د عبدالله وروستي اقدامات او د یوناما غبرګون؛ افغان ځواکونو یې عکسونه راښکته کړل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یا یوناما د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همګرایي ټیم په اقداماتو غبرګون ښودلی.
یوناما یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ ده او د هر چا له خوا زور یا هم ناقانونه لارې چارې کارول، سولې ته زیان اړولی شي.

تازه داسې راپورونه خپریږي چې د عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې بغلان، سرپل او پنجشیر ته والیان معرفي کړي دي، خو دا تر اوسه رسماً نه دي تائید شوي.
د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې او ترڅنګ یې حکومت هم تر اوسه هیڅ نه دي ویلي. خو د ثبات او همپالنې ډلې یوه غړي د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم وړمه ورځ یوه غونډه کې د والیانو د معرفي کولو خبره کړې وه.
نور تازه معلومات
په ټولنیزو رسینو کې یو شمیر انځورونه خپریږي او ویل کیږي چې په بغلان ولایت کې د ښاغلي عبدالله انځورونه د امنیتي ځواکونو له خوا لرې شوي او په نوم معرفي شوی والي یې په تیښته بریالی شوی دی.

ویل کیږي دا هغه انځورونه دي چې د ښاغلي عبدالله پلویانو نن لګولي ول او افغان ځواکونو څیرې کړل

حکومت تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو ښکاري چې امنیتي کسان له بیلابیلو ځایونو د ښاغلي عبدالله عکسونه لرې کوي.
اروپايي ټولنې ته د عبدالله لیک
ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ته د یوه لیک په استولو ترې غوښتي ول چې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت ملاتړ ونه کړي، هغه په لیک کې تاسف ښودلی و چې اروپايي اتحادیې استازي د غني په مشرۍ د اعلان شوي حکومت مبارکي ویلي او د ګډ کار کولو ژمنه یې ورسره کړې.
ځینو افغان خبري سایټونو د ښاغلي عبدالله له نیږدې سرچینو ویلي چې اروپايي ټولنې دا لیک رد کړی دی. ښکاره تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
جنجال له کومه پیل شو؟

وروسته له هغې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تیره اونۍ ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې او اشرف غني یې د ټاکنو ګټوونکی وښود، د ثبات او همګرايي ټیم چې ډاکټر عبدالله یې مشري کوي، غبرګون وښود او دا ټاکنې یې له درغلیو ډکې وبللې.
هغوی د یوه موازي همه شموله حکومت جوړولو ژمنه وکړه، چې په اړه یې تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ویلي.
باید یاده کړو چې له دې وړاندې هم ښاغلي عبدالله د اجرایه ریاست له ادرسه کورنیو چارو وزارت ته مکتوب لیږلی و او ورته امر یې کړی و چې د ټاکنو کمیسیون کمیشنران له هیواده بهر ونه وځي، چې یاد وزارت دا امر رد کړی او ویلي ول؛ دا صلاحیت یوازې لویه څارنوالي او ستره محکمه لري.