Advertisements
پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

خپلو ماشومانو ته د ذهني ودې اجازه ورکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ماشومانو ذهني وده به د هغوی په راتلونکې باندې ډېره زیاته اغېزه وکړي، ماشومان په کورني چاپېریال کې دي، چې باید له مهمو مسایلو سره مخامخ شي، ترڅو په راتلونکې کې، په ټولنه کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي. دا باور، چې باید خپل ماشوم ته زده کړې ورکړئ، روغ او سالم ذهنیت نه دی، دا کلمه د دې سبب ګرځي، چې والدین داسې فکر وکړي، اړ کول، ناچاره کول او د ماشوم کنټرول سم کار دی.

که داسې فکر وکړئ، چې ستاسو مسؤولیت له ماشوم سره د هغه په وده کې مرسته کول دي، نو جوړونکې خبره ده، د فکر په دې بڼې سره، د دې سبب ګرځئ، چې یوه ورځ مو ماشوم په بشپړه خپلواکه توګه، په ټولنه کې روغ او خوشاله ژوند ولري.

د ماشوم روزنه، د هغه د مهارولو په مانا نه ده، د والدینو په توګه ستاسو دنده داده، چې ماشوم ته مشروط غبرګونونه ورزده نه کړئ، دا هغه غبرګونونه دي، چې حیواناتو ته ورښوول کېږي.

د ماشوم په شخصیت کې

د ماشومانو شخصیت د هغوی په کړنو او له هغوی څخه زموږ په ارزونو باندې رامنځته کېږي. که خپل درس یې په ښه توګه ولوست، نو ښه هلک دی، که له خپلې مور سره مرسته وکړي، نو ښه نجلۍ ده. یو ماشوم د خپل ځان د ښودلو لپاره، هڅونې ته اړتیا لري.

برعکس که هغوی ته ووایئ، چې بد ماشومان یاست، نو دا جمله به هغوی باندې اوږد مهالې بده اروایي اغېزه وکړي. که د ټولو ماشومانو په ذهن کې یوه منفي ارزونه رامنځته شوې وي، نو په غریزي توګه په هغو څیزونو پسې ځي، چې د ځان په اړه یې ښه احساس ورته پیدا کړي، خو تنکي ځوانان تصویب، ملاتړ او رسمیت، چې په هرځای کې وکولای شي پیدا یې کړي، لټوي یې.

په ښوونځي کې

ښوونځي او موسسې د ځوانانو په پرمختګ، خلاقیت او د خپلواکۍ د غوښتنې په رامنځته کېدو کې هېڅ اغېز نه لري، خو په بدل کې یې یوازینی څیز، چې ډېر ارزښت ورکوي، په آزموینو او زده کړنیزو پروګرامونو کې د ماشومانو بریا ده.

یانې پرځای د دې، چې هغوی آزادو او نیوکیزو افکارو ته وهڅوي، اطاعت او فرمانبرداري ورزده کوي. کله چې ماشوم د هغوی د خوښې پرخلاف کوم کار ته اړ شي، رټل کېږي او وېرېدونکی کېږي. په هغوی کې د حقارت او رټنې تخم کرل کېږي، انرژي ترې لرې کېږي او نور به د هېڅ کار له ترسره کولو سره مینه څرګنده نه کړي. په دې ځای کې والدین دوې لارې لري: یا د ښوونځي په لوري واوسي یا دا چې له خپل ماشوم څخه ملاتړ وکړي.

باید له ماشوم سره مرسته وکړئ، ترڅو خپلو پټو استعدادونو ته لاسرسی پیدا کړي، که فکر کوئ، چې ښوونځی دا کار نه شي کولای، نو باید په خپله لاس په کار شئ.

البته تر شوني ځایه د خپل ماشوم ښوونکو ته درنښت ولرئ او هغوی په دې باندې پوه کړئ، چې زحمتونه یې د ستاینې وړ دي، خو هېڅکله هغوی ته له یادونې څخه مه شرمېږئ.

ستاسو د ماشوم ارزونه یوازې کولای شي، ستاسو په وسیله وټاکل شي او نه د بل چا په وسیله. که په ښوونځي کې هر څومره کمزوری وي او ستاسو د ناهیلۍ سبب شي، باید له هغه سره مینه ولرئ.

کله چې ماشوم وده کوي او سترېږي والدین باید پوه شي، چې اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې د هغه په لور خپل د مرستې لاس وغځوي، ځکه چې هغه نور ماشوم نه دی، بلکې یو خپلواک، د مشخصو موخو او افکارو لرونکی ځوان دی، نور نو د ماشومانو د سرپرستۍ دنده پای ته رسېدلی ده.

د دې وخت را رسېدلی دی، چې خپله د پلار توب او زوی توب اړیکه په یوې دوستانه اړیکه باندې بدله کړئ، نه دا چې په هغوی باندې نظارت او څارنه ولرئ او د ژوند په هره برخه کې ورته لارښوونه وکړئ.

ستاسو هڅه د ماشوم د هرڅه چټک پرمختګ لپاره په بشپړه توګه ناسمه ده  

ماشومانو زده کړي دي، چې د وخت په بېلابېلو پړاونو کې ژوند وکړي او پرمختګونه ولري، د والدینو په توګه زموږ دنده دا نه ده، چې د هغوی د پرمختګ د چټکتیا کچه لوړه کړو، په بدل کې یې باید له هغوی سره، د هغوی په پرمختګ کې مرسته وکړو.

د ماشوم په سرغړاوي کې

سرغړونه یوازینۍ تګلاره ده، چې کله یو ماشوم د یوه ځوان له خوا ګواښل کېږي، ترې کار اخلي. د ماشومانو یو له شخصیتي اړخونو څخه دا دی، چې ستاسو په غوسه کولو سره، ستاسو پام ځان ته راواړوي.

تنکي ځوانان په موډ پسې ګرځي

ډېری تنکي ځوانان په موډ پسې ګرځي او د ارزښت درجه یې په هغوی کې توپیر لري، خو څو کاله وروسته، نور نو د هغوی لپاره په یوې هېرې شوې موضوع باندې بدلېږي.

دا موضوع د دې ارزښت نه لري، چې وغواړئ له خپل تنکي ځوان سره پرې بحث وکړئ او شخړه رامنځته کړئ. د ماشوم د منظمولو لپاره، له هغې وروسته، چې له هغه سره مو دوستانه اړیکه ټینګه کړه، کولای شئ اقدام وکړئ.

منفي تجربې تر کله چې د ماشوم ژوند ته ګواښ پېښ نه کړي، ستونزه نه لري

هغوی ته اجازه ورکړئ، ترڅو د خپلو کړنو پایله وویني ( البته دا کار د هغوی د بلوغ په دوره کې ترسره کړئ ). ماشومان یوازې هغه وخت اغېز منونکي کېږي، چې والدین یې د کوم څه په اړه اندېښمن نه وي، ځکه پرته له دې، د ځان په اړه څه نه وایي.

ډېره زیاته مهمه ده، چې د خپل احساس په اړه هغوی ته یو څه ووایئ، ځکه هغوی دا درک کوي، چې تاسو هم د هغوی په څېر حساس یاست او ملاتړ ته اړتیا لرئ، خو هېڅکله هڅه مه کوئ، چې د خپلو ماشومانو له احساس سره لوبې وکړئ، باید د خپلو احساساتو په اړه له هغوی سره رښتیني واوسئ او دروغ ونه وایئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل