
ژباړه:
د ۲۷ کلونو ګډ ژوند وروسته د بل ګیټس او د هغه د میرمن جلا کیدل، د ډېری نورو خبرو تر څنګ په ښکاره توګه دا هم څرګندوي، چې میرمنې یوازې د پیسو پادري نه دي او نه دا پیسې دوی ته کوم ځانګړی اهمیت لري.
هغه کسان چې شپه او ورځ هڅه کوي، تر څو درته ثابته کړي، چې د یوې ښځې/نجلۍ متاثره کولو لپاره اړینه ده چې بنګله، لوی بانکې حساب او یو ارزښتناک موټر ولري.
دا جلاوالی د دې یادونه ده، چې که چیرې یوه ښځه په هېڅ ډول د چا سره خوښې، رضایت، مطمئینتیا محسوسه نه کړي، نو هغه به د خپلو پښو بوټانو نه په ټریلیونونه روپۍ ځار کړي، او د نړۍ خورا بډایه سړي ته به الوداع وايي.
دا جلاوالي (طلاق) موږ ته دا درس هم راښیي، چې که تاسو په هېڅ ډول د واده شوې ژوند سره اسوده ( هوسا) نه یاست، نو غوره ده، چې جلا شئ، پرته له دې چې بې هدفه چا ته د یو فلج شوي غړي په څیر ورترغاړي اوسئ.
د یوې ثانیې لپاره تصور کړئ؛ که چیرته “میلینډا” یوه افغانه مېرمن وه، او هغې غوښتی وای، چې د ۲۷ کاله واده شوي ګډ ژوند وروسته ورته بډایه سړی پرېږدي، نو د دې والدینو، کورنۍ، اقاربو، دوستانو او حتا موږ ټولو به څنګه د یوې ناشکرې په توګه څومره په سپک ذهنه ویناؤ و مشورو سره د هغې ژوند ور جهنم کولای!؟
کاش موږ هم دا ډول شخصي آزادي باندې باورمن او تامین کړو.