د حکمتیار په کور کې سیاستوالو ناسته او موازي حکومت؛ دا لار وطن ابادوي که بربادوي؟

سپینه تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: غازي عابد

وړمه ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ګلبدین حکمتیار، انورالحق احدي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، کریم خلیلي، باتور دوستم او عبدالله عبدالله د ګلبدین حکمتیار په کور کې راټول او د وروستیو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
دلته راټول شوي ټول هغه کسان دي چې د په واک کې ولسمشر اشرف غني سره مخالفتونه لري.
راټولو شویو ټولو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له لورې د اعلان شوې پایلې ملاتړ ونه کړ او دا یې تقلبې وبللې.
دوی څه وویل؟
ښاغلي عبدالله عبدالله له رسمي فیسبوک پاڼې یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سیاسي او ملي شخصیتونو راټولیدل د تقلبې ټاکنو پر ضد ول او په همدې اړه بحث وشو.
د اعلامیې په دویمه شماره کې ویل شوي چې د یوه همه شموله حکومت پر جوړیدو چې سولې ته معتقد او د افغانستان د ملت د سیاسي اجماع ممثل اوسي، رامنځه کیدل جدي وبلل شول.

راټول شوي سیاستوال

دوی پر سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو غږ کړی چې د بحران د مخنیوي، د سولې بهیر د نه ځنډني کیدو لپاره دې د ټاکنو اعلان شوې پایلې ملاتړ ونه کړي.
هغوی په اعلامیه کې له خلکو غوښتي چې ددوی د همه شمولو هڅو څخه یې ملاتړ وکړي.
د کرزي او سیاف تازه لیدنه
نن سهار د پخواني ولسمشر حامد کرزي په رسمي فیسبوک پاڼه کې د جهادي څیرې عبدالرب رسول سیاف او ښاغلي کرزي د ګډې لیدنې انځورونه خپاره شول.
رسول سیاف اوس مهال د ولسمشر غني کلک ملاتړی دی او په تیرو ټاکنو کې یې هم ترې ملاتړ کاوه او دا لیدنه داسې مهال کیږي چې کرزی او ملګري یې د غني پر ضد یو لاس دي.
د حامد کرزي رسنیز دفتر ویلي چې ښاغلي کرزي او سیاف د هیواد د روانو حالاتو، سولې پروسې او د جمهوري ریاست د ټاکنو له جنجاله د وتو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
او ترڅنګ یې له دې پرته چې ویل شوي دواړو لورو په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ، نور هیڅ جزیات نه دي ورکړل شوي.
سیاف به له کرزي څه غواړي؟
دا چې استاد سیاف د محمد اشرف غني نیږدې او مهم ملاتړی دی، نو ښکاري چې د ولسمشر په غوښتنه د ښاغلي کرزي خواته ورغلي وي.
ځکه ښاغلی کرزی له هغه ډلې سره یوځای شوی چې انتخابات او د اعلان شوي منتخب حکومت مخالفت یې کړی او د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ یې کړی.
ویل کیږي له کرزي په دې لیدنه کې غوښتل شوي چې د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون هم وکړي. خو دا خبره کره نه ده، اما په داسې وضعیت کې دا لیدنه پرته له دې چې د ښاغلي کرزي نظر بدل او له دریځ په شا کړي، بل مانا نشي درلودای.
شاید همداسې وشي، ځکه د هر څه باوجود حامد کرزي په خپله واکمنۍ کې هم د بحرانونو د مخنیوي لپاره تل د مصلحتونو په کولو یاد شوي، نو شاید اوس هم همداسې کوم ګام پورته او بلاخره د ښاغلي غني په مشرۍ منتخب حکومت ومني. که داسې ونه کړي، نو د غني د ټیم هڅه به دا وي چې حد اقل یو څه چوپتیا غوره کړي.
د حامدکرزي دفتر نن ویلي چې دواړو مشرانو سره لیدلي دي

د سیاستوالو غوښتنه او غني
د سیاستوالو دا غوښتنه چې بل همه شموله حکومت دې جوړ او اعلان شوی دې نه منل کیږي، واقعاً د اندیښنې وړ خبره ده.
ځکه په داسې یوه حساسه مرحله کې چې ښاغلی غني په واک کې دی، د اروپايي ټولنې په شمول یې ملګرو ملتونو هم ملاتړ کړی، دا به ورته سخته وي چې د سیاستوالو د بل ګډ حکومت جوړولو غوښتنه ومني.
له بله پلوه دا منطقي او لازمه هم نه ده چې اوس دې د کمیسیون له لورې اعلان شوی حکومت باطل اعلان او د بل غم دې وخوړل شي. ښه که دا بل حکومت جوړوي، نو څه فکر کوئ د ملي یووالي حکومت نه بدتر به جوړ نه شي؟
بیا دا امکان هم شته چې د سولې خبرو او روانو فرصتونو ځینې سمه استفاده هم ونه شي، ځکه سیاستوال او څیرې به د واک په تقسیم او ونډو سره اخته وي او وضعیت به د افغانستان په تاوان تمام شي. له دې امله چې افغانستان کې تل په ډله ییزه ډول واک غوښتل شوی، خو په ویش کې یې فردپالانه او خودخواهي شوې.
ترڅنګ دا په لوی لاس د افغانانو هغه باور چې پر ډیموکراسۍ او ټاکنو یې لري له لاسه به یې ورکړي، راتلونکي کې به فکر کوي چې رایې ته یې اړتیا نشته ځکه هسې هم ددوی غوښتنې او رایې په پام کې نه نیول کیږي.
تر ټولو مهم یې دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چې یو مهم بنسټ دی، په ملي او نړیواله کچه به یې باور بیخي صفر ته ښکته شي.
ترڅنګ یې اوس باید ولسمشر غني په خوښۍ او د واک په نشه کې دومره ډوب نه شي چې څیرې او سیاستوال بیخي نفي کړي. هغه لکه جنرال دوستم ته یې چې وړمه ورځ د مهمې غونډې پرمهال زنګ وواهه او وروسته له هغه د دوستم په دریځ کې نرموالی ولیدل شو، همداسې باید له یو شمیر مشرانو سره خپله وغږیږي او له اوسني پلان او منډو ترړو یې راوګرځوي.
که ښاغلی غني د یو څو نفرو او ځانګړو حلقو له امله دا کار ونه کړي نو واقعاً روانو بهیرونو ته زیان اړولی او دا معترضین د نورې نړۍ استخباراتو ته لا په لاس ورکولی شي چې د بحران زیږولو لپاره د ولس له احساساتو ناوړه استفاده وکړي.