امریکا او بریتانیا: طالبان د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت کوي

دغه دواړو هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي منلي او هڅه یې کړې د افغاني ټولنې د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت وکړي.

وسله والو طالبانو د یادو سفارتونو پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د تبلیغاتو وسیله دې نه کېږي او راپورونه دې په بې طرفۍ وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د کاناډا او افغانستان پارلماني ګروپونو په یوه انلاین کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د کاناډا د پارلمان غړو ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بولي او تمه لري چې ژر تر ژره د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.

دوی ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

افغان لوري هم په بېلو برخو کې د کاناډا له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې له افغانستان سره د بشري حقونو د خوندیتوب او نورو اړوندو برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي. نوموړي ویلي چې که خبریالان او رسنۍ خپله بې طرفي ونه ساتي نو د راتلونکو اقداماتو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

بلخوا د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي.

یاد بنسټ ویلي چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي.

د نی په خبره، پر یو مهال د جګړې له دواړو لوریو څخه د رسنیو په اړه له ورته څرګندونو ښکاري چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا پر لور روان دی.

یاد بنسټ زیاته کړې چې ورته څرګندونې په ټولنه کې د وېرې او رعب باعث کېږي او د رسنیو او خبریالانو ګواښل د جګړې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او جرم دی نو ښکېل اړخونه دې له ورته څرګندونو په کلکه ډډه وکړي.

وروستي مطالب