
سږ کال د بهرنیو هېوادونو شپېته زره کسان حج ته تللی شي.
د سعودي حکومت له نړۍ څخه د حاجیانو راتګ تصویب کړی دی.
دا به د کورونا د ناروغۍ وروسته لومړی ځل وي، چې بهرنیان به سعودي عربستان ته د سفر فرصت ولري.
د حج مراسمو ته به د ۱۸ کالو څخه کم او ۶۰ کالو نه پورته خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي.
کومو خلکو ته چې اجازه ورکول کېږي، د کورونا واکسین به یې کړي او هم به درې ورځې قرنطین کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کورونا وایروس د خپرېدو وړاندې به، هر کال شاوخوا دوه نیم ميلیونه مسلمانان د حج د فریضې ادا کولو لپاره تلل.