ډېلي مېل: امریکا کابل کې د هوايي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

امریکا په کابل کې د خپل وروستي هوایي برید قربانیانو ته غرامت ورکوي.

ډېلي مېل برېټانوۍ نشریې د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي چې دوی په کابل کې د ډرون برید څېړلی او ثابته شوې چې په هغې کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینه وایي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو کورنیو ته یې تاوان ورکړي او که غواړي په مصونه او ښه توګه یې له افغانستان وباسي.

د امریکا ددفاع وزارت یو ځل بیا پر دغه برید خواشیني ښوودلې او وایي دا خورا بوږنوونکې پېښه وه چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

امریکا په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال هوایي برید وکړ چې په هغه کې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

دې برید په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرل.

په ورته وخت کې یو لوړپوړی امریکایي جنرال سټینلي مک‌کرسټال چې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۰مه پورې یې افغان جګړه رهبري کړې ده وایي چې امریکا په افغان جګړه کې ستره ماتې وخوړه او طا لبانو ترې تېره شل کلنه جګړه وګټله.

نوموړي له یاهو فایننس سره په مرکه کې پر امریکا نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا له هماغه پیله یو ناممکن ماموریت و خو امریکایي چارواکو په ډېرې بې پروایي دوام ورکړ.

کرسټال که څه هم دا د امریکا یو بل ناکام ماموریت بولي خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکا حضور خپلې لاسته راوړنې هم لري او تر ټولو مهم یې دا دی چې د امریکا په حضور کې دغه هېواد له هره اړخه ډېر بدلون کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې له افغان جګړې باید زده کړه وشي او نور باید هیڅ امریکایي د داسې جګړې قرباني نه شي چې ګټل یې غیر ممکن وي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي