افغانستان انتخابات سوله سیاست

له طالبانو د ټرمپ مخ اړول؛ د سولې خبرې ولې لغوه شوې؟

لیکنه: بشر درویش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي ګام کې له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې د پيل شویو مذاکراتو لغوه کیدل اعلان کړي.

دا اعلان هغه پر خپل ټویټر کړی او ویلي، چې دا ګام یې په افغانستان کې د طالبانو د یوه وروستي برید په غبرګون کې کړی.

په دغه برید کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ یو امریکایي سرتېری هم وژل شوی.

له دې سره قطر نه را رسیدلي راپورونه وایي، چې امریکا په دغه هېواد کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د نظر بند کیدو غوښتنه کړې.

ولې د مذاکراتو لغوه کیدل؟

په دې اړه نظرونه او  تعبیرونه بېلابېل دي.

د حکومت پلویان دا د ولسمشر غني لاسته راوړنه ګڼي او وایي، چې هغه د امریکا او طالبانو له روانو مذاکراتو سره د اختلافونو له کبله امریکا قانع کړه، چې په غلطه لاره روانه ده.

یوه ډله خلک بیا امریکا د سولې خبرو کې په نه صداقت تورنوي او ادعا لري، چې دغه هېواد سوله نه غوښته؛ بلکې لوبه یې دا وه چې طالبانو سره په دې نوم وخت ضایع او دا ډله سره وپاشي.

د دې ترڅنګ یوه بله ډله خلک باور لري، چې امریکایي ولسمشر د سپتمبر د یوولسمې پېښې د کلیزې د را رسیدو له کبله مجبور شوی، چې طالبانو سره مذاکرات لغوه او په کور دننه ورسره له دې اړخه پيدا شوي اختلافات مهار کړي.

یو نظر بیا دا دی، چې خلیلزاد امریکایان تېرویستي وو او د خپلو ځاني اجنډاوو د تطبیق لپاره یې د امریکایي استازي له رول څخه د سولې اجنډا د افغانستان او امریکا د ګټو خلاف روانه کړې وه.

د دغه نظر د پلویانو په باور امریکایان د افغان حکومت په هڅو په دغه اجنډا پوه او د خلیلزاد هڅې یې ودرولې.

پایلې څه دي؟

د امریکا او طالبانو د سولې مذاکراتو ځنډ پرته له شکه، چې په لومړي ګام کې د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو سبب ګرځي او دا جنګي ډله به لا نورو جنګي جنایتونو ته لېواله کړي.

له دې سره په امریکا کې ټرمپ د روانو ټاکنو لپاره له یوه اړخه په دې ګټه وکړه، چې د جګړې مخالفین یې ځانته مات او ورته وښوده، چې ده د افغانستان جګړې د حل لپاره پوره هڅه وکړه.

له بله پلوه هغه د امریکا د ارزښتونو او عظمت مدافعین هم په دې ځانته مات کړل، چې د جګړې ختمیدو په برخه کې یې د دوی غږ هم واوریده او له داسې سولې تېرشو، چې دوی نه غوښته.

په افغانستان کې د جګړې د زیاتیدو له وېرې سره د شکمن ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو احتمال پیاوړی او حتمي شو.

اوس به ولسمشریزې ټاکنې حتماً پر خپل وخت ترسره او له دې اړخه به شکونه او اندیښنې حل شي.

د دې ترڅنګ ولسمشر غني به د خپلو مخالفینو لخوا د سولې مخالف او د پلویانو لخوا د افغان نظام د خوندیتوب او اررزښتونو د مدافع په توګه یاد شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي