لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده.
شاه په ۱۸۹۲ کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست.
شاه امان الله خان او مېرمن یې له نن څخه ۱۰۰ کاله وړاندې د هېواد د یو خپلواک او معاصر افغانستان د جوړېدو خوبونه لیدل، او ددې خوبونو لپاره یې افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره پخ پراخو اقداماتو لاس پورې کړ.
د امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته د هغه ورور عنایت الله خان او زوی یې امان الله خان دواړو غوښتل چې باچا شي، خو د علماو ملاټړ ته یې اړتیا درلوده، دیني علماوو د امان الله خان ننګه وکړه په دې شرط چې نوموړی به د انګریز پر ضد جهاد اعلانوي او خپلواکي به ترلاسه کوي.
امان الله خان دا ژمنه ومنله او پاچا شو. د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره خوځښت پیل شو، په هره سیمه کې د جهاد لپاره د خلکو د راپاڅولو لپاره مشران وټاکل شول، په ختیځ کې د ترنګزو حاجي صاحب، او چکنور ملا صاحب، د لویي پکتیا لپاره د شوربازار حضرت صاحبان، د لوی کندهار لپاره د خرقې مطهرې متولي مولانا عبدالحمید الکوزی او مولوي صالح محمد اخندزاده او نورو سیمو کې هم ورته مشران علما وټاکل شول.
د ۱۹۱۹م د اوړي په لومړیو کې په دریو څلورو محاذونو کې د انګریزي یرغلګرو پر ضد جګړې پیل شوې، چې زیاتره تمرکز یې د پکتیا په طرف کې وو، انګریزانو په ډېرو ځایونو کې ماته وخوړه، له همدې کبله یې د مصالحې لاره غوره کړه، مجاهدینو ته یې وړانډېز وکړ چې د افغانانو هري غوښتني منلو ته تیار دي، چې بالاخره د ۱۲۹۸ه ل کال کې د اسد میاشتې پر ۲۸ د افغانستان خپلواکي په رسمیت ومنله او خپلې لښکرې یې د تل لپاره له افغانستان وایستل.
په دې کې شک نشته چې امان الله خان دا توره وکړه چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره یې جهاد يې ومانه، او همداسې نور ډېر کارونه یې ترسره کړل. د سړکونو جوړول یې بنا کړل، اساسي دستور یې جوړ کړ، پارلمان یې رامنځته کړ، تعلیم ته یې پاملرنه وکړه، د مالیاتو ټول سیسټم یې منظم کړ، مطبوعاتو ته یې وده ورکړه همداسې نور ډېر کارونه وکړل.
امان الله خان د ابتدایي اصلاحاتو وروسته په ۱۹۲۷م دسمبر ۱۵ د یو ۳۰ کسیز پلاوي په ملتیا د اروپا اوږده سفر ته روان شو، چې د ۱۹۲۸م تر جولای پورې هلته په سفر وو. کله چې راغی ځان سره ډېرې طرحې راوړې وې. لومړۍ یې په کندهار کې وینا وکړه او ویې ویل چې په اروپا کې ښځې د دې ځای نارینه په شان کار کوي خو دلته حتا نارینه سم کار نه کوي او همدارنګه هرات او فراه کې ویناوې یې درلودې.
او د پغمان په جرګه کې یې ډېر زور د ښځو په مسلې باندې وو چې ښځي باید ازادي پرېښودل شي او تعلیم ته یې باید پاملرنه وشي د خاوند له خوا بندياني نه شي او کولاى شي د سړيانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.
پر یادو سربېره امان الله خان د خپل واکمنۍ پر مهال د یو معاصر افغانستان د جوړولو لپاره نورې ډېرې پروژې او کارونه پیل کړل چې په تلو یې زیاتره نیمګړې پاتې شوې، ان چې تراوسه یې هم ځینې پروژې نیمګړې دي او چا بشپرې نه کړې.
غازي امان الله خان په ۱۹۶۰م کې د ۶۷ کالو په عمر، جلاوطنۍ کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټي کړې، چې نن یې ۶۰ تلین دی.