خلکو ته کاریدلي وي، لکه خودخوا یا ځان غم وړی، انحصارګر، دوکه باز یا بې باوره او بې وفا.

همداراز په بل اړخ کې ستاسې ذهن ته به نور مثبت لغاتونه هم کله درغلي وي، لکه متاثره کوونکی، ښه اړیکپالی، باوري او بادرک و ټولینز، خو په هرحال کې د سیاسي مهارت یا سیاسي چالاکۍ اصطلاح څخه د مثبت درک پر ځای تر ډیره منفي اخذ کیږي، چې په ټوله کې دا ښه او مناسب کار نه دی.

واقعیت کې رهبران کولی شي چې له خپلو سیاسي مهارتونو په ګټه اخیستنې مثبتې پایلې خلکو ته ورکړي. هغوی کولی شي چې دا سیاسي مهارتونه د سازماني رهبرۍ د ننګونو د له منځه وړو لپاره وکاروې او د خپل کاري ټیم د ښه او موثره کار و پایلې لپاره یې استعمال کړي.

د فلوریډا پوهنتون د مدیریت او سایکلوژۍ یو پروفیسور ګیرالډ فیریز او د هغه همکاران وايي، که رهبرران غواړي چې سیاسي ځیرک اوسي نو هغوی ۴ مهمو مهارتونو ته اړتیا لري. وروسته بیا د CCL او ډاویډسن پوهنتون د فیریز دې مهارتونو ته پراختیا ورکړې او پنځم یې هم ور اضافه کړی دی.

دا پنځه مهارتونه په لاندې ډول دي:

۱- ټولنیزه هوښیارتیا

لیډر باید دا وړتیا ولري چې نور و ارزوي او په سم ډول سره یې وپيژني. بامهارته سیاسي رهبران د خلکو غیرې لفظي رویې په ډیر ښه ډول مطالعه کوي او په طبعي ډول سره د نورو تحرکات در کولی شي.

۲- شخصي اغیز

ماهره سیاسي رهبران ددې وړتیا لري چې نور اغیزمن کړې، ځکه دوی د یوه هڅوونکی شخصي سټایل نه استفاده کوي.

په خاص ډول پياوړی شخصي تاثیر د نورو په پيژندلو کې ډیر ښه او ګټور وي او له نورو سره ښه افهام و تفهیم کوي، نو ځکه دا ډول خلک د نورو له لورې ددوی په خوښولو کې هم ډیر ښه وي. د نورو له لورې د دوی خوښول، مرسته کوي چې په اسانه ډول سره هغه خلک (خوښونکي) تر اغیز لاندې راولي.

۳- شبکه یي وړتیا

دا وړتیا باید ولري چې له نورو سره ملګرتیا جوړه کړي. هغه خلک چې د شبکه یې اړیکو یا ملګرتیا وړتیا ولري، هغوی په کار کې د خلکو د متاثره کولو ترڅنګ له هغوی سره پياوړي روابط لري.

دا ډول خلک دا راښکوونکې قوه هم لري چې له سرچینو داسې استفاده وکړي چې هم یې شخصي او هم سازماني اهداف پرې ترلاسه کړي.

۴- ښکاره صمیمیت

لیډر باید له خلکو سره واضح، رښتینې او صمیمي اوسي. داسې د ښکاره ګرانښت لرونکي رهبران په رښتیني ډول په دې باور لري چې د هغوی خبره د هغوی قوت و ژمنه ده او هغوی هغه څه چې وايي، بیا ترسره کوي یې.

۵- د تصور مدیریت

ماهره سیاسي رهبران باید دا شعوري وړتیا ولري چې څه ووايي، څو نور متاثره کړي او په دې هم پوه اوسي چې څنګه نور د خپل فکر تر تاثیر لاندې راولي.

یعنې تصور هم مدیریت کړي، چې کوم وخت څه وکړي او د نورو خیال له حرکاتو معلوم کړي او بیا ورسره هماغسې یو ګام پورته کړي، څو د هغه د مدیریت لپاره هماغسې ګامونه پورته کړي.

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: