د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه.

دا اوس هم پرته له څو ولایتونو نور د افغانستان په هره برخه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له طالبانو سره په جګړه کې دي.

د ولسوالیو سقوط

طالب وسله والو ادعا کړې چې تر څلویښتو ډیرې ولسوالۍ یې نیولي، خو بیرته افغان دفاع وزارت ویلي چې یو شمیر هغه غیرې ستراتیژیکي سیمې دوی خپله پریښي چې په اسانه ورته اکمالات نه کیږي.

د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې مهم او ستراتیژیکې سیمې له طالبانو نیول شوي او لا هم جریان لري.

May be an image of 5 people, people standing, people sitting and outdoors

تر اوسه تر ټولو ډیرې ولسوالۍ د افغانستان شمال کې سقوط شوي. بلخ چې د شمال زړه یادیږي، څلور ولسوالۍ یې سقوط شوې وې چې ویل شوي یوه یې نیول شوې او نورې سره لاس په لاس کیږي.

ترڅنګ فاریاب، تخار کې هم ولسوالۍ سقوط شوي دي. له دې اخوا په پکتیا، هلمند او لغمان کې هم ولسوالۍ سقوط شوي دي.

May be an image of 5 people, people standing and outdoors

د خلکو غبرګون

وروسته له هغې چې په یو شمیر ولایتونو کې پرلپسې ولسوالۍ سقوط شوې، ورسره همهاله بیلابیلو ځایونو کې ولسي وګړو وسلې واخیستې او د طالبانو پر ضد یې د مقابلې اعلان وکړ.

بلخ، فاریاب، کندهار، خوست، تخار، کاپيسا، تازه هرات او ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر ضد د جګړې پر ضد د خلکو د راوتلو ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي دي.

د حکومت دریځ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر بسم الله محمد وړمه ورځ ټول افغانستان کې اعلان وکړ چې که هر څوک د افغان ځواکونو ترڅنګ دریږي او د وسله والو خلاف وسله را اخلي، دوی یې هر ډول ملاتړ کوي.

محمدي ویلي چې دوی د هغو کسانو هرکلی کوي چې د هیواد دښمنانو پر وړاندې هر حرکت ترسره کوي.

May be an image of one or more people, people standing and outdoors

د خلکو اندیښنې

له بله پلوه، که ډیر شمیر خلکو ددې کار تود هرکلی کړی، خو ځینو خلکو اندیښنه ښکاره کړې چې وروسته دا خوځښتونه په سردردیو بدل نشي.

خلکو ټینګار کړی چې باید دا حرکتونه مدیریت او د امنیتي ځواکونو په چوکاټ دننه کړل شي، څو بیا خپلسریو ته مخه نه کړي.

که څه هم حکومت تر اوسه نه څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزیر له خبرو معلومیږي چې دا ولسي قیام د هغوی په همغږۍ ترسره کیږي.

May be an image of 2 people, including Ali Mohammad Kakar, people standing and outdoors

پایله؛

دغسې یو وخت کې واقعاً اړتیا ده چې ټول افغانان د افغانستان لپاره ودریږي، خو دا کار باید په پوره دقت سره ترسره شي، څو راتلونکې کې ننګونې راپیدا نه شي.

که چیرته دا ولسي قوت په واقعي ډول مدیریت شي، نو خورا ښه پایله لرلی شي. ځکه طالبان چې تر اوسه یې اوربند ته زړه نه ښه کاوه، دا پيغام ورته رسول کیږي چې عام خلک یې خلاف دي او که دا کار دوام پيدا کوي، نو هغوی چې اوس کوم قوت لري، شاید راتلونکې کې دا قوت کمزوری او ان د سولې خبرو او هر ډول معامله کې یې وزن ډیر سپک شي.

بل پلو؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له وروستیو څرګندونو ښکاري چې جګړه کې ژور ښکیل دي، نو دغسې مهال د افغانستان امنیتي ځواکونه که څه هم له څو کلونو راهیسې د ټول هیواد مسوولیت په غاړه لري، خو سخته به وي چې هر ځای رسیده ګي وکړي، نو په کار ده چې ولسي ځواک هم ورسره ملګری اوسي.

ټوله کې دغسې یو وضعیت چې جګړه هیڅوک نه خوښوي، بهرنیان په کې ښکیل نه دي، د اوربند پرلپسې وړاندیزونه ردیږي، په لوی لاس دولتي ودانۍ او عامه شتمنۍ ورانې او نړول کیږي، دا بلاخره ددې مانا ورکوي چې باید واضح پيغام ترې واخیستل شي او هغه دا چې پردیو موخو لپاره ده او ژر تر ژره باید یوه اوربند باندې هوکړه وشي او سوله ییز حل پیدا شي.