![Untitled-7 یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-7-678x381.jpeg)
د امریکا په نیواډا ایالت کې د ډزو په پایله کې د وسلهوال په ګډون څلور تنه وژل شوي.
د متحده ایالاتو په نیواډا ایالت کې ډزو کې د بریدګر په ګډون څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د متحده ایالاتو د رسنیو په حواله، ډزې د «نیواډا» په هنډرسن کې شوې.
د رسنیو د راپورونو پر اساس، کله چې پولیس د پیښې ځای ته ورسیده، یو ټوپکوال (وسلهوال) یې وموند، دوی هڅه کوله، چې نوموړی خپله وسله وغورځوي، خو هغه انکار کاوه، چې وروسته د پولیسو او وسلهوال ترمنځ نښته وشوه.
سیمهییزو پولیسو د بریدکونکي په ګډون د ۴څلورو کسانو وژنه تایید کړي او ویلي یې دي، چې بریدګر د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په پیښه کې ۵پنځه تنه ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس چارواکي وايي، د ډزو علت لا نه دی څرګند، خو په اړه یې پلټنې پېل شوې دي.