د بامیانو د والي دفتر وایي، چې د لومړي ځل لپاره؛ دوه افغانې پيغلې، چې د غزني ولايت اوسيدونکي دي، د بابا غره (شاه فولادي) ترټولو لوړې څوکې ته رسیدلي دي.
د والي دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ چې دا دوه پيغلې “تمنا جهان” او “نظیمه خیرزاد” نومېږي، درې ورځې وړاندې (یکشنبه،۱۲م د اپریل) دوی د شاه فولادي سر ته ورسيدي او په دې لوړه څوکه يې د افغانستان بيرغ ورپاوه. د شاه فولادي دا لوړه څوکه ٥،١٤٠ متره لوړوالی لري.
د بامیان د والي دفتر زياده کړي، چې دې دوه تکړه پيغلو تیرو کلونو کې د دې څوکې د فتح کولو لپاره دوه ناکامې هڅې هم کړي وي، خو دا ځل بريالۍ شوې.
په بیان کې ویل شوي، چې دغه دوه غرڅنیو پيغلو د یوه کال لپاره د “پیک” له ټیم سره روزنه ليدلي وه. درې ورځې دمخه د شپږو نورو نارينو په ګډون چې د غزنې، بدخشان، کابل او بامیان ولایتونو څخه وو؛ دا څوکه فتح کړه.
د یادونې وړ ده، چې په ٢٠١٩ د اګست کې، “حنیفه یوسفي” هم لومړنۍ افغانه انجلۍ وه، چې د افغانستان بدخشان ولایت تر ټولو لوړې “نوشاخ ” نومې څوکه فتحه کړې وه. نوشاخ څوکه ۷،۴۹۲ متره لوړوالى لري.