ننګرهار او نوی ښوونیزکال؛ والي وايي، د معارف د بهبود لپاره هره دروازه ټکوم

رنګین تجريدي ډیزاین
راپور: شپنه سلګۍ

د ننګرهار تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. په دې مراسمو کې چې د بي بي حوا نجونو عالې لیسې کې نیول شوي ول، د ننګرهار والي او نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل، پوهنې رییس او نورو چارواکو د ښوونیز کال پرانیسته د ښوونځي د زنګ په وهلو سره وکړه.
ښاغلي امر خیل په خپلو خبروکې وویل ماته د نورو مجلسونو په پرتله د معارف اړوند مجلسونه ځانګړی ارزښت لري ځکه چې دلته د پوهې، علم او مثبت بدلون بحثونه کیږي.
هغه زیاته کړه؛ دافغانستان د خلاصون او پرمختګ یوازنۍ لار علم او معارف دی او که غواړو چې افغانستان له دې اوسنیو کړکیچونو راوباسو نو باید علم زده کړو .

د امرخیل په وینا:

«هغوی چې ښوونځي سوزوي دزده کوونکو دزده کړو پر وړاندې خنډونه جوړوي دوی په تاریخ کې مخ توري وي. ژمنه کوم چې خپل ډبر پام به دمعارف بهبود ته اړوم او دپرمختګ لپاره به یې هره دروازوه وټکوم.»

ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري په دې مراسمو کې وویل چې د کرونا له امله ددوی درسي بهیر یو څه زیانمن شو او هغه مهال په ښونځیو کې تدریسي بهیر اویا سلنه بشپړ شوی و.

هغه وویل:

« د یو شمېر وطنپاله رسنیو پر مټ یې پاتې درسي بهیر د راډیو او تلویزیونونو له لارې بشپړ کړ. دقرنطین په موده کې په پرله پسی ډول د زده کونکو له کورنیو سره اړیکې ټینګې او له هغوې غوښتل شوي و چې خپلو اولادونو سره په کورونو کې کار وکړي اوهم دې په منظم ډول د تلویزیون او راډیو له لارې درسي بهیرونه وڅاري.»

حسیب شینواری وایي، اوس چې د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو په لارښوونه یوازې په دولتي ښوونځیو کې یوازې دیوولسم او دولسمو ټولګیو او په خصوصي ښوونځیوکې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو بهیر پېل شو ټولو ښوونځیو ادارو ته سپارښتنه شوې چې دکرونا داحتمالي خطراتو ته په پام سره د روغتیا پالانو لارښوونې په نظر کې ونیسې.

د مروا غوښتنه

په دې مراسمو کې د بي بي حوا لېسې یوې زده کوونکې مروا د نورو زده کوونکو په استازولۍ له ننګرهار والي څخه د امنیت راوستو او دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو او نجونو زده کوونکو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او زده کوونکو ته د کتابونو او نورو اسانتیاو په برابرولوکې کوټلي ګامونه پورته کړي.

ستونزې

ډیر کله د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې له دې امله شکایتونه کیدل چې ځینو ښوونځیو ته کتابونه او نور اړین وسایل یا نه رسیږي او یا هم پر وخت نه ورکول کیږي.
چې تر ډیره به ددې لامل جګړه، پر وخت پوهنیزو ادارو ته د کتابونو نه رسیدل او نور لاملونه یادیدل.
باید وویل شي چې د ننګرهار ولایت د شینوارو اړوند، خوږیاڼو، حصارک او یو شمیر نورو ولسوالیو ځیني ښوونځي تیر څو کاله د سختو جګړو له امله تړل شوي او وران شوي دي.
ترڅنګ یې د مسلکي ښوونکو او په ځانګړي توګه د نجونو لپاره د ښځینه ښوونکو نشتون هم یوه جدي ستونزه بلل کیږي.

په تازه راپورونو کې ویل شوي چې خوږیاڼو او شینوارو اړوند سیمو کې د یو شمیر ښوونځیو د یو څه راجوړیدو ستونزې تر یوځایه حل شوي او پرانیستل شوي، او پر ځینو لا هم کار روان دی، خو د حصارک ولسوالي لا اوس هم د نا امنۍ له امله له ګڼو تعلیمي ستونزو سره مخ ده.