راپور: شپنه سلګۍ
ننګرهار کې د ماشومانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې اړه مراسمو کې چارواکو او د بیلابیلو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
دې ناسته کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل خبرې وکړې ویې ویل په افغانستان کې دروانې بد مرغه جګړې تر تولو ډیره قرباني ماشومان ورکوي او جګړې له ماشومانو د خوندي چاپېریال درلودلو حق اخسیتی دی.
ننګرهار والي وویل:
«داندیښنې ځای دی چې ددولت مخالفین د جګړې لپاره د کم عمره تنکیو زلمیانو کار اخلي، هغه کورنیو او والدینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته د وطن سره دمینې روحیه ورکړي او ژمنه یې وکړه چې ښار او ولسوالیو کې به ښاروالانو ته دنده وسپاري چې د ماشومانو د لوبو اوتفریح ځایونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.»
د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل کورنۍ، حکومت او ټولنه مسولیت لري، چې ماشوم ته د پیدایښت له وخته تر اتلس کلنۍ پورې ټول حقوق ادا کړي.
هغه زیاته کړه؛ په افغاني ټولنه کې لویانو تل له ماشومانو د خبرو کولو او نظر شریکولو حق تروړلی او دا چاره د ماشومانو د نازړورتوب لامل شویده.
په دې ناسته کې ختیزو ولایتونو کې د یونیسف ادارې مسول ډاکتر نافع کاکړ د ماشومانو د نړیوالې ورځې او دهغوی دحقونو د نړیوال کنوانسیون په اړه خبرې وکړې.
باید وویل شي چې په دې مراسمو کې د ننګرهار والي، پوهنې ریس او یونیسف ادارې استازي ته د ماشومانو له لورې د ماشومانو حقونو ته ددرناوي او پاملرنې په موخه د یادګېرنې نښانونه هم ورکړل او د ماشومانو له لورې په زړه پورې ترانې، تمثیلي ټوټې او سپورتي نندارې هم وړاندې شوې.