نوماندانو ته چېلنج؛ غني وایي: دا ګز دا میدان، ټاکنې په قاطع اکثریت رایو ګټم!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، وایي په غوڅ اکثریت به دا ځل ټاکنې وګټي.
ښاغلي غني دا خبره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پيل په ورځ د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونه پلویانو ته د غونډې پر وخت وکړې.
یاران د بې طرفه اطلاع رسونې د اصل له مخې دلته خپلو لوستونکو ته د ولسمشر غني د دغې وینا مهم ټکي وړاندې کوي.
ستومانه او ویاړلې دنده
په دغو خبرو کې ښاغلي غني ځان د ټول ملت کاندید وباله او ویې ویل، سره له دې چې د ولسمشرۍ دنده یې له ستومانۍ او ستونزو ډکه وه او ده، خو د نړۍ ترټولو ویاړلې دنده هم ده.
غني ومنله، چې د ملي یووالي حکومت ستونزې لرلې، خو دا ډول حکومت جوړول یې د وینه توییدو د مخنیوي په دود توجیه کړه.
د ده په وینا د ستونزو باوجود یې زورواکي وځپل او که خلک بیا رایه ورکړي، دا ځل به د قانون تطبیق ته زیات کار وکړي.
د ارګ او جومات د فاصلې ختمول، له سل کلن تاریخ څخه پخپله کاري موده کې زیات جوماتونه جوړول، د سلما بند جوړیدل، د اوبو مهار، له وطن سره لېونۍ مینه، د هېواد د ثبات لپاره تر حده زیاته حوصله، د سولې لپاره عملي او مخلصانه هڅې، له حزب اسلامي سره د سولې تړون کامیابول او د برنامې او پلان له مخې عصري حکومتولي هغه څه وو، چې غني د خپل حکومت د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
ټاکنې بدیل نه لري!
ولسمشر غني په یادو څرګندونو کې د ټاکنو پر خپل وخت ترسره کیدو باندې هم ټینګار درلود.
ده پر خپلو مخالفینو له نیوکې سره وویل، چې لسګونه ځله یې د ټاکنو د نه ترسره کیدو وړاندوینې لرلې، خو ولیدل شول چې ټاکنې کیږي او حکومت ورته پوره اراده او چمتووالی لري.
ولسمشر غني دا هم وویل، چې ټاکنې بدیل نه لري او خامخا به ترسره کیږي.
ده نور نوماندان وننګول او ویې ویل: راځئ رڼې او با اصوله ټاکنې کوو، دا ګز دا میدان!
له دې سره غني د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: که مو ټاکنې وګټله، مبارکي درکوو، که مو وګټله مبارکي راکړئ او بیا لارو ـ کوڅو ته مه وځئ، چې برخه وغواړئ.
پاکستان سره اړیکې
د ولسمشر غني د دغې وینا یوه مهمه برخه له پاکستان سره اړیکو ته ځانګړې وه.
ده بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان ته یې وروستی سفر بریالی و او د افغان ولس ښه استازیتوب پکې وشو.
د هغه په وینا ان سیاسي مخالفینو یې ومنله، چې ده ښه وینا هلته وکړه او ښه استازیتوب یې تمثیل کړ.
د غني په وینا د پینځه زره کلن افغانستان د مشر او د کنشکا، محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي د وارث په حیث هیڅ کله چا ته ننواتې نه کوي.
ده پاکستان ته په کنایوي ډول خبرداری ورکړ، چې افغانستان ته په کمه سترګه ونه ګوري.
د غني په خبره د هر افغان په وجود کې بهیدونکې وینه ۵ زره کلنه سابقه لري او زر اټومه یې هم د هندوکش یوه څنډه نه شي ټیټولی.
د سولې روانې هڅې
ولسمشر غني په دغه وینا کې د سولې روانو هڅو ته هم اشاره لرله.
ده خپل حکومت او ځان د سولې راوړلو ته ژمن وباله او د بېلګې په ډول یې له حزب اسلامي حکمتیار سره د سولې ترسره شوی تړون یاد کړ.
هغه په ورته وخت کې د حکومت له احاطې د باندې د سولې هڅې وغندلې او پکې پر ښکېلو سیاستوالو یې توندې نیوکې وکړې.
د غني په خبره دغه سیاستوال د خپل امنیت ساتلو لپاره له حکومته عسکر او امنیتي مرسته غواړي، خو د سولې په اړه خبرې د حکومت له چوکاټه د باندې کوي او وایي موږ مستقل یوو.
ده دغه سیاستوال بې ولسه رهبران وګڼل او په توندو ټکو یې وویل:

وی چا ټاکلي، د چا په مشروعیت د سولې خبرې غواړي وکړي؟ زه که دا خبرې کوم، ولس ټاکلی یم او رایه مې اخیستې.

ولسمشر غني طالبانو ته هم په خطاب کې وویل، چې که د افغان سولې په هڅو کې حکومت ته په سپک نظر وګوري، خورا پښېمانه به شي.
ډاکټرغني د کابل په حضوري چمن کې د سولې ولسي حرکت له غړو سره خپلې لیدنې ته په اشارې سره وویل، چې دغه حرکت ورته د لیدنې وخت ټاکلی و او دی د ولس ارادې ته د با احترامه ولسمشر په حیث ورغی او مخامخ یې د دغه حرکت خبرې واوریدې.
د هغه په وینا که طالبان ځانونه د ولس اړوند او ارادې ته یې په احترام قایل ګڼي، باید په همدې ډول له داسې حرکتونو سره خبرو ته کیني او غوښتنو ته یې ځواب ووایي.
د تورونو ځوابونه
ولسمشر غني پخپله وینا کې خپل مخالفین د ده خلاف په توندو نیوکو، کنځلو او بې ځایه تور لګولو تورن کړل.
په ورته وخت کې یې وویل، چې د ارګ عظمت او مقام ته د درناوي او د ارزښت نه کمیدو لپاره یې داسې تورونو ته تل په(سلام) ځواب ورکړی او خلک پوهیږي، چې څوک چا ته په ( سلام) ځواب ورکوي.
له دې سره هغه پر ځان او ټیم یې لګولي ځینې تورونه رد کړل.
په دې اړه، چې د ده مېرمنه( لومړۍ مېرمنه بي بي ګل غني) د پروموټ په نوم پروژې څخه پیسې غلا کړي، ولسمشر وویل: په دغه پروګرام کې د لومړۍ مېرمنې هیڅ نقش نشته، هغې یې د کارونو مخالفت هم کړي، د لومړۍ مېرمنې دفتر ته بودیجه زما له

راتلونکو ټاکنو ته نوماند ولسمشر غني او د هغه مرستیالان امرالله صالح او سرور دانش

میاشتیني معاشه ورځي.
غني خپل سیاسي مخالفین وننګول، چې دوی هم خپلې مېرمنې سیاسي میدان ته باید راولي او د ښځو د حقونو درناوی په عمل کې زبات کړي.
د تدارکاتو ملي ادارې په اړه هم غني رد کړه، چې ګواکې پروژې یې په وسیله انحصاري او فساد ته زمینه مساعده شوې.
ده خپل مخالفین وننګول، چې د ده کوم اړوند شرکت دې پيدا او اعلان کړي.
غني وویل:

که ما فساد کړی وای، د مالیې وزارت پر وخت یې سلګونه میلیونه ډالره پیدا کول، خو ما کوم بهرني هېواد نه پیسې نه دي اخیستي، ځکه د افغانستان عزت نه منله، چې یو بهرني هېواد ته یې وزیر کار وکړي.

اشرف غني خپل مخالفین په فساد تورن او وویل:

که مې د جوال خوله ورسره نیولې وای، اوس به د ځمکې پرمخ موږ نه ښه شخصیتونه نه وو.

هغه له خپلو مخالفینو دا هم وغوښتل، چې د شفافیت په اړه وضاحت  ورکړي او وښييچې دومره شتمنۍ یې له کومه کړي او له پلارـ نیکه څومره ورپاتې وې؟
افغان ولسمشر د صلاحیتونو د انحصار او د ټاکنو پر خپلواک کمیسون د ده د فشارونو ادعا رد کړه او ویې ویل: د کمینشرانو په ټاکنه کې ما د ۱۸ کاندیدانو په شان د یوې رایې حق درلود او دا فداکاري وه، چې وشوه.
غني له ده نه مرور سیاستوال په لک ډالري جیب خرڅونو عادت شوي وګڼل او ویې ویل، ده ورباندې پیسې قطع کړي، ځکه ورنه خپه دي.
هغه دا هم زیاته کړه، چې د سیاسي کورنیو دود یې ختم کړی او نور د سیاستوالو د کورنیو اړیکو له کبله څوک پر لوړو دندو کار نه شي غوښتلی.
د ده په خبره دی له خپلې لور(مریم غني) سره په میاشت کې یو ځل او له زوی( طارق غني) سره په څو میاشتو کې یو ځل ټلیفوني خبرې کوي؛په داسې حال کې چې ۱۶ میلیونه نور افغان ځوانان هم خپل اولادونه ورته ښکاري او هره ورځ د هغوی له حاله خبریږي.
( د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر غني لور او زوی په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي او له ډېرو کلونو راهیسې کله نه ده روښانه شوې، چې افغانستان ته دې راغلي وي).
غبرګونونه څه ول؟
د ښاغلي غني دغو خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې مختلف غبرګونونه وښودل شول.
ځینو یې هغه خبره نقد کړه، چې د (عمري عدالت) د حاکمولو پر ژمنې را څرخیده.
یو شمېر نورو بیا د هغو خبرو تود هرکلی وکړ، چې د سیاسي انحصار او میراثي سیاست د ختمولو په اړه یې لرلې.
په خواله رسنیو کې ځینو دا هم د ولسمشر له قوله لیکل، چې هغه تر ۳ کلونو قبایلي سیمو ته د بریښنا ورکولو ژمنه کړې.
دوی دا خبره نقدوله او ټوکې یې ورپورې کولې.
خو ویل کیږي، چې دا خبره هغه نه ده کړې او سیاسي مخالفین یې پسې تبلیغوي.